1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کې پر کډوالو بريدونه سوي دي

آژانسونه / ستار جهش۱۳۹۴ آبان ۱۱, دوشنبه

د آلمان پولیس وایي بریدکوونکو په ماګدېبورګ ښار کې پر یو مهاجر برید کړی، همدا راز د آلمان په ېینا او ویزمار ښارونو کې کډوال وهل او ټکول شوي دي.

https://p.dw.com/p/1Gy7I
انځور: picture-alliance/dpa/D. Reinhardt

د آلمان پولیس وایي چې د دغه هيواد په ویزمار ښار کې د کډوالو یو کمپ ته نږدي شاوخوا ۲۰ کسانو پر دوو کډوالو برید وکړ.

همداراز د ویزمار ښار څخه ۲۰۰ کیلومتره لرې په ماګدېبورګ ښار کې درې نور کډوال د شاوخوا ۳۰ بریدکوونکو تر برید لاندې راغلي دي چې د پولیسو تر مداخلې وروسته ژغورل شوي او همدا راز یو ۲۴ کلن شکمن کس هم نیول شوی دی.

په یوه بله پیښه کي د زاکسن ایالت د فرایتال په ښار کې د کډوالو په یوه کمپ کې یو سوریایي کس له هغې وروسته ټپې شو چې د کور په مخه کې يې چاودنه وشوه.

د زاکسن ایالت د کورنیو چارو وزیر مارکوس اولبراګ دا پیښه غندلې ده او ویلي يې دي: «هغه کسان چې د دې پیښو لاملین دي باید پوه شي چې زموږ په ټولنه کې د هغوی له پاره هیڅ ځای نشته.»

د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵م کال د نوامبر لومړۍ نېټه) هم پر یو کډوال د يینا په ښار کې برید شوی او همداراز د هانوور ښار ته نږدې یو ۴۳ کلن آلماني کس له هغې وروسته د پولیسو له خوا نیول شوی دی چې غوښتل یي د کډوالو پر یوې کورنۍ برید وکړي.

د کډوالو د مخالف ګوند محبوبیت مخ په ډیریدو دی

یوې اونیزې ټولپوښتنې ښودلي دي چې د «آلمان له پاره نوی انتخاب» یا (Alternative für Deutschland) ګوند محبوبیت د تیر کال په پرتله اوس ډیر شوی دی. دا ګوند د مهاجرت سیاسي مخالف ګوند دی.

دا ټولپوښتنه د «امنید» څیړنیزې موسسې له خوا او د «بیلد ام زونتاګ» ورځپاڼې په غوښتنه تر سره شوې ده. دې موسسې د خپلې ټولپوښتنې په رپوټ کې لیکلي دې چې د «آلمان له پاره نوی انتخاب» ګوند محبوبیت د تیرکال له اکتوبر میاشتې راهیسي تر اوسه ۸ سلنه زیاتوالی ښيي.

د «آلمان له پاره نوی انتخاب» کوند د کډوالو په اړه د انګلا میرکل د حکومت د تکلارو سخت مخالف دی. د «امنید» څیړنیزې موسسې پر حواله د دې ګوند ډیری ملاتړي د آلمان د ختیځو سیمو څخه دي.

دې ګوند په ۲۰۱۳ کال کې په کار پیل کړی او د کډوالو پر ضد سخت دریځ لري. د دې ګوند یو غړي او د پارلمان استازي مارکوس پریتزل د شنبې په ورځ په یوې مرکه کې ویلي دي چې د اخرې انتخاب په توګه آلمان کولی شي د خپلو پولو څخه د غیر قانونې تیریدو د مخنیوي له پاره له وسلو کار واخلي.

Seehofer und Merkel liegen sich in den Armen ARCHIV
انځور: picture-alliance/dpa/T. Schwarz

د کډوالو د تګلارې پر سر اختلافات

د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل او د بایرن ایالت لومړي وزیر هورست زیهوفر، د یکشنبې پر ورځ په یوې غونډه کې گډون وکړ او داسې بریښي چې خپلمنځي اختلافات یي پای ته رسولي وي. میرکل او زیهوفر د ایتلافي حکومت شریکان دي او د کډوالو د تګلارې پر سر د دواړو تر منځ اختلافاتو د محافظه کار سیاسي اتحاد دوام ته هم ګواښونه درولي وو.

د یوې لس ساعته غونډې وروسته میرکل او زیهوفر دې پایلې ته ورسیدل چې د پولو ساتنې ته باید پام وشي او همداراز د آلمان پر پولو به ترانزیتي ساحې جوړیږي او په دغو ساحو کې به د کډوالو د پناه غوښتنلیکونه آلمان ته تر ننوتلو مخکې ارزول کیږي.

په دې غونډه کې د کډوالو په شمیر خبرې نه دي شوي. خو د حکومت د بل ائتلافي سوسيال ډيموکراټ گوند رئيس زيگمارګابریل، بیا د ترانزیتي ساحو له مفکورې سره مخالف دی او وایي چې ګوند به يي هیڅګله هم له دې پریکړې سره موافقه ونکړي.