1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بادغيس کي هم د نا امنیو سره سره د ټاکنو تبليغاتي کمپاينونه ګړندي روان دي

۱۳۸۸ مرداد ۷, چهارشنبه

دولتي چارواکي وايي ټول لومړني تدابیر يې د ټاکنولپاره نيولي دي. دغه ولایت کي نهه د ولایتي شورا چوکیو ته تر څلویښتو تنو زیات کسان سیالۍته سره ولاړدي...

https://p.dw.com/p/IzUm
د بادغيس يو اوسېدونکی
د بادغيس يو اوسېدونکیانځور: picture-alliance/ dpa

دا په داسي حال کي ده چي ددغه ولایت ترټولوګڼ میشته ولسوالي بالامرغاب څخه د طالبانو د تهدید او ناامنۍ له کبله هیڅ کوم سړی د نوماندۍ جرئت نده کړی.

بادغیس ولایت د افغانستان شمال لودیزکي۶ ولسوالیو یا اداري واحدونوپه شتون سره یو ولایت نومږي، چي د وګړوشمېريې دولتي چارواکي دیوملیون کسانوپه شاوخواکي ګڼي له دې سره سره چي امنتي پیښو رقم په کي څه زیات دی خوپر دې سربیره هم د ولسمشرۍ او ولایتي شورا ټاکنو بهیر چټک پر مخ په ځي.

داطلاعاتوکلتورریس سیداغا د ټاکنيزو سياليو په اړه وايي« د بادغیس ولایتي شورا لپاره د ۹چوکیوسهمیه لري خو۴۷ تنو د ۱۱مېرمنوپه شمول ځانونه ورته نومولي، دوی خپل منځ کي سالم رقابت اوکمپاین پیل کړی خوپه ډیره سوله ایزه فضاکي»د اطلاعاتوکلتورریس وايي ولايت کي يې د نوماندو د تبلیغاتي کمپاین لپاره د ګاونډیو ولایاتو برخلاف مناسب امکانات نشته ځکه یی نو هر یوه کاندید ته محلی راډیو او ټلويزيون کي نوبت سره خلکو ته د ورپیژندني مناسب وخت د پیغام رسولو ورکړی دی. بادغیس کي د ولایتي شورا نهه چوکیوکي ۳ چوکۍ مېرمنو ته ځانګړي شوي دي.

همداراز بادغیس ولایت کی د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ریس حاجی سیدعلم خان په ټلفون سره دویچه ویله المان ږغ راډیوته د خپل ولایت خلک د ولسمشرۍ او ولایتي شورا ټاکنوته لیواله یادکړه ويې ویل، ګڼ شمیرخلک به ګډون پکی وکړی خوامنیت یواځیني شرط باله«دی وایی د امنیت په صورت کی به ټاکنوکی ډیرخلک ګدون وکړی ټولټال څه دپاسه ۲سوه زروخلکو د رایی د ورکړي کارتونه لری چه ۴۷ فیصده ونډه يې د مېرمنوده»

بادغیس ولایت کی دغورماچ په نوم یوه ولسوالی د نازک امنیتی ووضعیت له کبله په دا وروستیوکی د فاریاب ولایت تشکیل لاندی راغله اوترټولوګڼ میشته ولسوالی بالامرغاب کی د طالبانو د پراخه حضورله کبله هیچاهم ولایتی شوراته د ځان د نومولوجرئت ونکړ.

خوغرب زون کي د۲۰۷ضفرقولی اوردوقوماندان جنرال جلندرشاه بهنام بیا نه یواځی د بادغیس، بلکي ورسره په څنګ کي د فراه غور،هرات ،خلکوته هم ډاډ ورکړ،چي د ټاکنو د امنیت د ټینګښت لپاره يې کافي شمیرځواکونه چمتوکړي پرته له کوم تشویشه به خلکوته د رايي د استعمال زمینه برابره کړی. بهنام د لومړي ځل لپاره د ناټو په وسلو اوسایطوسمبال د ټاکنو د امنیت لپاره دیوې نظامي قطعې د رارسیدوویل«دادکوماندوترکنډکه وروسته لومړی جزوتام دی چه د۲۰۷ضفرقولی اوردوچوکاټ ته راغله نظامی زده کړی اووسلی یی دناټوله خواورکړل شوی دی دوی ډیرمسلکی زده کړی لری او۳۸عرادی امریکایی هنوی موټرورسره دی چه دپرسونل دخفاظت لپاره وړبلل کیږی».

بهنام وویل ددوی ټولي وسلې نوی اوعصري دي کوم چي ددغه قولي اوردو عسکرو تیر مهال په واک کي نه درلودې ځکه يې ددوی په ددندو پوري مربوطه ولایاتو خلکوته د امنیت د ټنیګښت په زیری سره ډاډ ورکړ.

دافغانستان ګڼه ولایاتوکی دولایتی شوراترڅنګ ولسمشرۍ ته د نوماندو ترمنځ هم په زغرده سیالی جریان لري. مګربادغیس کي بیایواځی تر دغه مهال ددوه تنونوماندو د تبلیغاتي کمپاین مرکزونه پرانستل شوي دي په دې اړوند یوځل بیا د اطلاعاتوکلتورریس څخه اورو«بادغیس کی دولسمشری د یوشمیرکاندیدانو په ګټه کمپاین جریان لری. مګر دنورو په پرتله د ډاکټر عبدالله او ولسمشرحامدکرزي انځورونه زیات او د تبلیغاتي سیالیو مرکزونه يې پرانستي دي»

که څه هم بادغیس کی ټولوولسوالیوته سړکونه جوړاوترانسپورتی خدمتونه شته مګردمرکزاوولسوالیوله ښارونوڅخه بهریی دغیرمسوله وسله والوښکاره حضورڅخه زیات شکایتونه شته کوم څه چه سیمه ایزه خلک اودولتی مامورین دټاکنوپه وړاندی دحکومت دنه توجه په صورته کی دټاکنوپه وړاندی یوه له ستونزوڅخه بولی.

ددغه ولایت ډیری خلک ناداره اوپه سلوکی ۸۰فیصده وګړی دکرنی اومالداری په چارومشغول دی .له دی سره سره چه په داوروستیوکی څه ناڅه ښونځی پکی جوړشوه خو دولسی وګړوډیره برخه یی نالوستی دی اومیرمنی خویی ویل کیږی دولایت دنفوذپه تناسب ۵ فیصده لومړنی زده کړوڅخه برخمنی دی څکه نودغه ولایت کی دټولنیزه چاروګڼه کارپوهان ترټاکنووړاندی دعامه پوهاونی برخه کی اړونده مامورینوته دتوجه مشوره ورکوی.

شريف شرفيار

کتونکی. زيارمل
د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب