1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په بلخ کي۵۰۰۰۰ جريبه مځکه له غصبه خلاصه سوه

۱۳۹۱ اردیبهشت ۳, یکشنبه

د بلخ ولايت د کرهڼي او مالدارۍ رياست چارواکي وايي، چي په دغه ولايت کي لا په لسونو زره جريبه مځکي د غاصيبانو په لاس کي دي.

https://p.dw.com/p/14jCQ

په بلخ ولايت کي دغصب سوو دولتي مځکو د خلاصون په لومړي گام کي شاوخوا۵۰  زره جريبه مځکه د زور واکانو له منگلو خلاصه شوه.

په دغه ولايت کي له زور واکانو څخه غصب سوو د دولتي مځکو د خلاصولو لړۍ ددغه ولايت له خلم ولسوالۍ څخه پيل شوه.

د افغانستان د لوی څارندولۍ پلاوي نعمت الله ابراهيمي په مزارشريف کي خبريالانو ته وويل، چي دولت په دې هڅو کي دئ، چي د هيواد په گوټ گوټ کي هغه دولتي مځکي چي  په غير قانوني توگه د خلکو په ولکه کي دي بيرته دولت ته وسپاري:

«شاوخوا ۵۰ زره جريبه مځکه چي په مختلفو نومونو او د قانون خلاف اشخاصو او افرادو په ولکه کي وه له غصبه خلاصه او د بلخ ولايت د کرهڼي رياست ته مو وسپارله.»

نوموړي زياته کړه، چي هغه معلومات چي د هيواد لويه څارندوالي په واک کي لري په بلخ ولايت کي ددولتي مځکو په غصبولو کي يوشمير دولتي چارواکي هم لاس لري، چي دا د انديښنې وړ خبره ده.

له کابل څخه په پلاوي کي په ولسي جرگي کي د بلخ ولايت استازي اسدالله شريفي وايي چي دوی د غاصيبانو له منگولو څخه ددغي مځکي د خلاصون په بهير کي په بلخ ولايت کي د مځکو د غصبولو په اړه نور نوي معلومات هم تر لاسه کړي دي، چي له مرکزي دولت سره به ئې شريک کړي:

 «د لويي څارندوالۍ هغه پلاوی چي د شاوخوا ۵۵ زره جريبه غصب شوي مځکي د بيرته دولتي کولو په موخه بلخ ولايت ته راغلی دلته ئې زموږ سره يو ځای څېړني کړي دي او د دولتي مځکو د غصب په اړه ئې ځيني نور پټ رازونه هم کشف کړي دي او دوی به په دې برخه کي خپلو څېړنو ته دوام ورکړي.»

د بلخ ولايت د کرهڼي او مالدارۍ رئيس کاتب شمس وايي چي لاهم په دغه ولايت کي په لسونو زره جريبه دولتي مځکي د زور واکانو په لاس کي دي:

«هغه ليست چي د بلخ ولايت د کرهڼي له رياست سره دئ، ټول ټال څه دپاسه۲۷۷۳۰۰ جريبه دولتي مځکي له خلکو سره دي چي په دې اړه مو مرکزي دولت ته خبر ورکړی دئ.»

د بلخ ولايت د کرهڼي او مالدارۍ رياست د چارواکو په خبره، په دغه ولايت کي دغصب شوو مځکو خلاصول وخت ته اړيتا لري او مرکزي دولت په دې هڅوکي دئ، چي له لانجې پرته دولتي مځکي دغاصبينو له منگو څخه راخلاصي کړي.

د افغانستان د کرهڼي وزرات د ارقامو له مخي په ټول افغانستان کي اوس شاوخوا ۴ ميليونه جريبه دولتي مځکي د زور واکانو په ولکه کي دي.

عبدالحميد صافی/ مزارشريف
کتونکی: نجيب الله زيارمل