1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په بغداد کې غبرګو چاودونو ۳۱ تنه وژلي دي

۱۳۹۶ دی ۲۵, دوشنبه

د عراق په پلازمېنه بغداد کې غبرګو چاودنو په لسونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د رپوټونو له مخې د برید ټولې نخښې په اصطلاح د «اسلامي دولت» بریدونو ته ورته دي، چې د ښاري سیمو تر لاسه ورکولو وروسته ښایي یاغي توب ته مخه کړې

https://p.dw.com/p/2qqzM
Irak Anschlag in Bagdad
انځور: Reuters/K. al Mousily

له عراق څخه د ورکړل شوو رپوټونو له مخې دوو ځانمرګو برید کوونکو د ګڼه ګوڼې په یوه څلور لاري کې خپلو چاودیدونکو توکو ته انفجار ورکړی دی. ویل شوي دي چې په پيښه کې ۳۱ تنه وژل شوي او نور ۹۴ ټپیان دي.

د عراق له کورنیو چارو وزرات څخه جنرال سعد مان، ویلي دي چې دوو کسانو د طایران څلور لاري په نخښه کړې ده. دغه ځای مهم سوداګریز او ترانسپورتي مرکز یادیږي چې د ورځې په اوږدو کې پکښې کارګر د کار موندلو په موخه راټولیږي. ښايي د قربانیانو شمیر لا پسې لوړ شي.

لا تر اوسه کومي ډلې د برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې، خو خبري آژانسونو په خپلو رپوټونو کې لیکلي دي چې د برید ټولې نخښې نښانې د داعش بریدونو ته ورته دي.

د عراق حکومت د تیر میلادي کال په دسمبر میاشت کې پر داعش باندې د برلاس توب اعلان وکړ. د عراق امنیتي ځواکونو له ښاري او لیرې پرتو سیمو څخه د دغي ترهگري ډلې د پر شا کولو له پاره درې کاله پوځي عملیات وکړل.

دا په داسې حال کې ده چې شنونکي او پوځي کسان خبرداری ورکوي چې ښایي دغه ډله په عراق او سوریه کې خپل تاکتیک د سیمو له نیولو څخه بلواګرۍ ته واړوي.

(sr/nz (AFP, AP, dpa, Reuters

زموږ له آرشیف څخه: