1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پيتر شتویدنر: د سولې پلوی د ترکیې په زندان کې

۱۳۹۶ تیر ۲۸, چهارشنبه

دی په ترکيه کې د بشري حقونو د فعالانو د يوه ورکشاپ پر وخت په روزنه بوخت وو چې د «ترهګرۍ د ملاتړ» په تور زندان ته وليږدول شو. دا په ترکیه کې د خپل سري کړنو نښه ده ځکه چې پيتر شتويدنر له ترکیې سره هيڅ کوم تړاو نه درلود.

https://p.dw.com/p/2gmRe
Türkei - Deutscher Menschenrechtler Peter Steudtner in U-Haft
انځور: picture alliance/dpa/Privat/TurkeyRelease Germany

دا يوه متناقضه خبره ده: د پيټر شتويدنر مسلک په سوله ايزه لاره د شخړو هوارول دی. دی د معلوماتو د مديريت او د فشار او خفګان سره د چلن پر موضوع د جوړ شوي سيمينار مشر وو او په دې موخه یې ترکیې ته سفر کړی وو.

د جولايي پر پنځمه نيټه د سيمينار پر څلورم ورځ پوليسو ټول ګډونوال ونيول. له دوی څخه شپږ تنه چې په هغه کې د بشري حقونو د نړيوال سازمان ايمنسټي انترنيشنل د ترکیې د څانګې مشره ايديل يسر هم شامله وه، تر دوو اونيو وروسته پرته له کومې دعوې تحقيقاتي زندان ته وليږدول شول.

د ترکیې عدليې پر دې فعالانو تور لګولی چې دوی د «ترهګرۍ ملاتړي» دي.

پيتر شتويدنر لسم آلمانی دی چې په ترکيه کې د تير کال د کودتا د ناکامې هڅې وروسته دغلته نيول کيږي.

د نوموړي د ژوند ملګرې دا تورونه د «خندا وړ» بولي. ماګدالينا فرویندنشوس له ډويچه ويله سره په مرکه کې ټينګار وکړ چې دا کوم «سياسي ورکشاپ» نه وو. دې زياته کړه چې دوی هېڅ نه پوهېږي چې دا تورونه له کومه شول. د نيول کيدو راهېسې فرويندنشوس يوازې يو وارې له شتويدنر سره خبري کړي. د نوموړي د تحقيقاتي بند د مودې د غځيدو خبر دا ډيره انديښمنه کړې. دا زياتوي: « زه ډيره انديښمنه يم ځکه چې زه د ترکیې د عدلیې سسټم په اړه هيڅ معلومات نه لرم چې دا څرنګه کار کوي.»

«پيتر د سولې پلوی دی!»

د «کوروه ووستروف» نومې ټولنې مشر يوآخم نيومن چې د شتوندنر د اوږدې مودې ملګری دی، په دې هکله وايي:

«دا چې پيتر شتويدنر له ډيرې مودې راهیسې زما ملګری او همکار دی نو دې خبر راته سخت ټکان راکړ چې  دی د ترهګریزو سازمانونو د ملاتړ په تور نيول شوی او اوس حتی په تحقيقاتي بند کې ترې پلټنې کيږي.»

د يوآخم نيومن ټولنه په اصلي کې د زده کړو يو مرکز دی چې ځان د سولې له پاره د غورځنګ برخه ګڼي. پيټر شتويدننر په دې مرکز کې له کالو راهېسې د بشري حقونو د فعالانو له پاره د تشدد ضد د يوه درې اوونيز سيمينار مسئول او روزونکی دی.

Türkei Kundgebung Jahrestag Putschversuch in Ankara
رجب طيب اردوغان د کودتا د لومړۍ کليزې پر وخت د وينا په حال کېانځور: Reuters/Presidential Palace/Y. Bulbul

نيومن وويل: «دا تورونه ډير حيراونکي او د خندا وړ دي.»

 دی زياتوي: «پيتر يو سوله ښوونکی انسان دی او په عدم تشدد عقيده لري او خپل ژوند د همدې عقيدې په رڼا کې تيروي، په شخصي او هم مسلکي توګه.»

شتويدنر په افریقايي هيوادونو کې ډير وخت تير کړی. په موزمبيک کې یې د ماشوم عسکرو بيرته په ټولنه کې د ادغام له پاره مرسته کړې. د هغه د مخه چې د آلمان په نيدر ساکسن ايالت کې د يوآخم نيومن په ټولنه کې په کار لاس پورې کړي، ده د «ډوډۍ له ټولو له پاره» د پراختيايي سازمان سره همکاري کوله. له ترکیې سره ده ډير تړاو نه درلود. په وروستي ځل يو نيم کال د مخه هلته ته تللی وو یعني د کودتا د ناکامې هڅې لږ تر دمخه.

خو د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان شتويدنر، د ورکشاپ بل مشر او اته تنه نور د ۲۰۱۶م کال د جولايي د ۱۵ د کودتا کونکو په کتار کې درولي.

نوموړي په هامبورګ کې د شلو صنعتي هيوادونو په غونډه «جي ـ شل» کې وويل د فعالانو د دې غونډې شکل د «۲۰۱۶ کال د کودتا» دوام ته ورته ورته وو.»

د شتويدنر د ژوند ملګرې ماګدالينا فرويندنشوس د نيومن د ټولنې او د شتویدنر د همکارانو سره په شريکه يوه بيړنۍ غونډه جوړه کړې. د «کوروه ووستروف» د ټولنې مشر نيومن هيله له لاسه نه ورکوي: 

«موږ به د پيتر او د نورو نهو تنو فعالانو د آزادولو له پاره له هرې وسيلې کار واخلو.»

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (08.01.2017):