1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د تورې بحيرې به اوبو کې ۲۱ مهاجر مړه شوي دي

۱۳۹۶ مهر ۱, شنبه

چارواکو منلي ده چې هغه ۲۱ تنه مهاجر چې په توره بحيره کې لادرکه شوي ول، مړه شوي دي. ساحلي ساتونکي وايي چې په کښتۍ کې شاوخوا ۷۰ تنه سپارل ول چې افغانان هم په کې شته، د پاتې نورو افرادو د موندلو لټون روان دی.

https://p.dw.com/p/2kZjE
Türkei Rumänien Flüchtlinge Schwarzes Meer
انځور: Getty Images/AFP/D. Mihailescu

تر دې دمخه، مهاجر د آژه سمندرګي له لارې اروپا ته تلل، چې ددغې لارې په پرتله ډيره لنډه ده. خو اوس انساني قاچاقبرانو خپلو مسيرونو ته تغیر ورکړی دی. دوي اوس د تورې بحيرې له طريقه چې څو کيلومتره اوږده او په کراتو خطرناکه ده استفاده کوي.

په هره اندازه چې سمندري لارې اوږدې کيږي، طبيعي خبره ده چې هومره د کښتيو د ډوبيدو او د مهاجرو د مرګ خطرونه هم ورسره زياتیږي، هغه هم په وړو او غيرمعياري کښتيو کې. دا هم په داسې حال کې چې دمهاجرو سره سفري لارښود هم نه وي.

د جمعې په ورځ يوه ډله مهاجر چې د ترکيې له ساحلونو څخه د کب نيونې په يوې وړې کشتۍ کې سپاره شوي ول او غوښتل يې ځانونه اروپا ته ورسوي، له حرکت څخه يې لږ وروسته کښتۍ په اوبو کې ډوبه شوه. چارواکو په سر کې څلور جسدونه پيدا کړي ول او ويلي يې وو چې پاتې نور کسان لادرکه دي.

خو د شنبې په ورځ (سپټامبر ۲۳مه ۲۰۱۷) د ترکيې ساحلي ساتونکو اعلان وکړ چې تر اوسه يې ۲۱ جسدونه موندلي دي او لا هم د څو لادرکه مهاجرو د پيدا کيدو په موخه لټون ادامه لري.

د ترکيې د ساحلي ساتونکو د اطلاعاتو رسولو د برخې يوه مسئول وويل چې د کب نيونې په دغې کښتۍ کې شاوخوا ۷۰ تنه مهاجر سپاره شوي ول. هغه وويل چې کښتۍ د ترکيې ساحل په ۱۲۰ کيلومترۍ، کافکين سيمه کې ډوبه شوې ده. د اطلاعاتو پر اساس په کشتۍ کې سپاره ډیری مهاجر د عراق، سوريې او افغانستان هيوادونو اتباع ول.

دا چې دغه مهاجر کوم اروپايي هيواد ته تلل لا تر اوسه معلومه نده، خو داسې ويل کيږي چې په دې ورستيو کې انساني قاچاقبران د تورې بحيرې له لارې مهاجر رومانيا ته رسوي تر څو له هغه ځايه يې ځانونه نورو اروپايې هيوادونو ته ورسوي.

په وروستيو کې له ترکيې څخه د تورې بحيرې له لارې ډير مهاجر رومانيا ته رسيدلي دي. د رومانيا ساحلي ساتونکو د اګست مياشتې له نيمايي څخه د سپتمبر تر لمړيو پورې د ډيرو مهاجرو کښتيانې پيدا کړي او په ټوليزه توګه يي ۸۴۳ تنه مهاجر نيولي دي.

مهاجر له ترکيې څخه اروپايي اتحاديې ته د رسيدلو په مقصد ترډیره د آژه سمندرګی لاره انتخابوي، ځکه دغه لاره لنډه او لږ خطر لرونکې ده. پردغه لاره مهاجر لمړی د يونان ټاپوګانو او بيا له هغه ځايه هڅې کوي چې د اروپايي اتحاديې غړو هيوادونو ته ولاړ شي. په وروستيو کلونو کې پردغې لار هم ډير شمير انسانان په اوبو کې د ډوبيدو له امله مړه شول.

وروسته له هغې چې په ۲۰۱۶ کال کې د اروپايي اتحاديې او ترکيې تر منځ د مهاجرت پرموضوع تړون ترسره شو اوس پردغه مسير کنترول زيات شوی دی او د مهاجرو سفرونه ورباندې خورا لږ ترسره کيږي. د ۲۰۱۶ کال د مارچ مياشتې راپديخوا د آژه سمندرګي لاره تقريبا په بشپړه توګه د مهاجرو پرمخ تړل شوې ده.

پر ورته موضوع زموږ د آرشیف څخه يو انځوریز البوم(14.09.2017)