1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په المان کي د تقاعدي ژوند بې وزلي

۱۳۹۱ شهریور ۱۴, سه‌شنبه

يوه المانۍ ورځپاڼه ليکي چي د دغه هيواد راتلونکي متقاعدين به د دې هيواد تر ټولو بې وزله ژوند ولري، که څه هم چي يوه متقاعد کار کوونکي پوره څلور لسيزي کار هم کړی وي.

https://p.dw.com/p/1633r
انځور: Fotolia/Christa Eder

د بيلد ام زونتگ په نوم ورځپاڼه لیکي د يکشنبې د ورځي په گڼه کي لیکي، که يو څوک د مياشتي۲۵۰۰ ايرو معاش ولري او ۳۵ کاله ئې کارهم کړي وي، تر ۲۰۳۰کال وروسته به د مياشتي يوازي ۶۸۸ ايرو تقاعدي معاش ولري. دغه پيسي کيدای شي چي يوازي د يوې کوټي کرايه هم پوره نه کړي. خوراک، څښاک، کالي او روغتيايي خدمتونه خو لا پرځای پريږده.

د ورځپاڼي د اټکل له مخي دغه شان يو المانی کارکوونکی چي ټول عمر ئې په وياړ سره ژوند کړی وي او چاته ئې د اړتيا لاس هم نه وي اوږد کړی، مجبوره کيږي چي د خپل هيواد دولتي مرستندويه ادارې ته چي په الماني ژبه ورته «سوسيال امت» وايي، د مرستي لاس اوږد کړي.

د المان د کار او ټولنيزو چارو وزيره، اورزولا فون ديرلان هم دا مني چي ډيری المانيان د تقاعدۍ په ژوند کي له بې وزلۍ سره مخامخ کيږي. هغې وويل چي نه يوازي د کور مېرمني، يا هغه کسان چي پوره کار نه لري او يا معاش ئې ډير لږ دئ، بلکي هر يو له داسي ناخوال ژوند سره مخامخ دئ:

« المانيان د تقاعدۍ په ژوند کي اضافي مرستي ته اړتيا لري ترڅو له بې وزلۍ څخه وژغورل شي.»

په حقيقت کي دا کومه نوې ستونزه نه ده، د وزيري د وينا له مخي د دې ستونزي اصلي لامل دا دئ چي «په المان کي له ښه مرغه د انسانانو عمر په اوسطه توگه د پخوا په پرتله اوږد شوی دئ. معني دا چي د تقاعدي پر مالي صندوق باندي فشار زيات شوي دئ او يو متقاعده ښځه يا نارينه ته بايد د ژوند تر پايه معاش ورکړل شي.

په همدې وجه د المان حکومت اوس غواړي چي د تقاعدي معاش کچه چي د يو کارکونکي د کاري معاش له مخي ټاکل کيږي له اوسني ۵۱ سلني څخه کرار کرار تر ۲۰۳۰ کال پوري ۴۳ سلني ته راټيټه کړي.

د تقاعدي د سيستم کړکېچ

کله چي يو« عادي» کارکوونکی چي په المان کي د ټولو کارکوونکو يو پر دريمه برخه جوړوي او په مياشت کي تر ۲۵۰۰ ايرو لږ معاش لري د تقاعدۍ په ژوند کي به هومره معاش ترلاسه کړي چي يو څوک ئې د دولتي مرستندوی ادارې ( سوسيال امت) څخه تر لاسه کوي، نو دا فکر ورته پيدا کيږي چي په خپل ټول عمر کي ئې پر ناحقه د تقاعدۍ پيسي تحويل کړي دي. د المان د کار او ټولنيزو چارو وزيره، فون در لاين وايي په همدې وجه « ځوان نسل دغسي سيستم» غيرعادلانه بولي او چمتو نه دي چي د تقاعدۍ په مالي صندوق کي ونډه واخلي.

وزيره وړانديز کوي چي د تقاعدۍ په معاش کي دي اصلاحات راشي او هغه کسان چي تقاعدي ئې لږ ده هغوی ته دي يو اضافي معاش ومنل شي:

«د تقاعدي ټيت معاش دي تر ۸۵۰ ايرو پوري په مياشت کي لوړ شي.د دې ترڅنگ دي هر يو د خپل زړښت دوري له پاره د يو شخصي تقاعد په لټه کي شي.»

د هغي دا وړانديز نه يوازي د اپوزسيون، بلکي د حکومت د ايتلافي گوند، ليبرال ديموکرات، FDP ، له خوا رد شوی دئ. د دغه گوند د پارلماني مشر مرستيال، هاينريښ کولک وويل:«د تقاعد اضافي معاش، د تقاعدي مالي صندوق نور هم خالي کوي.»

د المان د کيڼ اړخي گوند د تقاعدي د چارو کارپوه متياز بيرکوا هم د حکومت دا وړانديز نه مني:

«د مېرمن فون دري لاين تشخيص صحيح دئ چي ډيری خلک د تقاعدۍ په دوره کي له بې وزلۍ سره مخامخ کيږي، خو د درملني نسخه ئې په بشپړه توگه غلطه ده. د تقاعدي له مالي صندوق څخه اضافي معاش ټاکل د دغي بې وزلۍ له پاره هيڅ گټه نه کوي، ځکه هغه د محدودو کسانو له پاره په پام کي ده، دغه پيسې تر دولتي مرستي يوازي ۷۶ ايرو زياتي دي، په دې پيسو د چا درد نه دوا کيږي.»

د المان د ستر اپوزسيون، سوسيال ديموکرات گوند عمومي منشي، اندريا ناليز د کار او ټولنيزو چارو پر وزيري تور ولگاوه چي له خپل دا ډول وړانديز سره په تقاعدي کي د بې وزلۍ نه يوازي مخه نه نيسي، بلکي د هغې لمن نوره هم پراخوي: «د دې پر ځای دي فون درلاين، د کار کونکو ټيت معاشونه لوړ کړي او د کار په شرايطو کي دي رغوونکی بدلون رامنځته کړي.»

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: نجيب الله زيارمل