1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
رسنۍ

په افغانستان کې د دویچه ویله د ۲۰۱۶ کال د ژونالیزم جایزه

۱۳۹۵ مهر ۱۳, سه‌شنبه

دویچه ویله په افغانستان کې د ژونالیزم سیالي په لاره اچوي په ترڅ کې به یې د تلویزیون، راډیو، چاپي او انترنتي رسنیو خبریالانو ته جایزې ورکړل شي.

https://p.dw.com/p/2QmL3
Banner Afghanischer Journalismus-Preis 2016 Pashtu

په افغانستان کې د آلمان نړیوال رسنې دویچه ویله، د لومړي ځل له پاره د «دویچه ویله د ژورنالیزم جایزه» په لاره اچوي.

په دې سیالۍ کې هرژورنالیست گډون کولای شي: که هغه یواځې د یوې رسنۍ له پاره په مسلکي توگه کار کوي یا آزاد (فریلانس) ژورنالیست دی چې ژورنالیستي مواد یې د یوې یا څو رسینو له خوا وخت په وخت خپریږي او که هغه د ژورنالیزم محصل دی.  دغه سیالۍ د اکتوبر پر لومړۍ نیټه پیلیږي او د ۲۰۱۶ کال د نومبر میاشتې پر ۳۰مه نیټه پای ته رسیږي. دویچه ویله به د جایزې اته ګټونکي وټاکي.

د سیالۍ ګټونکو ته به د «دویچه ویله د ژورنالیزم جایزه» ورکړل شي. دغه جایزه به په کابل کې  «په ټولنه کې د رسنیو د نقش» تر عنوان لاندې کنفرانس کې ګټونکو ته وسپارل شي.

د سیالۍ له ګډونوالو څخه غوښتنه کیږي چې خپل رپوټونه په دري او پښتو ژبو « په افغانستان کې د مخدره توکې– ستونزې او حل لارې» پر موضوع باندې جوړ کړي.

رپوپونه باید:

ـ راډیو : تر څلورو دقیقو باید اوږد نه وي

ـ تلویزیون/ ویدیو: تر څلورو دقیقو باید اوږد نه وي

ـ انځورونه: باید تر درو کم او تر پنځو زیات نه وي

ـ چاپي/ انلاین: د ۶۰۰ او ۱۰۰۰ لغتونو تر منځ (له دوو انځورونو سره)

تولید شوي وي.

له هرې کتګوري څخه به ګټونکي اعلان شي. هغه رپوټونه چې جایزه یې ګټلې ده د دویچه ویله د پښتو او درې څانګو د رادیو او انترنتي پاڼو له لارې خپاره او اعلان شي. د سیالۍ ګډونوال باید ټول شرایط ومني او خپل غوښتنلیکونه او رپوټونه دغه لاندې بریښنالیک ته واستوي:

AfghanJournalismAward@dw.com

د دویچه ویله راډیويي خپرونه هره ورځ په درې ژبه د افغانستان پر وخت د ماښام پر ۰۷:۳۰ بجو د اریانا راډیو له لارې او په پښتو ژبه د افغانستان پر وخت د شپې په ۰۸:۰۰ بجو د ارکوزیا راډیو له لارې خپریږي. دغه خپرونې د لنډو څپو له لارې د ماښام په شپږو بجو او په انترنتي پاڼه کې ۲۴ ساعته او د اوونۍ اووه ورځې خپریږي. د دویچه ویله د افغانستان د پښتو او درې څانګو انترنتي پتې دا دي:

دویچه ویله پښتو

دویچه ویله دري

د دویچه ویله تلویزیوني خپرونې په افغانستان کې د عقاب تلویزیون، یک تلویزیون او کابل ستار کیبل له لارې خپریږي.

په دې سیالي کې د ګډون شرایط دلته ولولئ:

د دویچه ویله د ۲۰۱۶ کال د ژونالیزم جایزې شرایط