1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د ترهګرۍ ضد نویو تدابیر وړاندیز

آژانسونه۱۳۹۵ مرداد ۲۰, چهارشنبه

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر، غواړي چې په راتلونکي کال کې تر ټاکنو مخکې د ترهګرۍ ضد اقداماتو یوه بسته وړاندیز او عملي کړي. په دغو اقداماتو کې د برقی منع کیدل هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/1Jf6t
Thomas de Maiziere PK Bombenexplosion Ansbach
انځور: picture-alliance/dpa/M.Kappeler

د بیلد او کولنر شتات انڅایګه، آلماني ورڅپاڼو په حواله د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر، د تیرې پنجشنبې په ورځ غوښتنل چې د یو شمیر امنیتي اقداماتو یوه بسته معرفي کړي چې کیدای شي د آلمان د حکومتي ګوندونو ائتلاف یې د آلمان فدرالي شورا له تائید پرته عملي کړي.

د اطلاعاتو د خوندیتوب کمول

د کولنر شتات انڅایګه آلمانۍ ورڅپاڼې د اتحادي ګوندونو د یوه سیاستوال په نقل قول لیکلي دي چې د دیمیزیر پلانونه به عمده تاثیرات ولري.

«په آلمان کې د امنیت لوړولو» تر عنوان لاندې اقداماتو په دغه بسته کې د نورو تر څنګ د اطلاعاتو د خوندیتوب کمول شامل دي. دا په دې معنی چې امنیتي ادارې به د یوه کس شخصي معلوماتو ته لاسرسۍ ولري.

بلډ ورځپاڼې زیاته کړی ده چې بهرني خطرناک، مجرم او له آلمان څخه په اخراج مکلف شوي کسان کیدای شي ژر تر ژره له دغه هیواد څخه وایستل شي. د دې تر څنګ دیمیزیر غواړي هغه مهاجر چې «عامه امنیت ته خطر» پيښولی شي بیرته ستانه کړي.

د بیلد ورځپاڼې لیکلي دي چې د آلمان د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري له هغو کسانو څخه چې د خپل اخراخ مخالفت کوي، او یا هم په قصدي توګه له آلمان څخه په وتلو کې ځنډ کوي، په دې هیواد کې د پاتې کیدو حق واخلي.

د بیلد په حواله په قانون کې تغیرات به په بیړني توګه داکترانو ته دا امکان ورکړي چې پر وخت [د پیښې له رامنځته کیدو څخه مخکي] د خپل نارغ د پلان کړي جنایت په هکله چارواکو او مسئولینو ته خبر ورکړي.

د برقې ممانعت

د دیمیز ګوند او د هغه د متحد ګوند ایالتي وزیران غواړي پر دې سربیره نور اقدامات هم عملي کړي. دوی غواړي چې په آلمان کې د دوه تابعیته موضوع پای ته ورسوي ځکه چې دا په آلماني ټولنه کې د کډوالو د مدغم کیدو په برخه کې یو لوې خنډ بلل کیږي.

د «ریډیکسیون نټ ورکس دویچلند» ورځپاڼې په حواله د آلمان د کورنیو چارو وزیر غواړي چې په عامه ځایونو کې د مسلمانو ښځو پر برقې [هغه چادرۍ چې مخ او ټول بدن پرې پټیږي] اغوستلو بندیز ولګول شي.

همدارنګه د تندلارو سازمانونو له خوا د مسجدونو پر مالي تمویل به هم بندیز ولګول شي. د دغې ورځپاڼې په حواله د اقداماتو د دغه پکیټ یا بستۍ له پاره کیدای شي د آلمان فدرالي شورا تائید ته اړتیا وي.

نور مطالب:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل