1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر لارویانو باندي موټريز يرغل، تورنتو ولړزوله

۱۳۹۷ اردیبهشت ۴, سه‌شنبه

د کاناډا په ستر ښار کي غمجن حالت: د ښار په یوه گڼه گوڼه سیمه کي یو موټر په چټکۍ سره پر پیاده رو او سړک باندي روانو انسانانو ختلی او لس کسان يې وژلي دي. د موټروان ددغه کار اصلي علت تر اوسه پوري لا معلوم نه دی.

https://p.dw.com/p/2wXlj
Kanada Wagen rast in Menschen auf einer Kreuzung in Toronto
انځور: picture-alliance/AP Photo/The Canadian Press/A. V. Elkaim

یو عیني شاهد وايي «زه په موټر کي ناست وم چي دفعتاً یو سپین موټر د سړک پر پیاده رو باندي روان کسانو وختي او هغوی یې ټوټه ټوټه کړل. ځیني لارویان له مځکي څخه هوا ته پورته کیدل.

د رسنیو د رپوټونو په حواله، موټروان په خپل کرایه کړی موټر کي څه د پاسه دوه کیلومتره لار ووهله. د کاناډا پولیسو دا خبره تائيد کړې ده چي په دې پیښه کي لس کسان وژل سوي او ۱۵ نور ټپیان سوي دي. د هغوی په خبره موټروان نیول سوی دی.

آیا دا یو ترهگریز عمل وو؟

د چارواکو په حواله یو ۲۵ کلن ځوان د موټر پر شترینگ ناست وو چي نوم یې «الیک. اِم» ښودل سوی دی. پولیسو په خپلو لومړنیو پلټنو کي ویلي دي چي هغه قصداً دا کار کړی دی. په امنیتي کړیو کي ویل کیږي چي د یوه ترهگر برید خبره هم له امکانه لیري نه بریښي، خو هغه په کومي وسله والي ډلې پوري تړلی نه دی بلل سوی.

Kanada Wagen rast in Menschen auf einer Kreuzung in Toronto
د برید موټرانځور: picture-alliance/AP Photo/The Canadian Press/F. Gunn

د تورنتو ښاروال جان توري ویلي دي چي حالت په کنترول کي راوستل سوی او په ښار کي ډاډمنتیا خپره ده. پولیسو شمالي ښار «نورد یارک »ته لار تړلې او مترو هم په ټپه دریدلې ده.

یو وحشتناک جنایت

په تورنتو کي د یکشنبې او دوشنبه په ورځ د «جي۷ غونډه» چي پکښي د جرمني د بهرنيو چارو وزیر هایکو ماس هم گډون کړی وو، تر سره سوې وه. نوموړي د دغه برید په اړه خپله سخته اندیښنه ښوولې او دا کار یې یو وحشتناک جنایت بللی دی.

ماس په خپل تویتر کي لیکلي دي چي «دې کار موږ سخت خواشيني کړي یو او د خپلو کاناډايي ملگرو شاته ولاړ يوو.»