1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې د پناه غوښتنې چارې شاوخوا ۱۱ مياشتې دوام کوي

۱۳۹۶ دی ۲۳, شنبه

په آلمان کې پناه غوښتونکي بايد خپلو د پناه غوښتنو په اړه تصميم نيونې ته په اوسط ډول ۱۱،۷ مياشتې انتظار وباسي. د آلمان د مهاجرت اداره د دغې مودې د اوږدوالي په اړه دوه لاملونه په ګوته کوي

https://p.dw.com/p/2qnC9
Bundesamt für Migration und Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/J. Stratenschulte

په آلمان کې د مهاجرو د پناه غوښتنې درخواستونو ته د رسيدګۍ موده په ۲۰۱۷ کال کې د ۲۰۱۶ کال په پرتله د پام وړ اوږده شوې ده. هغه وخت مهاجر اړ ول چې د پناه غوښتنو په اړه يې د اړونده چارواکو تصميم نيونې ته په اوسط ډول تر ۷،۱ مياشتې پورې انتظار وباسي. دغه مطلب آلمانۍ ورځپاڼې «نوير اوسنابريوکه څايتونګ» د آلمان د مهاجرت ادارې په حواله په خپل يو رپوت کې بيان کړی دی. په ۲۰۱۵ کال کې د مهاجرت له کړکيچ څخه راوروسته، د مهاجرو دوسيو ته د رسيدګي موده اوږده شوې ده، آن تر دې چې د ۲۰۱۷ کال په می مياشتې کې تر ۱۱،۱ مياشتې ته رسيدلې وه. په ۲۰۱۵ کال کې د يوه مهاجر دوسيې ته رسيدګي ۵،۲ مياشتې وخت نيوه.

په دې ترتيب، د دغه بهير اوږديدل د مهاجرو دوسيو د لا ډيريدو او د مواردو د پيچلي کيدو په توګه ياد شوي دي. د آلمان د مهاجرت ادارې (BAMF) ويلي دي: «درخواستونو ته د رسيدګۍ مودې د اوږديدو يو لامل، هغو مواردو ته رسيدګي او پای ورکول ده کوم چې د اوږدې مودې راهيسې رسيدګۍ ته د انتظار په حال کې پاتې شوي دي.» دغه امر يوازې د آمارو له مخې د پام وړ زياتيدو سبب واقع شوی دی. يادې ادارې همدا راز ويلي دي: « هغه پيچلي موارد چې څيړنو او يا هم طبي رپوټونو ته اړتيا لري، په طبيعي ډول ډير وخت نيسي.» د مهاجرت ادارې د معلوماتو له مخې، ډیری وخت د مهاجرو د دوسيو د څيړنو پر وخت داسې حالات رامخته کيږي چې مهاجر يا پاسپورت او يا هم نور اسناد په اختيار کې نه لري. د مهاجرت د ادارې په وينا، دغه ډول حالات په خپله د دې لامل واقع کيږي چې د مهاجرو درخواستونو ته رسيدګي ډير وخت ونيسي.
د بيلګې په توګه د نايجريا هيواد مهاجرو دوسيو ته رسيدګي (۱۴،۴مياشتې) او د سوماليايي مهاجرو دا بیا (۱۳،۶ مياشتې) دوام پیدا کوي. له بلې خوا، د آلمان د مهاجرت ادارې د هغو مهاجرو دوسيو څيړنې ته لمړيتوب ورکړی دی، کوم چې هيوادونه يې په کورنيو جګړو کې ښکيل دي. په دې اساس د سوريايي مهاجرو دوسيو ته رسيدګي ۷ مياشتي وخت نيسي. په همدې ترتيب د اريتريا هيواد مهاجرو درخواستونه ۸،۳ او د عراقي مهاجرو ۹،۱ مياشتې وخت نيسي. خو د مهاجرو دوسيو په اړه د څيړنې نوي سيستم له مخې، هغه درخواستونه چې په ۲۰۱۷ کال کې وړاندې شوي دي، د رسيدګۍ موده يې په اوسط ډول دوه مياشتې وخت نيسي.

د يادې آلمانۍ ورځپاڼې د ر پوت په حواله، که څه هم د آلمان د مهاجرت اداره، په ترکيه کې د ۲۰۱۶ کال د جولای مياشتې تر ناکامې کودتا وروسته، د ډیريو ترکانو د پناه غوښتنې ردوي خو بيا هم اکثرو ترکي پناه غوښتونکو ته په آلمان کې پناه ورکړل شوې ده. د ترکي اتباعو د حفاظت ميزان د ۲۰۱۷ کال د نوامبر مياشتې په پاې کې شاوخوا ۲۷ سلنه ښودل شوې ده، په داسې حال کې چې دغه ارقام په ۲۰۱۶ کال کې یوازې په ۸،۲ سلنه کې قرار درلود. د آلمان د مهاجرت ادارې له جنورۍ څخه د نوامبر مياشتې تر پايه پورې په ټوليزه توګه د ترکانو ۱۱ زره او ۷۱۲ دوسیو په اړه خپلې پريکړې اعلان کړي دي. دغه ارقام د ۲۰۱۶ کال په پرتله چې ۱۸۳۷ وو، په ښکاره توګه ډير لوړ شوي دي. د مهاجرت ادارې د ترکي اتباعو د قبولۍ او يا رديدو په اړه څه نه دي ويلي. خو د دغو ټولو حالاتو سره سره، ټينګار کوي چې د هرې دوسيې په تړاو پريکړې په انفرادي توګه ترسره کيږي.

Flüchtlingsheim - Berlin-Hellersdorf
په برلين کې د مهاجرو يو هستوګنځای انځور: picture-alliance/dpa/R. Schlesinger

د موضوع په تړاو زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: