1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په حلب ښار کې د بیړني اوربند غوښتنه

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ مرداد ۱۹, سه‌شنبه

ملګرو ملتونو په حلب ښار کې د بیړني اوربند غوښتنه کړې ده. د دې سازمان په وینا په حلب ښار کې په میلیونو ملکي وګړي د څښاک له اوبو او بریښنا پرته د جګړې په منځ کې بند پاتې دي.

https://p.dw.com/p/1JejV
انځور: Reuters/A. Ismail

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د سوریې په حلب ښار کې تر دوو میلیونو ډیر کسان په بشپړه محاصره کې د بند پاتېدو له ګواښ سره مخامخ دي. دې سازمان حلب ښار ته د بیړني لاسرسي غوښتنه کړې ده.

د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږي کوونکي یعقوب الحلو، او د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو د سیمه ایزو مرستو همغږي کوونکي کیوین کینیدي، له خوا د سه شنبې په ورځ په یوې ګډې بیانیه کې راغلي دي: «ملګري ملتونه ژوره اندیښنه لري چې که د اوبو او بریښنا شبکې بیا و نه رغول شي، نو پایلې به یې د میلیونونو ملکيانو له پاره ډیري خرابې وي.»

په حلب کې د تیري میاشتې له پای راهسیې جګړې ۱۳۰ تنه ملکي وګړي وژلي دي. جګړې همداراز روغتونونو، کلینیکونه او د ښار بنسټونه لکه د اوبو او بریښنا ویجاړ کړي دي.

په بیانیه کې راغلي دي: «ملګري ملتونه چمتو دي چې د حلب له ملکي وګړو سره مرسته وکړي. د حلب ښار ټول وګړي کړیږي.» بیانیې زیاته کړې ده: «ملګري ملتونه لږ تر لږه یو بشپړ اوربند او یا هم په جګړه کې اونیزو ۴۸ ساعته بشري وقفو ته اړتیا لري چې په حلب کې په میلیونو انسانانو ته رسیدګي وکړي او همداراز خپلې د خوراکي موادو او درملو زیرمې ډکې کړي. دغه زیرمې ډیري کمې شوي دي.»

په حلب کي ورځنی ژوند

حلب له اوونیو راهیسې په محاصره کې دی. بشارالاسد ته وفادارو ځواکونو د یاغیانو تر کنترول لاندې رسیدونکي ټولې لارې تړلې دي. له دې کبله د حلب ښار په ډیرو برخو کې د خوراکي موادو سخته کمښت دی.

په وروستیو وختونو کې یاغیان توانیدلي دي چې تر خپل کنترول لاندې سیمې له محاصرې یو څه خلاصي کړي خو اوس هم ملکي وګړي له دغو سیمو نه شي تیریدای.

د ملګرو ملتونو په بیانیه کې راغلي دي چې که یوه محاصر د دې لامل شي چې پر ملکي وګړو باندې د خوراکي موادو او اوبو لاره وتړل شي، نو هغه یو جنګي جنایت بلل کیدای شي.