1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلجیم کې له څلورو کسانو څخه د ترهګرۍ په تړاو څیړنې شوې

۱۳۹۵ خرداد ۶, پنجشنبه

د بلجیم څارنوالانو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د اسلامي دولت له څلورو شکمنو ملاتړو څخه پوښتنې کړي دي چې کیدای شي د بریدونو پلان یې لاره. پر دې سربیره اته ځایونه هم تلاشي شوي دي.

https://p.dw.com/p/1IuYc
Belgien Sicherheit Polizei Armee Anti Terror vor US Botschaft 17.01.2015
انځور: Reuters/E. Vidal

د فدرال څارنوال دفتر په یوې بیانیه کې ویلي دي چې پر څلورو واړو کسانو باندې د یوې ترهګرې ډلې په فعالیتونو کې د ونډه اخیستلو تور لګول شوی دی.

په لومړي سر کې یو څیړونکي قاضي د دغو کسانو له ډلې څخه د دوو د نیولو امر ورکړ خو د هغوی له ډلې څخه یوازې یو تن یې اوس په زندان کې دی او یو بل یې له «ځای ښودونکي دستبند» سره آزاد شوی دی. دوه تنه نور بیا تر ډیرو سختو شرایطو لاندې آزاد شوي دي.

په بیانیه کې ویل شوي دي چې دغه څلور کسان ښايي د بروکسل په هوایي ډګر او د اورګاډي په تمځای کې له تر سره شویو بریدونو سره کوم تړاو و نه لري.

څارنوالانو ویلي دي چې لومړنۍ څیړني ښيي چې ښايي په بلجیم کې د بریدونو کوم پلان موجود وو، خو هغوی د نورو جزئیاتو له ورکولو څخه ډډه کړې ده. پر دې سربیره امنیتي ځواکونه په درو سیمو کې کورونه هم لټولي دي.

د څارنوالانو په خبره د نیول شویو کسانو له ډلې څخه ځینو یې غوښتل چې سوریې او لیبیا ته له اسلامي دولت سره د یوځای کیدو په موخه ولاړ شي. په بیانیه کې همداراز راغلي دي چې باور کیږي ټولو نیول شویو کسانو غوښتل چې د کړکیچ دغو سیمو ته د نورو کسانو استولو هڅه وکړي.

بلجیم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې اسلامي دولت په کې د افراطیانو په ګومارلو توانیدلی دی. همدې ډلې په بلچیم کې د وروستیو بریدونو پړه هم پر غاړه اخیستې ده.

څارنوالانو ویلي دي چې د قاضي په حکم یې اته ځایه تلاشي کړي دي خو له لټول شویو ځایونو څخه وسلې او یا هم چاودیدونکي مواد نه دي ترلاسه شوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب