1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر دشت ارچي څوک کنترول لري؛ طالبان که حکومت

محمد کریم صالح۱۳۹۵ مرداد ۱, جمعه

د کندز ولایت امنیتي چارواکي وایي چې طالبان د دغه ولایت له دشت ارچي او قلعه ذال له ولسوالیو څخه پر شا تنبول شوي دي خو ځایي اوسیدونکي بیا وایي چې همدا اوس طالبان د ولسوالیو په مرکز کې له حکومت سره په جګړه بوخت دي.

https://p.dw.com/p/1JUHR
Afghanistan Kundus Flughafen ANA Kämpfer
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

له پنځو ورځو راهیسي طالبانو د کندز پر قلعه زال ولسوالۍ باندې خپل بریدونه پیل کړل او د پنجشنبې په ورځ داسې رپوټونه ورکړل شول چې دغه ولسوالۍ طالبانو نیولي او دغه راز له قلعه زال وروسته د کندز بله ولسوالۍ دشت ارچې، هم د طالبانو لاس ته لویدلې ده.

خو د کندز د امنیې قوماندان جنرال محمد قسیم جنګل باغ، وویل چې د دواړو ولسوالیو مرکزونه د حکومتي ځواکونو په کنترول کې دي او دا چې طالبانو ته یې په دواړو ولسوالیو کې درنه مرګ هم اړولې ده.

هغه وویل: «زه په دشت ارچي کې وم. یوازې یو ساعت مخکې راغلم. زموږ ځواکونه په ولسوالۍ کې ځای پر ځای دي. ولسوالۍ زموږ په لاس کې ده.»

دغه دولتي چارواکي ټینګار وکړ چې طالبانو یوازې د «مومن» په نوم یو پل نیولی وو خو اوس هم قلعه زال او هم دشت ارچي ولسوالۍ د دولتي ځواکونو په کنترول کې دي.

جنګل باغ زیاته کړه چې طالبانو دغه حملې د خپل «عمري» په نوم عملیاتو په دوام ترسره کړي چې د اطلاعاتو له مخې په کې د چیچنیایان، ازبکان او تاجکان په شمول بهرنیان هم ښکیل دي.

د کندز امنیه قوماندان وویل چې په دغو جګړو کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتي خو په جګړه کې یې د طالبانو د تلفاتو په اړه وویل: «په دشت ارچي کې شاوخوا پنځه دیرش تنه وژل شوي او لس تنه نور ټپیان دي. د قلعه زال په څلور، پنځه ورځنۍ جګړه کې دښمن ۶۳ تنه تلفات لري.»

د کندز د امنیې قوماندان په حواله په دغو جګړو کې دوه تنه پولیس وژل شوي او اته تنه نور ټپیان دي.

«د کندز د ناامني لامل د حکومت کمه توجه ده»

د قلعه زال ولسوالۍ ځایی اوسیدونکي بیا د چارواکو خبرې ردوي. د دغې ولسوالۍ اوسیدونکي حاجی محمد حسن، دویچه ویله ته وویل چې همدا اوس د ولسوالۍ د چوک یوې غاړي ته طالبان او بل لور ته امنیتي ځواکونه پراته دي او پر یو بل ډزي کوي:«د قلعه زال وضعیت خراب دی، جګړه د قومندانۍ تعمیر او ولسوالۍ تعمیر په منځ کې ده. یو طرف ته یې د طالبانو خط دی بل طرف ته یې د حکومت خط دی. جنګ روان دی.»

د حاجي محمد حسن په خبره جګړې ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده: «زموږ یو همسایه شهید شوی. یوه ښځه زخمې شوې. د جبار په نوم یو کس یو پښه قطع شوې ده. د ملکي خلکو مال او مواشي تلف شوي دي.»

«حکومت کندز هیر کړی دی»

د کندز د ولایتي شورا غړی توریال کاکړ، دویچه ویله ته وویل چې د قلعه زال ولسوالۍ ته تازه دمي امنیتي ځواکونه رسیدلي چې دمګړۍ ولسوالۍ ته نژدې په دښته کې میشت دي.

کاکړ د کندز د ناامنیو اصلي لامل د طالبانو ځواکمنتیا نه بلکه کندز ته د مرکزي حکومت نه پاملرنه ګڼي: «مخالفین خو دومره نه دي خو مورال زموږ د حکومتیانو ضعیفه دی. مرکزي حکومت څو ځلې له موږ سره ژمنې کړې دي. له جمهور رییس او اجراییه وي رییس نیولې، بیا د دفاع او د کورنیو چارو وزیر پورې، ټول کندز ته راغلي وو او ویل یې چې په یوې میاشت کې به د کندز ولایت تصفیه کړي خو دا دی یو کال وشو. مرکزي حکومت کندز له یاده ایستلی دی.

تیر کال طالبانو د یوې لنډې مودې له پاره د کندز ولایت د مرکز کنترول په لاس کې نیولی وو. انځورونه یې لاندې وګورئ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب