1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جلال آباد کې چاودنې مرګژوبله اړولې

۱۳۹۶ آذر ۱۲, یکشنبه

لږ تر لږه شپږ تنه ووژل او ۱۳ تنه نور په يوه چاودنه کې ژوبل شوي دي. دغه خبره يوه چارواکي تائيد کړې ده.

https://p.dw.com/p/2ofxz
Afghanistan Straßenszenen in Dschalalabad
آرشيف انځورانځور: DW

د ننګرهار د والي وياند، عطا الله خوګياڼي، ويلي دي چې چاودېدونکي توکي پر يوه موټر سايکل باندې ځای پر ځای شوي وو او د جلال آباد ښار لوبغالي ته څېرمه انفجار ورکړل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې په دې هکله څېړنې روانې دي چې آيا بريد د يوه ځانمرګي بريدګر له خوا تر سره شوی دی، که څنګه. تر اوسه پورې کومې ډلې د پېښې مسووليت نه دی منلی. چاودنه هغه مهال تر سره شوه چې د افغان ولسمشر، اشرف غني، په ملاتړ ډېر خلک سره راټول شوي ول. خوګياڼي وويل چې دغه غونډه د چاودنې له کبله اغېزمنه شوې نه ده.

داسې ويل کيږي چې د افغان امنيتي ځواکونو دوه غړي وژل شوي او اووه تنه نور ژوبل شوي دي. چاودنه په جلال آباد ښار کې يوې خصوصي راډيو او تلويزيوني چېنل ته نژدې شوې ده.