1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

يمن، کورنۍ جګړه، ملګري ملتونه

آژانسونه۱۳۹۴ آذر ۲۸, شنبه

سره له دې چې په سویس کې د سولې خبرې اترې دوام لري، د یمن په بحراني سیمو کې د نوو نښتو رپوټونه ورکول کیږي. ویل کیږي چې حکومتي ځمکني ځواکونه د پرمختگ په حال کې دي.

https://p.dw.com/p/1HQMt
انځور: Reuters/K. Abdullah

په یمن کې د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي اسماعیل شیخ احمد، د اوربند ماتیدو اړوند د ډیر شمیر رپوټونو په هلکه اندیښنه ښودلې. هغه له ښکیلو اړخونو غوښتي دي چې موافقه شوی اوربند مراعات کړي او هغو سیمو ته چې د جگړو له امله زیانمنې شوي دي د بشري مرستو رسیدو ته اجازه ورکړي.

د یمن حکومت او د حوثي یاغیانو استازو په سویس کې د خبرو اترو په څلورمه ورځ هوکړه وکړه چې هغه اوربند به مراعتوي چې د سه شنبې په ورځ (د دسامبر ۱۵مه نېټه) پرې موافقه شوې وه. خبرې اترې به نن د شنبې په ورځ په برن ښار دوام ولري. دا په داسې حال کې ده چې د یمن د حکومت استازي په دغو خبرو اترو کې گډون نه لري.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما هم د اوربند پر مراعاتولو ټینگار وکړ، څو په دې توگه په دغه هیواد کې د شخړو د ډیریدو مخه ونیول شي. د سپينې ماڼۍ د څرگندونو له مخې، اوباما د ابوظبي د شاهي کورنۍ یو غړي شیخ منصور بن سید النحیان سره په تلیفوني خبرو اترو کې وویل چې ښکیلې خواوې باید د یوه دیپلوماتیک حل لارې په هڅه کې وي.

د یو شمیر ښارونو دوباره نیول

د رپوټونو له مخې حکومتي سرتیرو په ۲۴ ساعتونو کې دوه ښارونه بیرته نیولي دي. د پوځ د یوه ویاند د څرگندونو له مخې ډیر شمیر یاغیان وژل شوي دي. متحدو ځواکونو لومړی د حرض او وروسته بیا د جوف ایالت په مرکز حسم ښار کې پرمختگ کړی دی.

د ملگرو ملتونو د رپوټ له مخې په یمن کې د شعیه حوثي یاغیانو او حکومتي ځواکونو تر منځ په نښتو کې تر اوسه پورې ۵۸۰۰ انسانان وژل شوې دي چې نږدې نیمایې یې ملکي وگړي ول.

سعودي عربستان د مارچ میاشتې راهیسې په دغه جگړه کې شامل شوی او د یاغیانو پر وړاندي د پوځي ائتلاف مشري په غاړه لري. په دې جگړه کې د حوثي یاغیانو پر مرکزونو هوایې بریدونه شوي دي.

حوثي یاغیان ادعا کوي چې په هیواد کې د مالي فساد او القاعدې شبکې د پراخوالي پر ضد مبارزه کوي. د حکومت ملاتړ کوونکی نظامي اتحاد بیا وایې چې د ایران شعیه رژیم په دغه هیواد کې د خپل نفوذ د پراخولو له پاره مداخله کوي.

د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي د فبروري په میاشت کې له پلازمېنې صنعا څخه سویلي ښار عدن ته تیښته وکړه. کله چې د مارچ په میاشت کې یاغیانو په عدن کې پرمختگ وکړ، هادي سعودي عربستان ته فرار وکړ او له دغه هیواد څخه یې د مرستې غوښتنه وکړه. یاغیان تر اوسه پورې صنعا او د یمن ځنې نورې سیمې تر خپل کنترول لاندی لري.