1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: په شمالي وزيرستان کي ۲۴ تنه وژل سوي

۱۳۹۰ خرداد ۱۸, چهارشنبه

دغه بريد د شوال په سيمه کي د پاکستاني طالبانو د هغي ډلي پر مرکز تر سره سوی، چي مشري يې حافظ ګل بهادر کوي. د چارواکو په وينا پر دغه مرکز پنځه توغندي توغول سوي.

https://p.dw.com/p/11X09
بې پيلوټه الوتکه
بې پيلوټه الوتکهانځور: picture alliance/dpa

يو لوړ پوړي دولتي چارواکي د نوم د نه بربنډولو په شرط فرانس پريس خبري اژانس ته ويلي چي « پدغه بريد کي ۲۴تنه وژل سوي او کيدای سي چي دغه کچه نوره هم لوړه سي.»

هغه زياته کړې چي ښايي پدغه بريد کي پنجابي طالبان هم وژل سوي وي. د ميران شاه ځايي چارواکو هم پيښه تاييد کړې ده.

د ځايي اوسيدونکو په خبره دغه مرکز چي د طالبانو يو لوی مرکز و د غره په څوکه کي موقعيت لري گڼو ونو پوښلی دی. داسي ويل کيږي چي د حقاني ډله هم د شوال د غرونو څخه فعاليت کوي.

تر دې بريد دوې ورځي د مخه هم په جنوبي وزيرستان کي په يوه ورځ درې بريدونه تر سره سوي ول چي په پايله کي يې 18 تنه وژل سوي ول.

د امريکا متحده ايالاتو دغه سيمي ته د ځمکي پر سر تر ټولو خطرناکي سي نوم ورکړی، او وايي چي القاعده، طالبان او نوري تروريستي ډلي هلته پاخه سنګرونه لري.

په پاکستان کي د اسامه بن لادن تر وژل کيدو وروسته د امريکا متحده ايالاتو په پاکستان زور راوړی تر څو په وزيرستان کي د طالبانو او القاعدې شبکې د پټنځايونو د له منځه وړلو له پاره ځمکني عمليات پيل کړي.

خو د پاکستاني پوځ ډګرجنرال، اصف ياسين ملک، څو ورځي وړاندي په يوه خبره غونډه کي وويل چي په وزيرستان کي د پوځي عملياتو په اړه خبرونه نا سم دي: « تر کومه ځايه چي زه خبر يم داسي کوم پلان نسته. موږ به په شمالي وزيرستان کي هر وخت چي مو زړه وغواړي عمليات تر سره کړو. د پاکستان پوځ به يوازي هغه وخت دا کار وکړي چي له نظامي لحاظه د پاکستان د ملي منافعو په ګټه وي.»

خو د ځينو کارپوهانو په وينا په دوامداره توګه د بې پيلوټه الوتکي بمبارۍ ښايي چي پر پاکستان دا فشار اچولی وي چي دوی دي دغه عمليات په خپل لاس کي واخلي.

په پاکستان کي د بې پيلوټه الوتکو بمباريو ته په عام ډول په ښه سترګه نه کتل کيږي. خو امريکايي چارواکي وايي چي د بې پيلوټه الوتکو بريدونو د القاعدې ډله کمزورې کړې ده.

په پاکستان کي د القاعدې د ډلي مشر اسامه بن لادن تر وژل کيدو وروسته تر اوسه بې پيلوټه الوتکو ۱۳ بريدونه تر سره کړي دي.

اژانسونه / سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل