1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستاني طالبان څوک دي؟

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۴, شنبه

د پاکستان په شمال لوېديځ ښار شبقدر کي د می د 13 مې نيټي غبرگو ځانمرگو بريدونو تر 80 څخه زیات انسانان ووژل چي د دغو بريدونه پړه پاکستاني طالبانو په غاړه اخيستې ده. خو دغه طالبان څوک دي؟

https://p.dw.com/p/11G6G
پاکستاني اورپکي
پاکستاني اورپکيانځور: AP

د امريکا د بهرنيو چارو وزيري هېلري کلنټن د بن لادن د وژل کېدو وروسته په لومړۍ رسمي وينا کي طالبانو ته وويل چي د القايدې څخه ځان جلا کړي. دې د طالبانو لغت داسي وکاروئ لکه دغه چي يوه او واحده ډله وي. کلنټن هغه وخت ويل ول:

« و طالبانو ته زموږ پيغام دا دی چي ښايي نن واورېدل سي. تاسو زموږ په وړاندي نه سئ بريالي کېدلای. تاسو موږ نه سئ ماتولای. خو تاسو د دې چانس لرئ چي د القايدې سره خپلي اړيکي وشلوئ او په سوليزه او سياسي پروسه کي برخه واخلئ.»

مېرمنې کلنټن کوم طالبان مخاطب کړل؟ ايا دې د افغانستان د ملا محمد عمر طالبان او د هغوی نظرياتي ملگري د حقاني ډله او يا هم د حزب اسلامي ډله يادوله؟ او که د دې مقصد پاکستاني طالبان ول چي له ډېره وخته خپله اجندا لري. ژورنالست رحيم الله يوسفزی وايي چي په دوؤ هيوادونو کي دوه بېل طالبان جنگيږي. دی وايي:

« په پاکستان کي هم جگړه روانه ده. دلته ځانمرگي او نورو بمي بريدونو تر څنگ د بې پيلوټه امريکايي الوتکو بريدونه هم تر سره کيږي. دلته پوځ او اورپکي دواړه په تعرضي جگړه بوخت دي. جگړه په پاکستان او افغانستان دواړو کي روانه ده.»

جگړه د القايدې او طالبانو په وړاندي روانه ده. خو په طالبانو کي فرق سته. د طالبانو لومړی نسل د پاکستان دننه په افغان مهاجر کېمپونو کي د افغانستان څخه د شورويانو د انخلاع وروسته رامنځ ته سو. د سني مذهبو طالبانو غورځنگ په افغانستان کي د پخواني مجاهدو حزبونو تر منځ د جگړې د پای تر رسولو لپاره رامنځ ته سو. دوی د افغانانو سره دا ژمنې وکړې چي آرامي او شريعت به راولي. پاکستان او سعودي عربستان د دغه غورځنگ ملاتړ کاوه او د 1996م مېلادي کال څخه بيا د 2001 مېلادي کال د سپتامبر تر 11 مې د پيښي پوري طالبانو د افغانستان پر اکثرو برخو حکومت کاوه. خو و القايدې ته ځای ورکونه د دوی د ريژيم لپاره خطرناکه ثابته سول ولي چي د سپتامبر د 11 مې وروسته دوی و امريکا ته د القايدې مشر اوسامه بن لادن ونه سپاری. همدا ؤ چي امريکا پر افغانستان بريد وکړی او پدغه وخت کي په پاکستان کي دننه د طالبانو بېل غورځنگ رامنځ ته سو. ليکوال او کارپوه احمد رشيد پدې هکله وايي:

« د دې وجه دا وه چي القايدې او افغان طالبانو و پاکستان ته ځانونه ورسول. دوی په پوځي توگه د امريکا او د ټلوالې لخوا مات نه سول. دوی په د پاکستان په قبايلي سيمو کي پناه تر لاسه کړه او دغې ټولي سيمي يې توندلاري کړې چي پکښي لوی لاس د القايدې د پيسو ؤ.»

د افغانستان او پاکستان تر منځ سيمه آزاده قبايلي سيمه ده چي پکښي اکثريت پښتانه اوسيږي. د دوی سيمي د بريتانويانو لخوا د سياسي دلايلو پراساس وېشل سوي وې.گرچه د دواړو هيوادو پاکستان او د افغانستان طالبان د سخت دريځو سني پښتنو څخه دي خو په اوسني وخت کي د دوی د موخو تر منځ ډېر زیات واټن رامنځ ته سوی دی.

حکيم الله محسود (منځ کي)
حکيم الله محسود (منځ کي)انځور: picture alliance / dpa

د افغانستان منظم وسله وال طالبان يوازي دا غواړي چي د خپل هيواد څخه لوېديځه پوځونه وباسي او د حامد کرزي د حکومت په ړنگولو سره خپل اسلامي ريژيم بېرته جوړ کړي. د دوی لپاره يوازي افغانستان دلچسپه دی. خو د پاکستان طالبان چي پخوا يې د افغان طالبانو سره په افغانستان کي هم جگړه کوله اوس تقريبا يوازي د پاکستان دننه جنگيږي. د پاکستان طالبان د القايدې مفکورې ته معتقد دي.

د سيمي د دفاعي چارو کارپوه طلعت محمود وايي چي په پاکستان کي دننه د امريکايي بېپلوټه الوتکو بريدونه چي پکښي د پاکستاني طالبانو لومړي مشران نېک محمد وزير او بيت الله محسود هم ووژل سول د دې سبب گرځي چي په پاکستان کي د امريکا پر ضد احساسات زیات سي. نوموړی وايي:

« اورپکي دغه بريدونه د پروپاگنډ په توگه کاروي او د دغو بریدونو له کبله د پاکستانيانو ملي احساسات راپاريږي چي له وجې يې غبرگونونه او امريکا ضد احساسات رامنځ ته کيږي.»

پاکستاني طالبان د پاکستان د دولت پر ضد جنگيږي چي د دوی په فکر د امريکا گوډاگی دی. د دې تر څنگ دوی د سوفيانو، شعيه مذهبو او احمديانو په وړاندي هم جگړه کوي چي دوی ورته د کافرانو په سترگه گوري. د پاکستان څخه دباندي د امريکا پر ضد بريدونه هم د پاکستاني طالبانو د خوښۍ باعث گرځي. په 2007م مېلادي کال بيت الله محسود د پاکستاني طالبانو د غورځنگ بنسټ کښېښودی چي د هغه د مړيني وروسته هم اوس د پاکستاني طالبانو ډلې بېله يو د بل سره د منظم کېدو خپلسري فعاليتونه کوي. د افغانستان د طالبانو په پرتله د پاکستاني طالبانو ډلې يو د بل سره زياتې ندي تنظيم. خو د قبايلي سيمو څخه ليري د پاکستان په زړه کي بعضي بريدونه د پاکستاني طالبانو دا وړتيا هم ښيي چي دوی گډ کار کولای سي.

د 2009م مېلادي کال راهيسي د پاکستاني طالبانو مشري د حکيم الله محسود په غاړه ده چي د شمالي وزيرستان څخه د پاکستاني پوځ په وړاندي جنگيږي. خو د پاکستان پوځ چي د خپل هيواد د داخلي او بهرني سياست پخپله پر مخ بيايي د يوې ستونزې سره مخامخ دی. که له يوې خوا د پاکستان پوځ د ستراتيژيکو ملگرو په توگه د افغانستان د طالبانو دلاسه ورکول نه غواړي نه له بلې خوا د خپل هيواد دننه د اورپکو له منځه وړل غواړي. له بلې خوا په ټوليزه توگه دغه هيواد پدې کي پاته راغلی چي په قبايلي سيمو کي د پرمختگ او تعليم لپاره کار وکړي. د قبايلي سيمي ځوانانو ته پرته د ديني سخت دريځۍ بله لاره نه وي پاته چي له امله يې گڼ شمېر دغه ځوانان د طالبانو په بېلا بيلو ډلو کي غړيتوب اخلي. دغه کار د القايدې ډېر په گټه دی ولي چي القايده مجبوره نده چي په عربي هيوادونو پر ځوانانو اکتفا وکړي. القايده په پاکستان کي دننه د بدلون لپاره ږغونه کوي چي يو شمېر ځوانان ورباندي لبيک وايي.

زانډرا پېټرسمان / احمدولي اڅکزی
کتونکی: عبدالباري حکيم