1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د ترکیې په مرسته د امامانو روزنه پیل شوه

۱۳۹۸ دی ۲۵, چهارشنبه

په آلمان کې د مسلمانانو تر ټولو سترې ټولنې دیتیب په ایفل ښارګوټي کې د امامانو د روزنې پروګرام پیل کړ. تر اوسه پورې تر ډیره پورې دغه راز کسان له ترکیې څخه راتلل داسې یو اقدام چې آلماني سیاستوالو ورباندې انتقاد کاوه.

https://p.dw.com/p/3WEOr
Ditib Moschee Mörfelden Ausbildung zum Imam Lesung aus Koran
انځور: Imago Images/M. Schüler

په آلمان کې تر ډیرو انتقادونو وروسته، د مذهبي چارو ترکي انتستیوت یا دیتیب غواړي په راتلونکي کې خپل کارمندان د آلمان په داخل کې وروزي، څو د آلماني ژبې ویونکو امامانو، مبلغینو او د ټولنیزو روزونکو شمیر لا پسې ډیر کړي.

د آلمان په ډاهلم ښار کې د ایفل په سیمه کې یادې اسلامي ټولنې د امامانو د روزنې رسمي مرکز پرانیستی دی. یاد سازمان د تیر میلادي کال په اوړي کې د دغه راز یوه اقدام خبر ورکړی وو.

د دې مرکز د معلوماتو له مخې، د پوهنتون شاوخوا ۷۰ فارغین به د دیني مشرانو په توګه د دوو کلونو په موده کې ورزول شي. دغو کسانو تر دې وړاندې په ترکیه کې شرعیات لوستي دي او په آلمان کې یې رسمي آزموینې هم تیرې کړي دي.

تر اوسه پورې په آلمان کې د کلیساوو برعکس دغو اسلامي ټولنو د دې وړتیا نه درلوده چې خپل مذهبي مشران د آلمان په داخل کې وروزي. بل لوري ته له څو کلونو راهیسې، په آلماني پوهنتونونو کې د اسلامي زده کړو آسانتیاوې هم برابرې شوي دي خو بیا هم تر دې دمه پورې به مذهبي مشران له بهرنیو هیوادونو څخه آلمان ته رابلل کیدل.

DITIB-Zentralmoschee, Köln
انځور: picture-alliance/dpa/H. Ossinegr

پر دیتیب سازمان چې د ترکیې له حکومت سره نیږدې اړیکي لري، تر دې وړاندې سختې نیوکې کیدې. پر دغه مذهبي سازمان تورونه پورې کړل شوي چې په آلمان کې د ترکیې د حکومت د اغیز ډیرولو له پاره کار کوي او دا چې په آلمان کې د ترکي الاصله آلمانانو د ادغام پر وړاندې خنډونه جوړوي.

په ۲۰۱۶م کال کې د ترکیې تر ناکامې کودتا وروسته، په آلمان کې میشت د دیتیب اړوند ګڼ شمیر امامان د آلمان د استخباراتي سازمان تر څار لاندې ساتل کیدل. د آلمان سیاستوال له اوږدې مودې راهیسې پر دیتیب سازمان فشارونه واردوي څو له مالي، ساختاري او سیاسي اړخه له ترکیې څخه خپل ځان جلا کړي.

زموږ له آرشیف څخه: