1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په ختیځ غوطه کې یوه برید ۱۵ ماشومان وژلي دي

۱۳۹۶ اسفند ۲۹, سه‌شنبه

د راپورونو له مخي ماشومان د یوه ښوونځي په تهکاوۍ کې له بریدونو پټ شوي ول. خو دغه پټنځای د بریدونو زور ته ټینګ نه شو. له دغو ماشومانو سره دوې میرمنې هم وژل شوي دي. ژغورونکي د احتمالي ژوندي پاتو کسانو په لټه کې دي.

https://p.dw.com/p/2uc38
Syrien Zerstörte Häuser nach Luftangriffen in Ost-Ghuta
انځور: Getty Images/AFP/H. Al-Ajweh

د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان مشر رامي عبدالرحمان، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «د یوه هوایي برید درې توغنديو هغه ښوونځي په نخښه کړي دي، چې له تهکاوۍ څخه یې د خوندي ځای په توګه کار اخيست.» د هغه په خبره په ایربن نومې سیمه کې دغه برید ښایي د روسيې هوایي الوتکو له لوري شوی وي.

د فعالانو د څارنې دغه مرجع چې په لندن کې ده، هوایي بریدونه د الوتکو د پروازونو، استعمال شوو وسلو او د الوتکو د ډولونو له مخې تحلیلوي. هغوی په سوریه کې د معلوماتو د یوې شبکې پر بنسټ کار کوي، چې رسنیو ته د هغوی د معلوماتو ارزول ګران کار دی. مسکو په ختیځ غوطه کې د سوريې د ځواکونو ملاتړ کوي، خو پر ملکي کسانو بریدونه بیا ردوي.

په تهکاویو کې ژوند

د رامي عبدالرحمان په خبره ژغورنکې کسان په تهکاویو کې د هغو کسانو په لټه کي دي چي کيدای سي ژوند به پاته شوي وي. د هغه په خبره پر دې سربیره نور۵۰ کسان ټپیان شوي هم دي.

په ختیځ غوطه کې بشري حالت ډیر سخت خراب دی. انسانان، د خوراکي توکو، دارو درملو او بریښنا له کمښت سره مخامخ دي. د بشري حقونو د فعالانو په وینا د فبرورۍ میاشتې له نیمایي راهیسې پر ختیځ غوطه په پوځي عملیاتو کې تر ۱۴۵۰ زیات ملکیان وژل شوي دي، چې تر ۲۸۰ زیات ماشومان هم پکښې شامل دي. د بمبارۍ د ویرې له کبله ډیر انسانان په تهکاویو کې ژوند کوی.

په تیرو ورځو کې په لسونو زره انسانان له جګړو څخه هغو سیمو ته وتښتیدل چې د سوریې د پوځ په کنترول کي دي. حکومتي ځواکونو په فبرورۍ میاشت کې په ختیځ غوطه کې ستر پوځي عملیاتو پیل کړل. خو د ایربین سیمه لا هم یوه اسلامپاله ډله کنترولوي.

ستومانتیا، لوږه او ډار

د بشارالاسد رژيم له خپلې خاورې په سملاسي توګه د ترکي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده. ترکي ځواکونو تیره ورځ د سوریې د عفرین ښار ونيو. د سوریې د بهرنیو چارو وزارت ملګرو ملتونو ته په کتبي بڼه رجوع کړې ده: «د ترکیې د ولسمشر دا وینا چې یرغلګر ځواکونو یې عفرین کنترولوي، غیر قانوني ده».

د ترکیې ځواکونه د سوریې په شمال کې د (وای پي جي) یا کردي ولسي واحدونو پر ضد جنګیږي. دغه کردي ولسي واحدونه تر دې دمخه د امریکا متحدو ایالاتو په ملاتړ د تندلارې ډلې «داعش» پر ضد جنګیدل. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، کردي ولسي واحدونو ته د یوې ترهګرې ډلې په سترګه ګوري، چې منع کړی شوي کردي کارګر ګوند (پي کې کې) متحده ده.

ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې هغه ملکیان چې د جګړو په سیمو کې بند پاتې دي، مرستي ور ولېږل شي. د ملګرو ملتونو په وینا انسانان ستومانه شوي، وږي شوي، عصبي شوک یې لیدل او ډاریدلي دي.

زموږ له آرشیف څخه: