1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو د احتمالي شمير پر زياتيدو د آلمان انديښنه

۱۳۹۶ دی ۲۴, یکشنبه

د اروپا پارلمان اعلان کړی دی چې غواړي د مهاجرو کورنيو ټولو غړو يو ځای کيدو ته د لارې هوارولو په موخه په دوبلين قوانينو کې بدلون راولې. آلمان د مهاجرو د احتمالي شمير د زياتيدو له اړخه انديښنه ښکاره کړې ده.

https://p.dw.com/p/2qoym
Syrische Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/S. Pförtner

د آلمان دولت انديښنه ښکاره کړې ده که چيرته د اروپا پارلمان د دوبلين په قوانينو کې بدلون رامنځ ته کړي نو دې سره به ډیر مهاجر آلمان ته مخه کړي او په دغه هيواد کې به له خپلو کورنيو سره د ګډ ژوند کولو غوښتونکي شي.

د دوبلين د اوسني قانون له مخې، د مهاجرو د پناه غوښتنې درخواست ته د رسيدګۍ په برخه کې هغه هيواد مسئوليت لري کوم چې مهاجر اروپايي اتحاديې ته د دننه کيدو پر وخت د لمړي ځل له پاره په کې راجستر شوی وي. که يو مهاجر د لمړي ځل له پاره د اروپايي اتحاديې په يو غړي هيواد کې د خپلو ګوتو نښې ورکوي او بيا وروسته بل هيواد ته ځي، دوهم هيواد کولای شي د دوبلين قوانينو له مخې هغه بيرته لمړني هيواد ته چيرته چې يې ګوتې ورکړي دي واستوي.

د هغو معلوماتو له مخې چې د «شپيګل» په نوم آلمانۍ اونيزې ترلاسه کړي دي په کې راغلي دي چې د اروپايي اتحاديې شورا په پام کې لري تر څو د مهاجرو د پناه غوښتنې درخواستونو ته د رسيدګۍ مسئوليت، د دوو هيوادونو پر غاړه واچوي: يو هغه هيواد چې مهاجر اروپايي اتحاديې کې د لمړي ځل له پاره د هغه په خاوره کې پښه ږدي او ځان راجستروي، او بله هغه هيواد چې د مهاجر خپلوان په کې ژوند کوي.

د آلمان انديښنه

د «شپيګل» اونيزې د رپوټ پر اساس، د آلمان حکومت په دې نظر دی چې د دغه قانون په تصويبيدو سره به د هغو مهاجرو شمير چې آلمان خاورې ته داخليږي، په شدت سره سره لوړ شي.

د اروپايي اتحاديې چارواکې په دې نظر دي چې مهاجر په يوه هيواد کې تر اقامې اخيستلو وروسته، په هر حالت کې لاس په دوهم مهاجرت باندې هم پورې کوي او هغو هيوادونو ته ځانونه رسوي چې خپل او خپلوان يې په کې ژوند کوي. په رپوټ کې راغلي دي چې له همدې امله ښه دا ده چې له دوهم مهاجرت څخه مخنيوی وشي او مهاجر په هماغه لمړي سر کې بايد هغه هيواد ته وليږدول شي چې خپل او خپلوان يې په کې ژوند کوي.

Deutschland - Familiennachzug von Flüchtlingen: Familie sitzt vor Asylwohnheim
انځور: picture-alliance/dpa/P. Pleul

په دې اړه نور ولولئ:

د دوبلين ۴ نوی قانون به د مهاجرت په سیاست کې څه بدلون راولي؟

«د کورنيو په راتګ کي ځنډ د مهاجرو په ادغام کي خنډ دی»
که چيرته د دوبلین قرارد په موازينو کې بدلون تصويب شي، کیداي شي د آلمان ائتلافي حکومت له پاره، لاندنيو ترسره شويو توافقاتو پر وړاندې يو خطر وي. د دغو لمړنيو توافقاتو له مخې، د آلمان سوسيال دموکرات ګوند د خپلو پخوانيو اعتراضونو پر دوام د مسيحي سوسيال ګوند له سياست سره د مهاجرو شمير پر محدولو موافقه ترسره کړې ده.

د مسيحي دموکرات او سوسيال مسيحي اتحادي ګوندنه او د آلمان سوسيال دموکرات ګوند پر دې توافق کړی دی چې آلمان هر کال له ۱۸۰ زرو تر ۲۲۰ زره پورې مهاجر ومني او د مهاجرو د کورنيو غړو داخلیدل هم محدود کړل شي.

د آلمان هيلې

په دې برخه کې تر ټولو په زړه پورې خبره دا ده چې د اروپا په پارلمان کې د مسيحي دموکرات او مسيحي سوسيال اتحادي ګوندونو او همدا ډول د آلمان د سوسيال دموکرات ګوند استاځو په دغه پارلمان کې د دوبلين قرارداد کې د بدلون له پاره مثبې راېې ورکړي دي.

آلمان اوس هيله مند دی چې د اروپايي اتحاديې شورا به د اروپايي اتحاديې د پارلمان له دغې طرحې سره مخالفت وکړي. د دغې طرحې د څيړنې نيټه لا تر اوسه نه ده تعين شوې، ځکه د اروپايي اتحاديې غړي هيوادونه په هر حال کې پر غړو هيوادونو د مهاجرو پر عادلانه تقسيم يوه خوله نه دي.

دغې موضوع ته نژدې زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: