1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په خوست کې د یوه موټر بم بريد مخه ونیوله شوه

۱۳۹۶ دی ۲۷, چهارشنبه

د خوست پولیسو د چهارشبنې په ورځ په دغه ولایت کې د یوه ستر موټر بم برید د مخنیوي خبر ورکړ. دغه صرف ډوله موټر د خوست په موسي خيلو ولسوالۍ کې کشف او نيول شوی دی.

https://p.dw.com/p/2qzAs
Afghanistan Autobombe in Khost Provinz
انځور: DW/F. Zahir

د خوست امنیه قوماندان جنرال محمد داود امین دویچه ویله ته وویل چې په دغه موټر کې ۸۵۰ کیلو ګرامه چاودیدونکي توکي چې یو پکښې د الوتکې۵۰۰ کیلويي بم وو، ځای پرځای شوي ول.

امين وويل: «دوښمن غوښتل په خوست کې د موټربم خونړۍ حمله وکړي، خو د خوست پولیسو په هلو ځلو دغه موټر بم کشف شو.» په دغه موټر کې له الوتکي څخه غورځونکی بم «نيپال» هم ځای پر ځای شوی وو.

جنرال امین وایي، وسله والو مخالفینو غوښتل، دغه موټر بم برید د خوست ښار په یوه ګڼې ګوڼې ساحه کې ترسره کړي، چې په وینا یې سخت مالي او ځاني تلفات به یې اړولې وای.

د خوست ولايت امنيتي چارواکو ويلي دي چې دغه موټر بم يې په موسي خيلو ولسوالۍ کې تيره شپه د عملياتو پرمهال نیولی دی. د دوی په خبره عمليات هم د دغه موټر بم د کشف په موخه پيل شوي ول.

پوليسو ويلي دي چې د دغه موټر بم په اړه يې وختي لا معلومات لرل. د دغه موټر په تړوا تر اوسه پوري څوک نيول شوي نه دي، خو پوليس وايي چې د موټر بم سيمه يې کلابنده کړې او پلټني رواني دي.

عرفان الله سمسور

زموږ له آرشیف څخه: