1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکیه کي د رسنیوو پر اوسني «ناوړه» حالت نیوکي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۶, پنجشنبه

د ترکیی پر حکومت تور لگول کیږي چي په دغه هیواد کي له اضطراري حالت څخه په گټې اخیستني سره، هڅه کوي، مدني ټولنې تر فشار لاندي کړي. د بشری حقونو سازمانونه د ترکیی د راتلونکي په هکله اندیښنه څرگندوي.

https://p.dw.com/p/2wjTa
Türkei Proteste gegen Verhaftungen - Zeitung Cumhuriyet, Istanbul
انځور: Getty Images/AFP/O. Kose

په ترکیه کي د ۲۰۱۶م کال د جولای میاشتي تر کودتا وروسته په دغه هیواد کي بېړنی حالت حاکم دی. دغه حالت تیره اونۍ اووم وار اوږد سو. په اصل کي ترکیه غواړي له ترهگرۍ څخه ځان وساتي. ولسمشر رجب طیب اردوغان او د هغه حکومت بیا له دغه ډول حالت څخه په گټې اخیستنې سره، په پارلمان کي قوانین تصویبوي، تر څو د اولس حقونه محدود سي.

د بشري حقونو سازمان امنیستي انترنشنل انتقاد کوي چي دا ډول کار په لویه کچه پر مخ روان دی. د دغه سازمان څخه ادریو گاردنر په استانبول کی د نوموړي رپوټ د خپرولو پر وخت وویل چي «ترکیه په اوس وخت کي په هدفمندانه ډول مدني ټولنې ټکوي او ددې کار له پاره له حاکم  اضطراري حالت څخه سؤاستفاده کوي.»

په ترکیه کي د اینجوگانو کار په ټپه درول سوی دی

د امنیستي انترنشنل په حواله څه د پاسه ۱۳۰۰ ټولني او بڼسټونه د بېړني حالت په بهانه په داسي حال کی تړل سوي چی حکومت پر خپل سر نیونو او بندي کولو ته ادامه ورکوي. گاردنر زیاتوي: «د بشري حقونو او د مدني ټولنو نورو سازمانونو، د فعالینو کارونه ډیر محدود سوي دي. د هغوی غړي په آزادانه ډول خبري او پلټني نه سي کولای. په ترکیه چی د اینجوگانو او په دې ډول د «دي فکتو» کارونه منع سوي دي. د روان کال په جون کی نوي انتخابات به حالت نور هم خراب کړي.»

امنیستي له نړیوالې ټولني څخه د مرستې غوښتنه کوي

څو ورځي مخکي اردوغان اعلان وکړ چي ټاکني به څه د پاسه یو کال یعنی جون میاشتی ته، رامخته کړي. په دې ډول د ترکیې ولسمشر غواړي ژر تر ژره هغه واک او اختیار تر لاسه کړي چي نژدې ؤ تیرکال یې د ټولپوښتنې پر اساس تر لاسه کړی وای. خو نوي قوانین یوازي د راتلونکي ولسمشرۍ تر انتخاباتو وروسته اعتبار لري.

امنیستي غوښتنه کوي چی ترکي چارواکي مجبور دي بېړنی حالت ختم او د بیري او فشار سیاست ته د پای ټکی کښیږدي. هغه زیاتوي: «نړیواله تولنه باید ترکیې ته ورپیاد کړي چی کوم مکلفیتونه ور پر غاړه دي.»

د بشري حقونو د فعالانو او رسنیو چلوونکو پرضد محکمه

د امنیستي په حواله په ترکیه کي د بشري حقونو سازمانونو غړي په خپله تر سخت فشار لاندي دي. د نوموړي سازمان افتخاري مشر تانیر کیلیچ له تیر جون میاشتي راهیسي په بند کي دی. سربیره پر دې په جولای میاشت کي په ترکي کي د امنیستي مشر، ایدیل ایسر له نورو نهو تنو بشری حقونو فعالانو سره په استانبول کي ونیول سول چي په هغوی کي آلمانی پیتر شتویدنر هم شامل ؤ.

که څه هم چي په اکتوبر مياشت کي هغه آزاد سو خو د هغه پر وړاندي د هغو تورونو له امله محکمه، چي گواکي د ترهگرو سازمانونو ملاتړ کوي، لا دوام لري. د بېړني حالت له حاکم کیدو راهیسي په ترکیه کي څه د پاسه ۵۰ زره انسانان په بند کي دي او تر سلو زرو زیات کسان له کاره ایستل سوي دي.

د ژورنالیستانو پر وړاندي هم حکومت له سخت چلند څخه کار اخلي. پر نړیوالو انتقادونو سربیره د جمهوریت په نامه ورځپاڼې مهم کارکوونکي په څو کلونو حبس باندي محکوم سوي دي. د یوې غیر دولتي رسنۍ په حواله څه د پاسه ۱۵۰ تنه خبریالان د ترکیې په زندانونو کی شپې او ورځي تیروي.

 LINK: http://www.dw.com/a-43540266