1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د سلفیانو شمیر مخ پر ډیریدو دی

۱۳۹۶ آذر ۲۰, دوشنبه

د آلمان د داخلي استخباراتو سازمان اعلان کړی دی چې په دغه هیواد کې د سلفیانو شمیر د بل هر وخت په پرتله لوړ شوی دی. آلماني چارواکي خبرداری ورکوي چې د یوه کال مخکې په پرتله د دوی شمېر زيات سوی دی.

https://p.dw.com/p/2p7dC
Deutschland Kundgebung von Salafisten und Gegendemonstration | VERPIXELT
انځور: picture alliance/dpa/C. Jaspersen

د آلمان د داخلي امنیت سازمان مشر هانس ګئورګ ماسن، د یکشنبی په ورځ (د دسمبر میاشتې۱۰) وویل چې د سلفيانو ايديالوژي لرونکو افراطيانو شمیر د ۲۰۱۶ م کال دسمبر په میاشت کې ۹۷۰۰ تنو ته درسیدی چې دغه شمیر د ۲۰۱۷ م کال په دسمبر میاشت کې ۱۸۰۰ تنو ته لوړ شوی دی.

د آلمان د داخلي استخباراتو سازمان په حواله د سلفیانو د شمیر زیاتوالی د دوی د ایډیالوژۍ د جذابیت پر دوام دلالت کوي.

افراطي ډلې خپل د جلب و جذب لړۍ په خصوصي او کوچنیو حلقو کې پر مخ بیایې، چې دې کار پر دوی د څارنې بهیر لا پسې ستونزمن کړی او د آلمان د داخلي امنیت سازمان له پاره په يوې ننګونې اوښتی دی. په ځانګړي توګه د ښځو له خوا پر جوړو شویو شبکو نظارت ډیر مشکل شوی دی.

هانس ګئورګ ماسن ټینګار کوي چې سلفیان نور لکه د پخوا په څیر په سړکونو کې په ښکاره ډول قران کریم نه ویشي او پر سړکونو د خلکو جذبول، په جوماتونو کې د افراطیت خپرول او د لویو ډلو جوړول یې کم کړي دي. دوی په کوچنیو ډلو کې د انټرنټ په کچې فعاله دي.

Hans-Georg Maaßen PK Verfassungsschutz
د آلمان د داخلي امنیت سازمان مشر هانس ګئورګ ماسنانځور: picture-alliance/dpa/K.Nietfeld

د هغه په خبره سلفیان د «اسلام د پیغمبر او صحابه و د وخت اسلام» پلویان او له لویدیځې دیموکراسۍ سره مخالف دي. دوی جهادي ډلو د هغو له جملې څخه د داعش ترهګرې ډلې له پاره د جلب و جذب په خاطر ځوانانو ته تبلیغ کوي.

د آلمان د داخلي امنیت سازمان رئیس زیاتوي چې په اوس وخت کې پر قفقازي سلفیانو له چچن او شمالي قفقاز له سیمو څخه ډیره توجه کیږي، ځکه دوی په ښه ډول سازماندهي شوي، تاوتریخوالي ته اماده او په کافي اندازه د جګړې تجربه لري. دغه ډله پر خپل هیواد سربیره په سوريه او عراق کې هم جنګیدلې ده.

د آلماني چارواکو په حواله د شمالي قفقاز د سلفیانو ډلې یو ثابت او منظم جوړښت نه لري او شمیر یې هم ډیر نه دی. ډیري له دوی څخه د آلمان په براندنبورګ او برلين په ساحو کې فعاله دي، خو د نورد راین وستفالن، هامبورګ او بریمن په ایالتونو کې هم د دوی فعالیتونه لیدل شوي دی.

dpa,afp,Reuters(S.N/N.Z)

زموږ له ارشيف څخه: