1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ايران کي يوې سختي زلزلې ۴۰ تنه وژلي دي

مسعود جهش (AFP,Reuters)۱۳۹۲ فروردین ۲۷, سه‌شنبه

په ايران کي يو بل طبيعي ناورين: د لومړيو راپورونو له مخي په يوې پياوړي زلزې کي تر اوسه پوري د ۴۰ کسان وژنه تائيد شوې ده. ويل کيږي چي د دغي زلزلې له امله په پاکستان کي هم خلک وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/18GrO
epa03664013 People evacuate buildings bringing traffic to a halt in Karachi, Pakistan 16 April 2013 -- a city nearest the border with Iran where a 7.8 magnitude earthquake struck. Early reports suggest that 40 have so far died but there is no information on damage. EPA/REHAN KHAN +++(c) dpa - Bildfunk+++
Erdbeben Pakistan Iran Indien 16.04.13 NICHT FÜR OVERLAY GEEIGNETانځور: picture-alliance/dpa

د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اپريل ۱۶) د دغي پياوړي زلزلې مرکز چي د ريشتر په مقياس ۷،۸ درجې ښوول شوې ده، د ايران په جنوب ختيځ کي له پاکستان سره په سرحدي سیمه کي بلل شوی دی.

د ایران دولتي تلویزیون خبر ورکړی دی، چې په دې زلزله کې نزدې۴۰ کسان وژل شوي دي.

دغه زلزله د ایران پر سیمه ییز وخت ۱۵:۱۴ بجو رامنځ ته شوې ده چې تر نورو ډیر یې د ایران سیستان او بلوچستان ولايتونه لړزولي دي.

په همدې حال کې یو شمیر پاکستاني چارواکو هم ویلي دي چې زلزلې د کوټي په ښار کې دوه ماشومان او درې ښځي وژلي دي. ویل کیږي چې دې زلزلې دومره شدت لاره چې په ایران، پاکستان او هندوستان کې يې یو شمیر خلک له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ ايستلي دي.

ويل کيږي چي حتی په دوبی او بحرین کي هم دغه زلزله احساس شوې ده او چارواکو د يوشمېر ودانيو د تخليې امر کړی دي.

په نوي دهلي کې هم د ټکانونو خبر ورکړل شوی دی، خو لا تر اوسه پوري د تلفاتو په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوي.

تر دې زلزلې یوه اوونۍ دمخه هم په ایران کې یوه زلزله شوې وه چې له کبله یې ډیر شمیر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.