1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان غواړي سولې ته د لېوالو طالبانو ليست وړاندي کړي

۱۳۹۴ دی ۲۰, یکشنبه

د يو افغان چارواکي په وينا پاکستان غواړي په راروانه اوونۍ کې د څلور اړخيزې غونډې پر مهال د هغو طالبانو ليست وړاندې کړي چې له کابل سره خبرو اترو ته چمتو دي. د غونډې موخه د افغان سولې بهير بيا ژوندي کول دي.

https://p.dw.com/p/1HasO
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

د افغانستان، پاکستان، چين او د امريکا متحده آيالاتو استازي به د مهال وېش سره سم د دوشنبې په ورځ په اسلام آباد کې سره راغونډ شي. د غونډې موخه د سولې د خبرو له پاره د تګلارې جوړول دي. په دغه غونډه کې به طالبان حضور ونه لري.

د افغانستان د اجرائيوي رئيس د وياند مرستيال، جاويد فيصل، وويل چې د پاکستان په ليست کې به د هغو طالبانو نومونه راغلي وي چې يا غواړي يا نه غواړي چې له کابل سره خبرې اترې تر سره کړي د دې له پاره چې ۱۵ کلنې جګړې ته د پاي ټکی کښېښودل شي. فيصل وويل چې پاکستان منلې ده چې د کوئټې او پېښور په څېر د پاکستان په لويو ښارونو کې مېشتو طالبانو ته به د مالي ملاتړ منابع قطع کړای شي.

دغه افغان چارواکي زياته کړه چې هغو ياغيانو ته به اجازه ورنه کړل شي بېرته افغانستان ته مخه وکړي، چې په پاکستان کې مېشت دي. د فيصل په خبره په دې باندې هم توافق شوی دی چې «د تروريزم د له منځه وړلو په موخه بايد دوه اړخيزه (يعنې د افغانستان او پاکستان تر منځ) همکاري» پيل شي. فيصل دغسې ورته شوو دوو اړخيزو موافقو ته په اشارې سره وويل چې «هغه څوک چې سولې ته لېواله دي، کولای شي چې خبرو اترو ته ورګډ شي، خو هغه څوک چې غواړي جګړې ته دوام ورکړي، به د تروريزم ضد د ګډو هلو ځلو له لارې په نخښه شي.»

د ملا عمر د مرګ له اعلان سره بهير ودرېد

فيصل دا هم وويل چې په دغو ټکو باندې هغه مهال توافق وشو چې د پاکستان لوی درستيز، راحيل شريف، تېره مياشت کابل ته سفر کړی و. خو په دې اړه بحثونه لا پخوا پيل شوي ول. پاکستاني چارواکو په دې هکله خپل نظر نه دی څرګند کړی.

پاکستان تل د امريکا د متحده آيالاتو او افغانستان هغه تورونه رد کړي دي چې ګويا پاکستان د افغاني طالبانو مالي ملاتړ کوي. د امريکا استخباراتي ادارې، سي آي ای، په ښکاره پر پاکستان باندې تور لګولی دی چې هغه د حقاني شبکې ملاتړ کوي. دغه شبکه له طالبانو سره ګډ فعاليت کوي او د امريکا متحدو آيالات هغه يوه تروريستي ډله ګڼي.

د دوشنبې ورځې غونډه کېدای شي د سولې هغه بهير بېرته راژوندی کړي چې تېر اوړی په ټپه درېدلی و کله چې افغانستان د ملا محمد عمر مړينه اعلان کړه. داسې وويل شول چې د طالبان بنسټ ايښېدونکی او مشر څه باندې دوه کاله پخوا د پاکستان په يوه روغتون کې مړ شوی دی. طالبانو تر اعلان وروسته سمدلاسه خبرې اترې وځنډولې. تر هغه وخته پورې يوازې يو ځل په اسلام آباد کې دغه ډول د سولې په هکله غونډه تر سره شوې وه. ورپسې د طالبانو په منځ کې د قدرت په سر پر له پسې جنګونه وشول. له دې کبله داسې پوښتنې راولاړې شوې دي چې څوک به اوس له طابانو څخه نمايندګي کوي که له کابل سره خبرې اترې بيا پيل شي.

طالبانو خپل بريدونه ډېر کړي دي

طالبانو له هغه وخت راهيسې خپل بريدونه ډېر کړي دي چې د امريکا متحده آيالاتو او ناټو ځواکونو په رسمي ډول خپل جنګي ماموريت پای ته رسولی و. اوس ياغيان په مختلفو جبهو کې د ځايي امنيتي ځواکونو په وړاندې جنګيږي.

د تېر ميلادي کال په پای کې طالبانو د افغانستان په شمال کې پروت د کندز ښار ونيو او درې ورځې يې په خپله ولکه کې وساته. متقابلو تعرضي عملياتو هغوی بيا له دغه ښار څخه وايستل. د افغانستان په سويلي هلمند ولايت کې حکومتي ځواکونه له اوونۍ راهيسې د طالبانو د پرمختګونو د درولو په موخه جنګيږي.

طالبان ادعا کوي چې په سنګين ولسوالي کې يې يوه حکومتي ودانۍ نيولې ده، چې دغه ادعا د افغان چارواکو له خوا رديږي. طالبان به ښايي خپلو بريدونو ته دوام ورکړي که د سولې په اړه خبرې هم پيل شي. علت يې په بېلابېلو سيمو باندې د ولکې ټينګولو تر څنګ په پياوړي دريځ سره خبرو اترو ته ورتلل هم په ګوته کيږي.