1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

پر کانتيننتال هوټل د برید د قربانیانو شمیر لوړ شوی

۱۳۹۶ بهمن ۲, دوشنبه

د کابل پر انتر کانتيننتال هوټل باندې د طالبانو په برید کې افغان چارواکي اوس د ۲۲ تنو وژل کیدل تائیدوي. د فرانس پرس خبري آژانس د رپوټ له مخې په دې هکله اندیښنې مخ پر زیاتیدو دي چې ښایي له بریدګرو سره له دننه مرسته شوي وي.

https://p.dw.com/p/2rH8Y
Afghanistan Angriff auf Intercontinental Hotel in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې چاوراکي خبرداری ورکوي چې په دې هکله لا هم څیړنې کوي چې برید کوونکي څرنګه په دې وتوانیدل چې د هوټل دننه ته ولاړ شي. د رپوټ له مخې درې اوونۍ تر مخه د کابل د انتر کانتیننتال هوټل امنیتي چاري یوې شخصي امنیتي کمپنۍ ته سپارل شوې وې.

ویل شوي دي چې د شنبې په شپه د دغه برید تر پیلیدو وروسته د هوټل میلمنو د دغه شپږ پوړیزې ودانۍ تر پایو او هوټل په خونو کې ځانونه پټول. ځینو کسانو د هوټل د لوړو پوړونو له بالکونونو څخه د روی جای ګانو او څادرونو په واسطه د تيښتې هڅه کوله.

دغه برید تر ۱۲ ساعته زیات دوام وروسته د یکشنبې په ورځ د افغان ځواکونو له لوري د شپږو یاغیانو په وژلو سره پای ته ورسید. په دغو عملیاتو کې نارویژي ځواکونو هم له افغان ځواکونو سره مرسته کړې ده.

په دغه بريد کي یوه آلمانۍ وګړې هم وژل شوې ده. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت هم دغه خبر تائید کړی دی.

د شیلتر ناوو موسسې مشر اودو شتولته، له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلی دي: «هغه زموږ کارکوونکي نه وه، بلکې له یوه بل سازمان سره یې کار کاوه. موږ له یو او بل سره  پيژندل. هغه ډله آلمان چې هلته له اوږدې مودې راهیسې کار کوي ډیر نه دي او سړی یو بل سره پيژني.»

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح، ویلي دي چې اوس ټول ۲۲ جسدونه د کابل روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

د هغه په خبره: «ځینې جسدونه ډیر سوځیدلي دي او د شناخت له پاره د ډي ان اې، تیست ته اړتیا ده.» د قربانیانو په ډله کې شپږ اوکرایني اتباع هم شامل دي. دغه خبره د نوموړي هیواد د بهرنیو چارو وزارت تائید کړې ده.

تر دې دمخه افغان چارواکو د وژل شوو کسانو شمیر ۱۸ تنه ښوولی وو چې ۱۴ تنه یې بهرنیان یاد کړي وو. د نوموړي خبري آژانس په حواله چارواکي په سترو حملو کې د مرګ ژوبلې کچه ټیټه ښيي. خو ځایي رسنۍ آن تر ۴۰ کسانو د وژل کیدو رپوټونه ورکوي.

د هوټل یوه کارکونکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې هغه دوه برید کوونکي چې «فیشني کالي» یې اغوستي وو د برید تر پیلیدو د مخه د هوټل په رستورانت کې ولیدل.

دغه شل کلن کارکوونکی چې خپل نوم یې حسیب الله، ښوولی نوموړي خبري آژانس ته ویلي دي: «د ماښام شا او خوا اته نیمي بجې وي... هغوی د هوټل په یوه کونج کې ناست ول او ناڅاپي یې هر لور ته ډزې پیل کړې.» حسیب الله بیا وروسته په پنځم پوړ کې ځان په یوه خونه کې بند کړی دی.

د حسیب الله په خبره وسله وال به له یوې دروازې بلې ته تلل دروازې به یې په چړو پرانیستلې «او هر څوک به یې ویشته». د نوموړي په خبره برید کوونکو د بهرنیانو پوښتنه کوله خو افغانان هم مبرا نه ول.

حسیب الله ځان له کړکۍ راغورځولی. هغه وایي: «زه پر هغو خلکو راولویدم چې په وینو ککړ وو...دا ډیر وحشتناک حالت وو.» هغه د بې هوښۍ په حالت کې روغتون ته وړل شوی او کله چې په هوښ راغی نو یوه پښه یې ماته وه او نور هم ټپي شوی وو. حسیب الله د فرانسې خبري آژانس ته د برید کوونکو په هکله ویلي: «موږ په دې باور یو چې هغوی له مخکې دننه ول.»

د یکشنبې په ورځ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند وویل چې ځینې داسې شواهد شته چې برید کوونکو لا تر مخه په ودانۍ کې ول.

د دغه وزارت یوه بل ویاند نصرت رحیمي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې په دې هکله څه ویل لا وختي وي چې یاغیانو له دننه څخه مرسته تر لاسه کړې ده. د هغه په خبره په دې هکله څیړني روانې دي. زیاته شوې ده چې یاغیان په ځانمرګي واسکټونو، تفنګچو، لاسي بمونو او کلاشنکوفونو سمبال ول.

د برید تر مخه په وروستیو ورځو کې په ځانګړې توګه بهرنیانو ته خبرداری ورکړل شوی وو چې له هوټلونو ډډه وکړي.

زموږ له آرشیف څخه: