1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايتوپيا کې چاودنې لږ تر لږه ۸۳ تنه ټپيان کړل

۱۳۹۷ تیر ۲, شنبه

په ايتوپيا کې د حکومت د يوې غونډې په ترڅ کې لږ تر لږه ۸۳ تنه ټپيان شوي دي. د مړو په هکله لومړني رپوټونه اوس د حکومت له خوا رد شوي دي.

https://p.dw.com/p/308NM
Äthiopien Kundgebung Premierminister Abiy Ahmed in Addis Ababa | Explosion
انځور: Oromo Media Network

د ايتوپيا صدراعظم، ابيې احمد، چې د پلازمېنې اديس ابېبا په تر ټولو لوی ميدان کې تر چاودنې مخکې يې وينا کړې وه، د دولتي رسنيو په حواله له پېښې روغ رمټ وتلی دی. د عاملينو په توګه دغه حکومتي مشر هغه ځواکونه ياد کړل چې د اتيوپيا د اتفاق او يووالي پر ضد دريځ لري. د پېښې اصلي جزيات لومړی معلوم نه ول. داسې ښايي چې ناڅرګندو کسانو به د انسانانو ديوې ډلې منځ ته لاسي بمونه وراچولي وي. 

د پرانيستوالي د سياست پر ضد کړنه

ښاغلی احمد، چې د مارچ مياشتې د پای راهيسې د اتيوپيا لومړنی صدراعظم دی ، په اورومو قوم پورې اړه لري او د اتيوپيا د پرانيستلو له پاره کار کوي. دغه هېواد په لسيزو ليسزو مطلق العنان او مستبده مشرتابه لرلې ده. نوموړي په دې وروستيو کې هغسې تلويزيوني چېنلونو او انترنېټي صفحو ته د بيا فعاليت اجازه ورکړه چې تر مخه تړل شوي ول. سربېره پر دې يې ډېر شمېر سياسي بنديان آزاد کړي دي. په داسې حال کې چې په تېره ځوانان د پرانيستوالي سياست ته هر کلی وايي، او د جمعې په ورځ د «ګينبوت ۷» په نوم يوې ياغي ډلې هم د خپلې وسلوالې مبارزې د ختمولو اعلان کړی و، خو د پخواني رژيم د اصلي لوبغاړو تر منځ مقاومت په زياتېدو دی . د هغوی اکثريت  د اتيوپيا د شمال څخه د «تيګرای» په نوم په ډېرکي قوم پورې تعلق لري.
د ګاونډي هېواد سره د پخلاينې سياست

له ګاونډي هېواد اريتريا سره د پخلاينې پر بهير باندې تر ټولو زياتې نيوکې کيږي. صدراعظم احمد اعلان کړی دی چې د تميز د يوې نړيوالې محکمې او کميسيون له خوا د ۲۰۰۲ کال حکم ته به غاړه کښېږدي چې له مخې يې بايد اتيوپيا د بادمې په نوم ښار او چاپېره پرته سيمه اريتريا ته وسپاري. د اريتريا واکمن، ايساياس افېوېرکي، وويل چې د خبرو له پاره به د خپلو مرکچيانو يو هئيت اتيوپيا ته ولېږي څو د دقيقو ګامونو په هکله خبرې وشي. د اتيوپيا پر پخواني حکومت باندې له بشري حقونو څخه د سختو سرغړونو تورونه پورې شوي ول. پخوانی صدراعظم، هايلې مريم دېسالېګن، د دغو فشارونو له کبله او له کابو درو کلنو پراخو احتجاجونو وروسته استعفا ورکړه.  

Äthiopien Addis Abeba  Verletzte nach Bombenexplosion
په چاودنه کې ژوبل شوي کسان روغتونو ته انتقال شوي ديانځور: Ahmed

 

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه (22.01.2017):