1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې کم مهاجر د کرایي کورونو لیدو ته بلل کیږي

۱۳۹۶ تیر ۱, پنجشنبه

د آلمانيانو په پرتله ډېر کم د کرايي کور لټوونکي غېر آلمانان د کرايي کور ليدلو ته دعوت کيږي. په دې تړاو د آلمان دوو رسنيو پلټنه کړې ده. په زياته په مونشن ښار کي د آلمانيانو او غېر آلمانيانو تر منځ ډېر زيات فرق کيږي.

https://p.dw.com/p/2fCPt
Wohnungsbesichtigung
انځور: picture-alliance/dpa/R. Hackenberg

د آلمان د «بايريشه روند فونک» او «شپيګل» رسنيو په دغه هيواد کي د کرايي اپارتمانونو په بازار کي يوه پلټنه کړې ده. په دې ترڅ کي یادو رسنيو د کمپيوتري پروګرامونو په مرسته په ټول آلمان کي د کرايي اپارتمانونو اعلانونو ته ۲۰ زره غوښتنليکونه د مجازي اشخاصو او مجازي نومونو له خوا لېږلي. د دغو غوښتنليکونو متن تقريبا يو شان وو خو صرف د مجازي کرايي کور لټوونکو نومونه بېل ول. يو ډول نومونه داسي ټاکل سوي چي ورڅخه څرګنديږي چي آلماني تخصلونه دي او پر بل اړخ بعضي غوښتنليکونه له داسي نومونو سره لېږدول سوي چي ورڅخه څرګنديږي چي آلماني نومونه نه دي.

د بېلګي په توګه د مجازي بهرني غوښتنليک لېږونکو له پاره داسي نومونه لکه اسمعيل حميد، آيلين ديميرچي يا ميکولای يانوفسکي کارول سوي چي پر عربي، ترکي يا پولنډي شاليد دلالت کوي.

د لېږدول سوو ۲۰ زرو غوښتنليکونو په جواب کي ژورنالستانو ۸ زره جوابونه تر لاسه کړي. له دغو جوابونو څخه روښانه سوې چي هغه کرايي اپارتمان لټوونکي چي عربي يا ترکي نومانو ته ورته نومان لري، د هغوی د اپارتمان تر لاسه کولو چانسونه ښکاره کم دي. په دې ترڅ کي له دغو کسانو څخه څلورمه برخه يې حتی د اپارتمان ليدلو ته نه دي دعوت کړل سوي خو د همدغو اپارتمانونو له پاره هغو کسانو ته د ليدنې دعوت سوی چي آلماني نومان يې درلودل.

په مونشن کي تر ټولو زيات فرق

د غوښتنليکونو جوابونو ښودلې چي د اپارتمانونو خصوصي مالکان د شرکتونو په پرتله د بهرنيانو په وړاندي له زيات تبعيض څخه کار اخلي. د دغې پلټنې تر سره کوونکو ژورنالستانو ويلي چي ښايي د دې وجه دا وي چي خصوصي مالکان په پرتله د کور د ليدلو له پاره کم ډليز د ليدنې مواقع وړاندي کوي، بلکه هغوی له اول سر څخه لا زيات چاڼ کوي.

دغې پلټنې ښودلې چي په زياته بيا د مونشن په ښار کي د آلماني او غېر آلماني اپارتمان لټونکو تر منځ زيات توپير کيږي. د پلټنې د پايلي له مخي په دغه ښار کي د خارجي نومونو لرونکو چانسونه چي د کور ليدلو ته دعوت کړل سي، تر آلمانيانو ۵۰ سلنه کم دي. د فرانکفورټ په ښار کي د کرايي اپارتمانونو کمښت هم مهاجر او کډوال د لويو ننګونو سره مخامخ کوي، کله چي هغوی د کرايي کور په تلاښ وي. د آلمان په ماګدېبورګ او لايپڅيګ ښارونو کي بيا د آلمانيانو او غېر آلمانيانو تر منځ ياد توپير تر ټولو کم دی.

د آلمان د عدلي چارو وزير هايکو ماس د دغه پلټنې د نتايجو د خپرېدو په غبرګون کي ويلي دي چي «هيڅوک بايد صرف د خپل نوم له کبله د کرايي اپارتمانونو د تلاښ پر وخت د تبعيض سره مخامخ نه سي.» د هغه په وينا که يو څوک د خپلو اټکل سوو ريښو له کبله له اول سر څخه لا له ليسټ څخه ليري کړل کيږي، نو دا د قانون پر ضد يو عمل او تبعيض دی.