1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په جلال آباد کې چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې

۱۳۹۷ خرداد ۲۷, یکشنبه

په ننګرهار ولایت کې امنیتي چارواکي وايي چې د ولایت مقام ته څیرمه یوې چاودنې څوارلس تنه وژلي او شاوخوا ۴۵ تنه نور یې ټپیان کړي دي. تر اوسه پورې د دې چاودنې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

https://p.dw.com/p/2ziXT
Afghanistan Anschlag auf Indisches Konsulat in Dschalalabad
انځور: Reuters/Parwiz

تر دې وړاندې پرون په همدې ولایت کې یوې بلې چاودنې چې د وسلوالو طالبانو، امنیتي ځواکونو او ملکیانو د ګډ اوربند د لمانځنې یوه غونډه یې هدف ګرځولې وه، شاوخوا ۳۶ کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل.

سربیره پر دې، د افغانستان ولسمشر پرون د اختر پر دوهمه ورځ له وسلوالو طالبانو سره د اوربند د تمدید اعلان وکړ او له طالبانو یې هم د متقابل اقدام هیله څرګنده کړه. خو د وسلوالو طالبانو ویاند نن د یکشنبې په ورځ د «۲۰۱۸م کال د جون میاشتې په ۱۷ نیټه» د فرانسې خبري آژانس ته د وټس اپ له لارې د یوه پیغام له لارې د اوربند د نه تمدید کولو خبر ورکړ.

د وسلوالو طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی به له افغان حکومت سره درې ورځنی اوربند تمدید نه کړي او تر اوربند وروسته به جګړه ادامه پیدا کړي. ښاغلي مجاهد د فرانسې خبري آژانس ته د وټس اپ له لارې دغه موضوع شریکه کړې. په په لیږل شوي پیغام کې راغلي: «اوربند نن شپه پای ته رسیږي او زموږ عملیات به انشالله ادامه پیدا کړي. موږ د اوربند د تمدید له پاره هیڅ اراده [نیت] نه لرو.»

د ننګرهار د ننۍ چاودنې په هکله د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي رسنیو ته وویل چې په دې ځانمرګي برید کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۴۵ تنه نور بیا ټپیان دي. د خوګیاڼي په وینا چاودنه هغه مهال شوې چې یو شمیر خلک د ولایت له ودانۍ څخه د وتلو په حال کې وو.