1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي له ۸۲ زره څخه زيات پناه غوښتونکي رد شوی

۱۳۹۶ بهمن ۴, چهارشنبه

يوي آلماني رسنۍ د رپوټ له مخې له ۲۰۱۵ کال څخه د ۲۰۱۸ کال تر پيل پورې په ټوليزه توګه ۸۲ زره او ۳۵۸ افغان پناه غوښتونکي ردشوي

https://p.dw.com/p/2rS5G
Bundesamt für Migration und Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/D. Karmann

آلماني ورځپاڼې "دي ولت"  د آلمان د مهاجرت او پناه غوښتونکو فدرالي ادارې د ورکړل شویو ارقامو له مخې رپوټ ورکړې،چې د ۸۲ زره او ۳۵۸ د افغانو رد شویو پناه غوښتونکو سربيره د ۱۵ زره او ۲۹۰ پناه غوښتونکو دوسيې نورې ستونزي لري. په دی مانا چې دغه کسانو يا خپله پناه غوښتنه بیرته اخیستي او يا دا چې په آلمان کي له پناه غوښتنې وروسته نورو هيوادونو ته تللي.

په ۲۰۱۸ کال کې له آلمان څخه د افغانو پناه غوښتونکو لومړنې اخراج

د دغه رپوټ له مخې په داو طلبانه ډول بيرته ليږدولو کې د افغانو پناه غوښتونکو شمير کم شوې دې. د فدرال آلمان د مهاجرت او پناه غوښتونکو اداري د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۷ کال کې په ټوليزه توګه ۱۱۲۶افغان پناه غوښتونکي په داوطلبانه ډول بیرته خپل هيواد ته ورګرځيدل.

په ۲۰۱۶ کال کې ۳۳۰۰ کسان په خپله خوښه افغانستان ته بیرته تللي وو. د دغه  پناه غوښتونکو په منځ کې چې بیرته خپل هیواد ته ستانه شوی،يوازي هغه کسان نه ول چې د پناه غوښتنه يې رد شوې وه بلکي هغه افغانان هم ول چې په قانوني ډول، د کار کولو اوپه توریستې ويزې سره آلمان ته راغلي وو. .

اړونده موضوع: په آلمان کې له ۵۰ سلنه څخه زيات افغان پناه غوښتونکی په مسلکي کارونو بوخت دي 

برسيره پر دې په دغه رپوټ کې راغلي چې د هغه افغانو پناه غوښتونکو په منځ کې چې د آلمان په پريښودلو مکلف دي له ۱۱ زره او ۸۸۹ څخه،  د ۲۰۱۶ کال تر پايه پورې ۱۴ زره ته  او د ۲۰۱۷ کال تر پايه پورې يې  ۱۴ زره او ۴۱۶ ته يې شمير پورته  شوې دې.

 دغه کسانو کي ۱۰ زره او ۲۵۷ مهاجرو  "دلدونګ" ورقه  اخیستې،چې په موقعتي ډول اوسیدلې شي.  په دې مانا چې په اصل کې د آلمان څخه په وتلو مکلف دي،خو د هغه دلايلو له کبله چې روښانه نه دي، خپل هيواد ته  ورګرځيدل يې د نامعلومې مودې له پاره ممکن نه دي. دغه دلايل کيداي شي چې د هويت نه مشخص کيدل او يا ناروغي وي.

kna/hm/af/shh