1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنتاگون: پاکستان دوه مخی سياست چلوي

۱۳۹۱ آذر ۲۱, سه‌شنبه

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت په خپل یوه تازه راپور کې ویلي دي، چې له پاکستان سره د اړیکو پر ښه کیدو سربیره هم دغه هیواد یاغیانو ته پټنځایونه برابروي چې په افغانستان کې د امنیتې وضعې د خرابیدو لامل گرځي.

https://p.dw.com/p/16zmZ
Blick auf das fünfeckige Gebäude des US-amerikanischen Verteidigungsministeriums am Pontomac-Fluß in Arlington (US-Bundesstaat Virginia). Im Hintergrund der weiße Obelisk des Washington Monuments in Washington (Luftaufnahme vom 22.4.1986). In den USA hat sich am 11.9.2001 eine Serie von verheerenden Terrorangriffen ereignet. Zunächst rasten innerhalb von 18 Minuten zwei Flugzeuge ins World Trade Center in New York. Die USA gehen davon aus, dass Terroristen dafür verantwortlich sind. Tausende Menschen sollen verletzt worden sein. Wenig später stürzte nach CNN-Angaben auch ein Flugzeug oder Hubschrauber auf das US-Verteidigungsministerium in Washington.
Pentagon Verteidigungsministerium USAانځور: picture-alliance/dpa

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت دغه رپوټ چې په هرو شپږو میاشتو کې د کانگریس له پاره چمتو کیږي راغلي دي، چې د متحده ایالاتو ۶۸ زره سرتیري او متحدین یې په افغانستان کې په دې توانیدلي دي چې په ځاني تلفاتو کې کموالی رامنځته کړي او د طالبانو د پرمختگ مخه ونيسي.

پینتاگون په خپل دغه رپوټ کې ویلي دي، چې په پاکستان کي د افغانستان سرحد ته نژدې د طالبانو پټنځایونه، د افغان حکومت محدود امکانات او په دغه هیواد کې «حاکم فساد» په داسي وخت کې تر ټولو ستر گواښونه دي، چې متحده ایالات د ۲۰۱۴م کال تر پایه د خپلو ځواکونو راایستلو ته چمتو والی نیسي.

د پینتاگون په دغه رپوټ کې دا خبره تائید شوې ده، چې د متحده ایالاتو اړیکي له پاکستان سره ښې شوي دي. پاکستان د روان کال د جولای په میاشت کې د ناټو د اکمالاتي لاري له پرانیستو سره موافقه وکړه.

پاکستان د ناټو د اکمالاتي کتارونو پر مخ له هغه وروسته خپل سرحد وتاړه، چې د ۲۰۱۱کال د نومبر په میاشت کې د ناټو په یوه هوایي برید کې ۲۴ تنه پاکستاني سرتیري ووژل شول.

دغه رپوټ وړاندي کاږي: «په دې ترتیب پاکستان د یاغیانو د پټنځایونو قبلولو ته ادامه ورکړې او په دې کې پاته راغلی دی، چې د چاودیدونکو توکو د انتقال مخه ونیسي، چې افغانستان له گواښ سره مخامخ کوي او پر دې سربیره د امريکا د پوځ، متحدینو او افغان ځواکونو له پاره یو دایمې خطر رامنځته کوي.»

دغه راپور چې له اپریل مياشتي څخه تر سپمتبر مياشتي پوري يې پرمختگونه بررسي کړي دي پکښې راغلي دي، چې پاکستان: «د متحده ایالاتو د گټو په تأمین کې مرسته کړې ده، خو په نورو برخو کې یې کوتاهي هم کړې ده.»

د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې پرمختگ

پینتاگون په همدې ترتیب په خپل دغه رپوټ کې لیکلي دي، چې د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې هم یو څه پرمختگ راغلی دی. خو په نزدې وختونو کې یو ځل بیا افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي دي، چې په تیره اوونۍ کې د افغانستان د ملي امنیت پر رئیس تر سره شوی برید په پاکستان کې پلان شوی وو. پاکستان د کرزي دغه ادعا رد کړې ده.

یو شمېر کارپوهان په دې آند دي، چې پاکستان په دې هڅه کې دی چې له طالب جنگیالیو سره نږدې اړیکي ولري، چي د ناټو تر وتلو وروسته په افغانستان کې خپل نفوذ وساتي.

د پینتاگون په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د ۲۰۱۱کال له اپریل مياشتي څخه تر سپتمبر مياشتي پوري د «دښمن په بریدونو» کې یوه سلنه ډیروالی راغلی دی. خو د دفاع وزرات د دې دلیل د کوکنارو د حاصل د ټولو وخت بللی دی چې طالبان د یوه څه وخت له پاره مشغول ساتي.

د دغه راپور پر اساس «اوس د دښمن بریدونه د گڼه گوڼې له ځایونو څخه د باندي تر سره کیږي او د افغانستان د ډیرو لویو ښارونو په امنیت کې په دغه دوره کې (د ۲۰۱۱کال د اپریل څخه تر دسمبر میاشتې پوري) ښه والی راغلی دی.» خو سره له دې هم د پینتاگون ارقام ښیي چې د ۲۰۰۹کال په پرتله د «دښمن په بریدونو» کې ډیروالی راغلی دی.

په دغه کال کي د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د پوځونو د ډیرولو امر کړی وو او د دغه ۳۳ زره اضافي سرتیرو وروستي کسان د روان کال د سپتمبر په میاشت کې له افغانستانه ووتل.

نظر پوښتنو ښوولې ده چې ډیری امریکایان په دې نظر دي چي هغه جگړه چي د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د يوولمسي نېټې تر پيښي وروسته په افغانستان کي د طالبانو او القاعدې د راپرځولو پر وړاندي پيل سوې ده بايد ختمه شي.

د پینتاگون دغه رپوټ وړاندي کاږي چې افغان امنیتي ځواکونو د هیواد د ډیرو سیمو امنیتي مسئولیت پر غاړه اخیستی دی او په دې برخه کې یې د پام وړ لاس ته راوړنې لرلي دي. خو متحده ایالاتو پر دې خبره اعتراف کړی دی، چې د افغانستان په ملي اردو کې د لوژیستک، مدیریت او همداشان د فساد او رشوت پر ضد مبارزه کې ځیني نیمگړتیاوي موجودي دي.

دغه رپوټ د ناټو یا پر افغان ځواکونو د داخلي بریدونو ۶۶ پیښې ثبت کړي دي چې د تیر کال په پرتله ۴۳ سلنه لوړوالی ښیي. خو د متحده ایالاتو د دفاع وزرات ویلي دي چې هیله مند دي چې نوي لازم تدابیر به د دغه گواښ کچه راکمه کړي.

پنتاگون په افغانستان کې د ملکي مرگ ژوبلې د کچي د راکښته کېدو په اړه مثبت نظر ورکړی دی. د دغه راپور پر اساس د ملکي کسانو د مرگ ژوبلې له پاره چې ناټو گرم گڼل کیده، په دغه کچه کې د تیر کال په پرتله ۳۵ سلنه کموالی راغلی دی، او په عین وخت کې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلې له پاره چې وسله وال گرم گڼل کیږي پکښې ډیروالی راغلی دی.

فرانس پرېس/ سید ریاض
کتونکی: نجيب الله زيارمل