1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ټولنهبلغاریا

په بلغاریا کې سختې واورې د ۱۰۰۰ سیمو برېښنا قطع کړې ده

۱۴۰۲ آذر ۶, دوشنبه

په بلغاریا کې له سختو بادونو سره د ژمې ناڅاپه پيل د دې سبب شوی چي په نږدې ۱۰۰۰ سیمو کې برېښنا پرې شي. یو بې کوره سړی د یخنۍ له امله مړ شوی. په رومانیا او اوکراین کې هم د تور سمندرګي په څنډو کې واوره ورېدلې ده.

https://p.dw.com/p/4ZUdb
Bulgarien Isperich | Wintereinbruch
د دغه هیواد په پلازمینې صوفیا کې د ښار په سویلې برخه کې د خرابو کیبلونو له امله بریښنا پرې شوې ده. انځور: Mehmed Aziz/AP/picture alliance

په بلغاریا کې یو بې کوره سړی د ژمي په ناڅاپي پیل سره د سختې یخنۍ  له امله مړ شوی دی.د «نووا» ټلویزیون د راپور له مخې، د دغه سړي جسد په کازانلاک سیمه کې د خځولو تر څنګ موندل شوی.

د دغه هېواد کورنیو رسنیو خبر ورکړی دی چې د بالکان پر لارې پروت په دغه هېواد کې په تېرو دوو ورځو کې د واورې ورېدو او سختو بادونو له امله تر ۱۰۰۰ زیاتې سیمې بې برېښنا شوي دي.

د دغه هیواد په پلازمینې صوفیا کې د ښار په سویلې برخه کې د خرابو کیبلونو له امله بریښنا پرې شوې ده.

د نوامبر په میاشت کې دغې درنې او غیر معمولي واورې د بلغاریا پر شمال ختیځ ډېره اغیزه وکړه. څلورو سیمو بیړنی حالت اعلان کړی. د راپورونو له مخې د واورې اورښت له امله سړکونه وتړل شول او په ډېرو سیمو کې د ونو ماتو شويو لارې بندې کړي دي.

د تورې بحیرې په څنډو کې د وارنا ښار څخه صوفیا ته مسافر وړونکي اورګاډي د بریښنا د لینونو د خرابیدو له امله ودرول شوي. د بالکان غرنیو سیمو کې مهمې لارې په لنډ مهالي ډول په بشپړه توګه د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي.

BdTD | Bulgarien Isperich | Wintereinbruch
د دغه هیواد په پلازمینې صوفیا کې د ښار په سویلې برخه کې د خرابو کیبلونو له امله بریښنا پرې شوې ده.انځور: Mehmed Aziz/AP/dpa/picture alliance

د وارنا په هوايي ډګر کې ډېري نړیوالې الوتنې لغوه شوي دي. دغه راز د صوفیا په هوايي ډګر کې الوتنې له ځنډ سره ترسره شوې.

واورې ښویدنې د رومانیا ختیځ فلج کړی دی

د رومانیا په ختیځ کې د واورې سخت طوفان ګډوډي رامنځته کړې ده. په دغه هېواد کې هم د شاوخوا ۲۰۰ سیمو برېښنا قطع شوې ده

د تورې بحیرې په ساحل کې د کنستانتا بندري ښار لویه لاره او همدارنګه برایلا ته نږدې د دانیوپ پل په موقتي ډول بند شوی دی. د تور سمندرګې په څنډو کې د کنستانتا او رومانیا ټول بندرونه تړل شوي دي.

وروسته له هغې چې د روسیې ځواکونو د تور سمندرګي عادي لاره په ګواښ او تاوتریخوالي وتړله. د  اوکراین د غله جاتو د صادراتو یوه برخه د رومانیا او تور سمندرګي له لارې ترسره کیږي.

د اوکراین په ځینو برخو کې سخته یخنۍ او واوره اوریدنه

په اوکراین کې د تورې بحیرې د ساحل یوه لویه برخه هم د ژمي د ناڅاپي راتګ شاهده ده.

لکه څنګه چې د اوکراین رسنیو راپور ورکړی دی، د واورې طوفان د اودیسا ښار په شاوخوا کې په سړکونو د موټرو تګ راتګ بند کړی دی. ډیر سړکونه بند شوي. د اودیسا په ښار کې، د دوشنبې په ورځ د ښوونځیو درسونه په ويډیو او انلاین بڼه ترسره شول.

په اوکراین کې واورو او ږلۍ ستونزې رامنځته کړې دي. چارواکو له خلکو غوښتي دي چې له غیر ضروري تګ راتګ او د موټرو له کارولو ډډه وکړي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي ویلي دي چې د اوکراین په لسو سیمو کې شاوخوا ۴۰۰ ناحیې د «خورا سختو موسمي شرایطو» له امله د برېښنا د قطع کيدو له ستونزې سره مخ شوي دي. هغه د سړې هوا او یخنۍ له امله رامنځته شوي حالت په اړه وویل: «زموږ اینجیران هڅه کوي چې ژر تر ژره د برېښنا مزي سره ونښلوي.»