1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پرتګال او د زړو د بې سوادۍ ستونزه

۱۳۹۶ اسفند ۲۶, شنبه

پرتګال په غربي اروپا کې تر ټولو لوړه د بې سوادۍ کچه لري چې له پنځو فيصدو څخه هم اوړي. علت يې دا دی چې مکتب ته د تللو مکلفيت ډېر ناوخته يعنې په ۱۹۵۶ کال کې د هلکانو او په ۱۹۶۰ کال کې ايله د نجونو له پاره پلی شوی دی.

https://p.dw.com/p/2uVGt
Portugal Rentnerproteste Angelica Canelo
انځور: DW/T. Wagner

د پرتګال، ايوارا ښار ته نژدې، په يوه کلي کې تر ټولو زيات بې سواده کسان اوسيږي چې لويه برخه يې ښځې دي. يوه يې سېزاريا پېنکاس ده چې په خپل سالون کې په يوه سند پسې ګرځي. هغه د پرتګال په جنوب کې د الېنتېخو په سيمه کې اوسيږي. دغه ۸۶ کلنه ښځه يوازې ده چې مېړه او زوی يې لا پخوا مړه شوي دي. خور يې هم يو کال مخکې مړه شوه. دغه ښځه وايي چې هغه خورا د تنهايۍ احساس کوي او دا چې ژوند يې ډېر سخت تېر شوی دی. لږ وخت وروسته هغه په يوه راوک کې هغه سند پيدا کوي چې ورپسې ګرځېدلې وه، يعنې د زړو خلکو له پاره د ليک لوست د يوه کورس تصديق. هغې د دغه کورس د طريقه لوستل زده کړي دي. مېرمن پينکاس وايي:

«يو څو مياشتې اول صنف ته تللې يم، خو په هغه وخت کې د مکتب عمومي مکلفيت لا نه و. کله چې مې مور او پلار په لوونو کې د مرسته کوونکو په توګه استخدام شول، بايد زه په کور کې پاته شوې وای څو خپلو خويندو او ورونو ته وګورم. پخوا همدغسې دود و. زه تر ټولو مشره وم. په ديارلس کلنۍ کې مې بيا خپله په پټو کې کار شروع کړ.»

ځوانان زړو ته ليک لوست ورښيي

سېزاريا پېنکاس ايله په اويا کلنۍ کې الفبا زده کړه، وروسته له هغه چې د هغې په کلي کې د پوهنتون يوه ښوونکي يوه کلتوري ټولنه تاسيس کړه څو زړو خلکو ته سواد ورزده کړي. د دغې کلتوري ټولنې مقر چې يو عادي کور دی، د مېرمن پېنکاس له مېنې څخه يوازې سل متره فاصله لري. ښوونکې يې صوفيه پاچېکو نوميږي چې د ايوارا په ښار کې ژوند کوي. هغه په اوونۍ کې يو وار خپل پخواني کلي ته راځي څو د کورس مشري وکړي:

«زموږ له کلي څخه ډېرو خلکو دلته په لومړي ځل د خپل نوم ليکل زده کړي دي. عمرونه يې له ۶۰ او اوياو څخه زيات وو. هغوی بايد تل خپل زوی يا کوم بل څوک له ځانه سره بيولای وای څو په بانک کې ورته چک لاسليک کړي او د تقاعد پيسې په لاس وروړي. اوس هغوی خپلواکه شوي دي او هر څه خپله کولای شي بې له دې چې له چا څخه مرسته وغواړي.»

دغه ۲۴ کلنه ځوانه ښځه اوس په لوړ آواز د يوه کاغذ له مخې لغتونه لولي چې مشرې ښځې يې بايد وليکي. سېزاريا پېنکاس ځينې لغتونه غلط ليکي، خو دلته د خپلو ملګرو په ډله کې يې همېشه ښه ساعت تېر وي. ورپسې هغه خپلې ښوونکې ته داسې يو خط لولي چې د هغې د ستاينې په مقصد يې ليکلی دی. صوفيه پاچېکو دغه کار ته خوشحاليږي او بيا کيسه کوي چې حاضرې متقاعدې ښځې يوې بلې پروژې ته هم آمادګي نيسي:

«موږ غواړو چې د بېلو نسلونو تر منځ سرحدونه له منځه يوسو. اوس په ليسبون کې د دريم ټولګي له شاګردانو سره خطونه تبادله کوو. هغوی په يوه ښار کې اوسيږي او موږ دلته په اطرافو کې مېشت يو. د دغو تفاوتونو په هکله يو بل ته معلومات ورکوو. زموږ خاضرې مېرمنې دلته غواړي دا کيسه هم ورته وکړي چې د دوی په ماشومتوب او پېغلتوب کې وضع څنګه وه. دغه ټول معلومات په يوه خط کې سره راغونډوو چې غواړو زده کوونکو ته يې ورولېږو.»

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (04.05.2017):