1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د نباتاتو د ساتنې کمپلکس جوړیږي

۱۳۹۴ بهمن ۶, سه‌شنبه

د کرهڼې، اوبو لګوني او مالدارۍ وزارت چارواکې وایې چې د دغه کمپلکس د بنسټ ډبره نن په کابل کې کښېښودل شوه. د دوی په وینا د لابراتوارونو د دې ټولګي په جوړېدو سره به ټول کرهڼیز توکې په هېواد دننه کې ساتل کیږي.

https://p.dw.com/p/1Hk6v
انځور: picture alliance/Photoshot

د کرهڼي او مالدارۍ وزارت ویاند لطف الله راشد د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د جنوري ۲۶مه) په دې اړه دوچه ویله ته وویل چې دا لومړی ځل دی چې په هېواد کې د دغه راز یوه مرکز جوړېدو د بنسټ ډبره ايښوول کيږي.

هغه وويل: «نن په لومړي ځل په افغانستان کې د لابراتورونو کمپلکس د بنسټ ډبره د نباتاتو د ساتنې او قرنطین په برخه کې کښېښودل شوه، په دې لابراتوارونو کې به د نباتي ناروغیو او افتونو تشخیص هم کیږي، تردې وړاندي په افغانستان کې دغسې یو کمپلکس نه وو.»

د لابراتوارونو دغه کمپلکس د نړېوال بانک په مالي او تخنیکي مرسته د افغانستان د کرهڼي او مالدارۍ وزارت د کرهڼیزو تولیداتو د عواملو پروژې یا AAIP له لاري جوړیږي چې ټول ټال ۶ میلیونه او ۷۵۲ زره افغانۍ لګښت پرې راځي.

د کرهڼیزو توکو د ساتني او لابراتوارونو کمپلکس به د یوه کال په موده کې بشپړ شي.

د کرهڼي او مالدارۍ وزارت ویاند وایې چې په راتلونکې کال کې به دې ته ورته ۱۳ نور لابراتوارونه هم د هېواد په نورو ولایتونو کې جوړ شي، چې ډير به یې په سرحدونو او ګمرکونو کې وي.

په دغو لابراتوارونو کې به له بهره راورېدونکي کرهڼیز توکې او کیمیاوي سري هم تشخیص کیږي، څو د کیفیت له اړخه دغه کیمیاوي سري وارزول شي.

دغه راز تردې وروسته به د کرهڼي متخصصان خپلي ټولي آزمویني، څېړني او علمي تجربې په هېواد کې په همدغو لابراتوارونو کې ترسره کوي.

افغانستان چې د ډېرو اوسیدونکو اقتصاد یې پر کرهڼه ولاړ دی، خو په ليري پرتو سیمو کې د کرهڼيزو توکو د ساتنې له پاره سړي خونې نه شته.

دغه راز لاهم په هېواد کې د نباتي افتونو د پېژندني او درملني له پاره یو مجهز لابراتوار نشته چې افغان بزګران ترې ګټه واخلي.

همدا لامل دی چې په افغانستان کې هر کال موسمي نباتي افتونه او د بې کیفیته کیمیاوي سرو کارونه ډېر افغان بزګران تاواني کوي.