په افغانستان کې د امنیتي دیوالونو د څهرې بدلولو هڅې
په افغانستان کې د آرټ لارډز یا د هنرسالارۍ په نامه د ځوانانو یوه ډله په دې هڅه کې ده چې په کابل کې د رسامیو او د عامه پوهاوي په برخه کې د ځینو پیغامونو په لیکلو سره د کابل ښار د دیوالونو څهره بدله کړي.
د دې سازمان مشر امید شریفي دویچه ویله ته وویل چې په لومړي سر کې موږ یو ډله دوستان او ملګري را ټول شو او په دغه کار مو پیل وکړ چې د وخت په تیریدو سره له دې اقدام څخه په افغانستان او په ټوله نړۍ کې ښه هرکلی وشو.
شریفي همدا راز وویل چې ځینو ملګرو چې په دولتي او نا دولتي ادارو کې کار کوو، تر کاري وخت وروسته به سره راټولیدو او دغه کار مو کوو. خو د مالي امکاناتو تر موندلو وروسته اړ شو چې خپل کارکوونکي ډیر کړو، دفتر ونیسو او دې کار ته پراختیا ورکړو.
کابل د نړۍ په کچه یو له هغو پلازمینو څخه دی چې وخت نا وخته پکې چاودنې او ترهګریز بریدونه کیږي. له دې امله په دې ښار کې میشت دولتي او نا دولتي، خیریه او نړیوال سازمانونه، شخصي شرکتونو او ان ځینې حکومتي چارواکو د خپل کار ځای او یا د اوسیدو له ځای څخه امنیتي دیوالونه چاپیر کړي. د آرټ لارډز په وینا دغه کار د کابل ښار څیره نظامي کړې ده.
د دې سازمان یو بل کارکوونکی رازق مهر پور بیا دویچه ویله ته وویل چې دوی په دې کار سره غواړي د کابل ښار څیره له نظامي بڼې څخه رنګونو او داسې حالت ته واړوي ترڅو د خلکو په زړونو کې ویره کمه کړي.
آرټ لارډز وايي چې دوی د افغانستان د پلازمینې سربیره د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې دغه راز رسامۍ کړي دي او د خلکو لخوا یې تود هرکلی شوی.
مهرپور همدا راز وویل چې موږ ته خپل کار خوښي رابښي. د هغه په وینا له دې لارې خلک کولی شي چې ځینې مهم ټولنیز پیغامونو یوازې په څو ثانیو کې وویني او ولولي. د آرټ لارډز په وینا دوی د خپل کار له امه ډیر نازول شوي او اوس خلک هم د دوی له دې کار خوند اخلي. مهرپور دویچه ویله ته وویل چې ځینې ښاریان، ماشومان او میرمنې زموږ سره په رسامۍ کې برخه اخلي چې دغه څه موږ ته خوښي را په برخه کوي.
د آرټ لارډز په رسامیو او لیکنو کې د فساد، روغتیا، سولې، ثبات، هڅونې، ځینې ټولنیز پیغامونه او ان ځینې وخت د داسې کسانو انځورونه سرمیږي چې دوی په افغاني ټولنه کې یو مثبت کار کړی وي او غواړي له دې لارې نور خلک هم وهڅوي. د آرټ لارډز سازمان مشر شریفي همدا راز وايي چې موږ له ملګرو، ځینې سوداګرو او نور خیریه سازمانونو څخه مالي مرستې ترلاسه کوو او خپل کارونه ورباندې مخ ته وړو.
په عین وخت کې ځینې کورني او نړیوال سازمانونه چې د یوې موضوع په هکله غواړي عامه پوهاوی وکړي د بیلګې په توګه د پولیو د ناروغۍ پرضد، موږ ترې کمیشن اخلو او له هغوی سره په دې برخه کې مرسته کوو. د آرټ لارډز په وینا دوی په کابل کې د مهاجرت د نړیوالې ورځ په ورځ نږدې ۱۰ انځورونه رسم کړي، د فلم نمایش یې کړی او نندارتون یې په لاره اچولی وو چې د خلکو له خوا یې تود هرکلی وشو.
د مهاجرت د کړکیچ پرمهال له افغانستان څخه هم ګڼ شمیر افغانان له افغانستان څخه هم مهاجر شول. د آرټ لارډز په وینا موږ د خلکو په اذهانو کې د ګڼ شمیرو موضوعاتو په هکله د افغانانو اذهان روښانه کړي.
ځینې وخت یوه ډیره اوږده کیسه د یوازې یوه انځور پر مټ بیانیدلی شي. له همدې کبله آرټ لارډز هم تر ډیره پورې د انځورنو برخې ته پام اړولی دی. یاد هالندي انځورګر خپل اخیستل شوي انځورنو د آرټ لارډز د سازمان له لارې د کابل پوهنتون او همدا راز د مهاجرینو او بیرته راستنیدونکو وزارت په انګړ کې هم نندارې ته وړاندې کړل.
ارټ لارډز د مهاجرت د موضوع په هکله د یوه هالندي انځورګر یا عکاس لخوا د افغانانو د مهاجرت په تړاو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې انځورونه هم نندارې ته وړاندې کړل. آرټ لارډز وايي چې د دې عکاس انځورونه په کابل کې د مخابراتو وزارت په دیوالونو باندې په تور او سپین ډول نصب شوي وو چې ښاریانو ورڅخه د څو اونیو له پاره لیدنې کولې.
آرټ لارډز وايي چې دوی اوسمهال د ګڼ شمیر نا امنو ولایتونو په ګډون په ۱۵ ولایتونو کې فعالیت کوي او پر دیوالونو بیلابیل رسامۍ کوي. دوی وايي چې دوی په دې توانیدلي چې شاوخوا ۴۵ رسامانو ته د کار زمینه برابره کړي چې دغه څه موږ ته روحیه راکوي چې خپل کار او د بورس له لارې خپلې مبارزې ته ادامه ورکړو.