1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د شکمنو افراطیانو پر ضد عملیات

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ مرداد ۲۰, چهارشنبه

د آلمان چارواکو ویلي دي چې پولیسو د چهارشنبې په ورځ د نورد راین ویست فالن ایالت په څو ښارونو کې د شکمنو افراطي اسلامپالو پر ضد عملیات ترسره کړي دي.

https://p.dw.com/p/1JfCM
Bundespolizei am Flughafen von München Bayern Bewaffnet
انځور: picture-alliance/dpa/M.Balk

د «ویست دویچه الګماینه» ورځپاڼې ویلي دي چې دغه عملیاتو د نورو ښارونو تر څنګ په دیوسبورګ او دورتموند کې ترسره شوي دي. ویل شوي دي چې د عملیاتو هدف د هغو واعظینو په نښه کول ول چې د سوریې جګړې ته د ځوانانو د استولو هڅه کوي.

د دغه ایالت د جنایي پولیسو یوه ویاند ویلي دي چې په دې اړه نور معلومات د ایالتي څارنوال دفتر ورکولای شي. خو دغې ادارې لا تر اوسه پورې د ترسره شویو عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

په آلمان کې د جولای میاشتې تر بریدونو وروسته امنیتي تدابیر سخت شوي دي. په دغه میاشت کې بریدونو ۱۵ کسان ووژل او ډیر نور یې ټپیان کړل. چارواکي وايي چې د جولای میاشتي دوو بریدکوونکو له داعش ترهګري ډلې سره اړیکې لرلې. دغه برید کوونکي د سوریې او افغانستان یا پاکستان وکړي ول.

له بلې خوا د آلمان د کورنیو چارو وزیر د پنجشنبې په ورځ د قوانینو یوه مصوده وړاندي کوي چې له مخې به يې اخراجونه ژر ترسره شوي او ډاکټران به د دې وړتیا ولري چې په ځینو مواردو کې د خپل ناروغ د ناوړه پلانونو په اړه دولت ته معلومات ور کړي.

نور مطالب:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل