1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تورخم کي پر اکملاتي موټر يرغل پای ته ورسېد

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۳ خرداد ۲۹, پنجشنبه

افغان امنيتي چارواکي وايي چي د پنجشنبې ورځي په سهار وختي په تورخم کي د ڼاټو ځواکونو د اکمالاتي موټرو پر تمځای باندي په ډله ييز يرغل کي په کمالاتو بار ۳۷ موټر سوځېدلي دي.

https://p.dw.com/p/1CLlS
انځور د يوې بلي پيښي
انځور: Reuters

د افغانستان په ختځ کي د سرحدي ځواکونو وياند ادريس محمد ويلي دي چي دغه وسله وال يرغل سهار ۴ بجې مهال په تورخم کي د ناټو ځواکونو د اکمالاتي لاريو پر تمځای باندي تر سره سو او هلته موټرو اورواخيست.

د ننگرهار ولايت وياند احمد ضيا عبدالزي بيا اسوشېتيد پريس خبري آژانس ته ويلي دي چي په دغه بريد کي دوه تنه وسله وال يرغل کوونکي د پوليسو له خوا وژل سوي او يو تن يې پر خپل ځان باندي تړلي چاودېدونکي مواد چولي دي.

د عبدالزی په خبره په دغه يرغل کي افغان امنيتي ځواک ته زيان رسېدلی نه دی. يرغل نزدې دوه ساعته دوام کړی دی.

خو په ننگرهار کي د دويچه ويله خبريال د يوه امنيتي چارواکي په حواله وايي چي تر اوسه لا په پيښه کي د قربانيانو په اړه دقيق معلومات نسته او دومره ويلای سي چي په دغه يرغل کي دوه تنه موټر چلونکي ټپيان سوي دي.

د پيښي پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده او په دغه يرغل کي يې افغان امنيتي ځواکونو ته د سختي مرگ ژوبلي د ور اړولو ادعا کړې ده. دغي ډلي دغه راز ويلي دي چي د ناټو ځواکونو ډېر اکمالاتي موټر يې سوځولي دي.

دا چي اوس ناټو ځواکونه د پلان له مخي د روان کال تر پايه پوري له افغانستان څخه خپل ټول جنگي ځواکونه باسي نو تر ډيره پوري خپل تجهيزات د تورخم له لاري د پاکستان بندري ښار کراچی ته انتقالوي.