1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنې قوانین څه وايي؟

۱۳۹۷ خرداد ۲۴, پنجشنبه

مهاجر څرنگه د اروپايي ټولنې پر هيوادونو ويشل کيږي او د شينگن په حوزه کې پر سرحدونه څه وخت کنترول ترسره کيږي؟ په اروپايي ټولنه کې د پناه غوښتنې مقررات ډير کړکیچن دي. ځینی مهم دلته کتلای شي.

https://p.dw.com/p/2zZQX
Deutschland Flüchtlinge an der deutsch-österreichischen Grenze
انځور: picture-alliance/dpa/S. Kahnert

اوسمهال د آلمان په حکومت کې د شاملو گوندونو ترمنځ د اختلاف تر ټولو ستره موضوع د مهاجرو سياست دی.  مسيحي ديموکرات، مسيحي سوسيال او سوسيال ديموکرات گوندونه په دې اړه بيلا بيل نظرونه لري چې آلمان ته کله او څومره مهاجر د داخليدو اجازه لري او دا چې له دوی سره څه ډول چلن وشي.

خو هغه مقررات په اصل کې څه وايي چې ټول پرې بايد عمل وکړي؟ نه يوازې په آلمان کې بلکې په ټوله اروپايي ټولنه کې. د اروپايي ټولنې مقررات چې د پناه غوښتنې د سياست او همدا راز د نورو موضوعات په اړه ټاکل شوي دي، روښانه ده چې بايد د ټولو غړيو هيوادونو له خوا پرې عمل وشي.

خو دا چې هر هيواد دا مقررات د دوی د خپلو ملي قوانينو په چوکاټ کې څرنگه تعریف او تفسیر کوي، په دوی پورې ارتباط لري. همدا ده چې د اروپایي ټولنې په بيلا بيلو هيوادونو کې دا قواعد له يو بل سره توپير لري.

د دبلین مقررات

هغه مهاجر چې غواړي په اروپايي ټولنه کې پناه واخلي، نه شي کولای په هر هيواد کې چې وغواړي د پناه غوښتنه وکړي.  مهاجر بايد د ۲۰۰۳م کال راهيسې د دبلین د مقرراتو پابند واوسي. دا مقررات وايي چې يو مهاجر د اروپايي ټولنې په هغه هيواد کې بايد د پناه غوښتنه وکړي چې لومړی ورته داخل شوی وي.

Deutschland Flüchtlinge an der deutsch-österreichischen Grenze
انځور: Getty Images/AFP/C. Stache

خو د اروپايي ټولنې غړي هيوادونه تل پر دې قاعده کلک عمل نه کوي. دوی کولای شي په اصطلاح د «خپله داخليدو» په نامه مقرراتو له لارې د يوه پناه غوښتونکي پردوسیې غور وکړي ، که څه هم چې هغه يو بل اروپايي هيواد ته لومړی داخل شوی وي.

آلمان، د مثال په توگه  په وار وار سره د دې ډول مهاجرو د ليږد مخه نيولې ده. د ۲۰۱۷م کال په دوبي کې هیڅ يو مهاجر بيرته هنگري ته ونه ليږدول شو. علت یې امنيتي انديښنې وې. د اروپايي ټولنې کميسيون پر هنگري تور ولګاو چې دغلته د مهاجرو له پاره د پناه غوښتنې پروسه ډيره ستونزمنه کړل شوې ده.

د دبلین له مقرراتو څخه د سرغړونې نور دليلونه په نورو اروپايي هيوادونو کې د ټولنيزو معيارونو په اړه  شکونه هم کيدای شي. د مثال په توگه آلمان څه موده مهاجر بيرته اېتاليا ته ځکه نه استول چې په آند یې هلته د دوی د استوگنې شرایط ښه نه وه.

د مهاجرو ويش

پر استثناو سربيره د دبلین مقررات وايي هغه هيوادونه چې د اروپايي ټولنې پر بهرنيو پولو پراته دي، ډير شمير مهاجر ورته راځي او د نورو په پرتله د مهاجرو د ستونزې څخه زيات کړيږي. له همدې کبله د اوږدې مودې راهيسې هڅه کيږي چې د اروپايي ټولنې پر ټولو هيوادونو د مهاجرو د ويش يوه سهميه وټاکل شي څو د اېتاليا او يونان په څير هيوادونو بار يو څه کم شي. هر هيواد د خپل نفوس په تناسب په بيړنيو حالاتو کې د مهاجر يوه ټاکل شوې برخه يا شمير باید ومني.

خو دا مقررات تر اوسه د ځينو هيوادونو د مقاومت له کبله له ناکامۍ سره مخامخ دي. پولند، هنگري، سلواکيه او د چک جمهوریت د هغه مهاجرو د منلو څخه ډډه کوي چې د دغو مقرراتو له مخې د دوی په برخه کې رسيدلي ول او دوی باید منلي وای.

په ۲۰۱۷م کال کې اروپايي ټولنې که څه هم چې هڅه وکړه چې له يونان او اېتاليې څخه کابو ۱۶۰ زره مهاجر د « Relocation Program » يا انتقال د پروگرام له لارې نورو اروپايي هيوادونو ته انتقال کړی خو له دوی څخه یې تر اوسه يوازې ۲۶ زره د اروپايي ټولنې د نورو غړيو هيوادونو له خوا منل شوي دي او هلته یې میشت شوي دي.

په شينگن ساحه کې د سرحدونو کنترول

د شينگن ساحه دقيقاً يوازې د اروپايي ټولنې ساحې پورې محدوده نه ده. د اروپايي ټولنې ټول غړي هيوادونه هم په شينگن کې شامل نه دي. د مثال په توگه بلغاريه او رومانيا. همدا راز ځیني هغه هيوادونه په شينگن کې شامل دي چې د اروپايي ټولنې غړي نه دي لکه آسيلند او ناروې. په عموماً توگه سړی د شينگن او اروپايي ټولنې په ساحه کې په آزاده توگه تگ راتگ کولای شي او کنترول نه وي. خو دا مقررات کله کله ناچله کيږي.

په ۲۰۱۵ م کال کې آلمان د مهاجرو د بحران په چوکاټ کې په شینگن ساحه کې هم د سرحدونو په کنترولو پيل وکړ څو د دې مخه ونيوله شي چې مهاجر بې له دې چې اسناد یې کنترول شي، آلمان ته داخل شي. په اصل کې دې کنترول بايد لږ موده دوام کړی وی او يوازې په بيړنيو حالاتو کې ترسره شوی وی خو دا موده په وار وار اوږده کړای شوې او د ۲۰۱۷م کال تر نوامبر پورې یې دوام وکړ. اوسمهال یې حکومت دليل عامه امنيت ته گواښ او د ترهگرۍ خطر يادوي.

د کډوالو استوگن ځايونه

د هغو مهاجرو سره  د چلن په برخه کې چې د  خپلو دوسيو غور په انتظار دي، په هر غړي هيواد کې د اروپايي ټولنې د قانون مختلف تفسير يا تعرف پريکړنده دی. خو د ځينو اړخونو په هکله په کلکه لارښونه شوې. د مثال په توگه یو مهاجر ته د هغه د پناه غوښتنلیک له وړاندې کولو په تعقیب باید په اعظمي توگه تر نهه مياشتې وروسته د کار اجازه ورکړله شي.

خو نور مقررات بيا دومره واضح نه دي. د کډوالۍ د نړيوال قانون پر اساس بايد د استوگڼې شرایط  د بشري حقونو د نورمونو سره تطابق ولري. خو چې دا په دقيقاً څه ډول وي، هر هيواد یې په هکله خپله پريکړه کوی. په دې برخه کې د اروپايي ټولنو په بيلا بیلو هيوادونو کې معيارونه سره ډير توپير لري.

د مثال په توگه په ځينو هيوادونو کې کمپونو بشپړه ډک دي، ودانۍ یې په کافي اندازه تشنابونه او نورې آسانتياوې نه لري او همدا راز په ځينو هيوادونو کې مهاجر آن په خيمو کې ساتل کيږي. آلمان په دې برخه کې د دبلین له مقرراتو سرغړونه کوي او پريکړه یې کړې چې مهاجر به دغه هيوادونو ته بيرته نه لیږدوي.