1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په حلب کې د سوريي د ځواکونو له تازه عملیاتو سره د اوربند پای

۱۳۹۵ مهر ۲, جمعه

د سوریې په حلب ښار کې د بشارالاسد د حکومت ځواکونو د یاغیانو تر ولکې لاندې سیمو د پاکولو په موخه نوي عملیات پیل کړي چې د روسیې لخوا يې هوايي ملاتړ کیږي. له دې سره د سولې د خبرو بهیر او لنډ مهاله اوربند یو ځل بیا مات شو.

https://p.dw.com/p/1K73a
Syrien Zerstörung in Aleppo
انځور: picture-alliance/AA/J. al Rifai

امریکا او روسیې په سوریه کې د لنډ مهاله اوربند د خبرو په شرایطو موافقې ته نه دي رسیدلي. په ورته وخت کې د سوريې د پوځ لخوا په حلب کې د نویو عملیاتو له پیلیدو سره تاوتریخوالی ډیر شوی دی.

د سوريې لپاره د نړیوالو ملاتړه ډله چې پکې روسیه، امریکا متحده ایالات او نور ستر قدرتونه شامل دي، په سوریه کې د اوربند د پلي کولو په سر د پنجشنبې ورځې تر خبرو وروسته، موافقی ته ونه رسیدل.

ستیفن دی میستورا د ملګرو ملتونو منځګړي له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: «دغه ناسته ډیره اوږده، له دردونو، ستونزو او ناهیلیو ډکه وه.»

هغه زیاته کړه چې امریکا متحده ایالاتو او روسيې یوازې پر دې موافقه کړې ده چې د یوې ګډې حل لارې موندلو له پاره سره کار ته دوام وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري له ناستې وروسته وویل: «موږ نه شو کولای چې نړۍ ته د دروغو ژمنې ورکړو په داسې حال کې چې موږ موافقې ته نه وو رسیدلي.»

هغه زیاتوي: «له پرون نه مې اوس ژمنتیا نه ده کمه شوې خو زه يې ډیر ستړی کړی یم.»

د روانې میاشتې د سپټمبر په نهمه نیټه د امریکا متحده ایالاتو او روسیې په منځګړتوب اوربند په دې هیله پلي شو چې د سولې خبرې ترسره شي او په ټوله سوریه کې اړو کسانو ته بشري مرستې ورسیږي.

د اوربند دغه توافقنامه له پلي کیدو یوازې یوه اونۍ وروسته هغه وخت له ستونزو سره مخ شوه چې د تیرې دوشنبې په ورځ د بشري مرستو پر یوه کاروان برید وشو.

د پرواز د ممنوعیت سیمې پرسر پریکړه

جان کیري پر روسیې او د سوریې پر ولسمشر غږ کړی چې په سوریه کې د جګړې په سیمو کې خپل پروازونه متوقف کړي. له دغې غوښتنې ګڼ شمیر نورو هیوادونو هم ملاتړ کړی دی.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرنک والتر شتاین مایر په دې هکله وویل: «تر اوسه پورې موږ دغې پریکړې ته نه یو رسیدلي خو د دې پریکړې لپاره د ډیرو هیوادونو لخوا د ملاتړ وړاندیز شوی دی ترڅو په موقت ډول ټول پروازونه بند شي او د اوربند له پاره زمینه برابره شي.»

که څخه هم روسیې او د ایران ولسمشر حسن روحاني، دغه وړاندیز رد کړی دی او ویلي دي چې د سوریې د حکومتي الوتکو د پروازونو د بندولو خبره منطقي نه ده، ځکه دغه پروازونه د اسد د رژیم یو له محدودو نظامي فعالیتونو څخه دي.

په حلب کې جګړه

دی میستورا څرګنده کړه چې په سوریه کې د روسیې او امریکا د اوربند هڅې په حقیقت کې د نورو هیوادونو لخوا چې د شخړو د بندولو لپاره یې یا هڅې نه دي کړي او یا یې نه غوښتل چې جګړه پای ته ورسیږي، تر پوښتنې لاندې راغلي دي. په دې ډله کې د سوریې دولتي ځواکونه او همدا راز مخالفي ډلې شاملې دي چې نه غواړي د سوریې خلکو ته بشري مرستې ورسیږي.

د پنجشنبې په ورځ د سوریې پوځ اعلان وکړ چې د حلب په ختیځه سیمه چې د یاغیانو تر ولکې لاندې ده، پوځ به تازه نظامي عملیات پیل کړي.

د سوریې لپاره د بشري حقونو د څار لندن میشته اداره، دغه تازه عملیات د روسیې د هوايي بریدونو په ملاتړ د سوریې د ځواکونو ستر نظامي عملیات ګڼي.

وروسته له هغې چې په دې وروستیو کې د سوریې په شمال کې د بشري مرستو پر موټرونو برید وشو، د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو بشري مرستې بیا پیل شوې. نور موټر لا هم د ترکیې او سوریې په پوله منتظر دي ترڅو د حلب بیلابیلو سیمو ته مرستې ورسوي.

د ملګرو ملتونو چارواکي که چیرته په موټرو کې بار خوارکي توکي خلکو ته ونه رسیږي، ډیره برخه به یې ژر خراب شي.

په سوریه کې جګړو له نیم میلیون څخه د ډیرو انسانانو ژوند اخیستی او له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د اروپا له پاره د مهاجرت تر ټولو په ستر بحران بدل شوی دی.