1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ایران کې د افغانانو د اعدامونو لړۍ دوام لري

رضا شېر محمدي۱۳۹۳ اسفند ۲۰, چهارشنبه

د تخار ولایت چارواکي وایي چې د هغو درو تنو افغانانو مړي چې په ایران کې اعدام شوي دي دوی ته سپارل شوي دي. د افغانستان په شمال ختیځ کې د بشري حقونو دفتر په ایران کې د افغانانو د اعدامیدو په اړه اندېښنه څرگنده کړې ده.

https://p.dw.com/p/1EokW
انځور: IRNA

د تخار ولایت پولیس وایي چې د دې ولایت د گلگان ولسوالۍ د درو تنو اوسیدونکو مړي په ایران کې تر اعدامیدو وروسته افغان سرحدي پولیسو ته سپارل شوي دي. دغه مړي بیا وروسته د اعدام شویو کسانو کورنیو ته تسلیم شوي دي چې د سه شنبې په ورځ په همدې ولسوالۍ کې ښخ شول.

له دې سره د دغو کسانو خپلوانو او د تخار یو شمیر اوسیدونکو د دې لایت په مرکز کې مظاهرې کړي دي او پر افغان حکومت یې غږ کړی دی چې په ایران کې د هغوی په خبره د افغانانو د «غیر عادلانه» اعدامیدو مخه ونیسي.

د تخار ولایت د پولیسو ویاند عبدالخلیل حفیظ، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې په ایران کې ډیر بنديان د تخار د گلفگان ولسوالۍ اوسېدونکي دي. هغه زیاته کړه: «په تیر یوه کال کې تر ۱۰۰ زيات کسان چې ښايي د کار له پاره ایران ته تللي ول د مخدرو موادو د قاچاق په جرم د ایران په زندانونو کې ورباندي د اعدام حکم شوی دی. له نورو ولسوالیو څخه موږ داسي تلفات نه لرو. ډیري جنازې د تخار ولایت گلفگان ولسوالۍ ته روړل کيږي.»

حفیظ زیاته کړه چې اوس هم په سونو تخاریان د ایران په زندانونو کې بنديان دي چې يو شمېر يې خپلو کورنیو ته په تماسونو کې ویلي دي چې د اعدام حکم پرې راوتلی دی.

ولي یوازي گلفگان؟

د گلفگان ولسوالۍ یو اوسیدونکی حاجي عمري، یو له هغو کسانو څخه دی چې د کورنۍ د یوه ۲۵ کلن غړي جنازه یې په هغو درو مړو کې شامله ده چې په دې وروستیو وختونو کې له ایران څخه افغانستان ته لیږدول شوي دي. هغه وایي چې افغان حکومت باید د خپلو اتباعو ژوند ته احترام وکړي او په ایران کې د افغانانو د اعدامیدو پر ضد اعتراض وکړي.

هغه زیاتوي چې د دې ولسوالۍ ډیر ځوانان د بیکارۍ له کبله کډوالتوب ته مخه کوي او ایران ته د کار کولو په موخه ورځي: «هغوی غوښتل چې د زاهدان د ترمینل له لاري تهران ته ولاړ شي. په دې وخت کې یو ایرانی په میدان کې یو بکس ږدي خو پولیس راځي او دغه ځوان نیسي. هغه وایي چې دا بکس زما نه دی او د ایرانیانو دی خو پولیس بیا ورته وایي چې نه ته افغان یې او دا بکس هم ستا دی. په همدې تور دی په ایران کې اعدام شو.»

په ایران کې د اعدام شویو افغانانو کورنۍ وایي چې خپلوان یې له یوې عادلانه محکمې پرته او بې له دې چې مدافع وکیل ته لاسرسی ولري اعدام شوي دي. دغه کسان ادعا کوي چې اعدام شویو کسانو د سختو ربړونو په پایله کې اعتراف کړی دی.

خو حاجي عمري بیا یوه بله ستونزه هم يادوي. هغه وایي چې په تخار ولایت کې د انسانانو د قاچاق داسي بانډونه شته چې ځوانان ایران ته په تلو تشویقوي. عمري زیاتوي چې دغه باندونه په گلفگان کې ډیر فعاله دي او بیکاره ځوانان په خپل دام کې راولي.

د بشري حقونو اندېښنې

له بلې خوا د افغانستان په شمال ختیځ کې د بشري حقونو کمېسیون د هغو کسانو شمیر چې په نزدې وختونو کې په ایران کې اعدام شوي دي پنځه تنه ښيي. دغه کمېسیون وایي چې بیکاري، ماتیدونکی امنیتي وضعیت، خراب اقصاد او ځوانانو ته د دولت کمه توجه د دې سبب کیږي چې ځوانان نورو هیوادونو ته ولاړ شي او په ځینو مواردو کې په جرایمو لاس پورې کړي.

په دې حوزه کې د بشری حقونو د دفتر مشر حیاط الله امیر، وايي چې سازمان یې په دې اړه څو وارې له افغان حکومت سره خپله اندیښنه شریکه کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څو واري په ایران کې د افغانانو د اعدامیدو پر وړاندې خپله انديښنه څرگنده کړې ده او هغه یې له ایراني دیپلوماتانو سره شریکه کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا خپاره شوي ارقام ښيي چې اوس مهال تر ۳۰۰۰زيات افغانان د ایران په زندانونو کي پراته دي، چې یو شمیر ته یې د اعدام حکم هم اورول شوی دی.