1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په رالويدلې الوتکه کي ۳۸ کسان وژل سوي

۱۳۹۰ مرداد ۱۵, شنبه

د افغان ولسمشر د دفتر لخوا په خپري شوي خبر پاڼي کي راغلي چي ۳۱ خاص امریکايي ځواکونه او اوه افغان سرتیري د یوي څرخي الوتکي د لويدو په پایله کي وژل سوي دي. پیښه تير ماښام د وردګو په ولایت کي رامنځ ته سوي

https://p.dw.com/p/12C9Q
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa

د ولسمشر د دفتر لخوا په خپره سوي خبر پاڼه کي افغان ولسمشر، حامد کرزي، د پیښي په اړه خواشیني څرګنده کړي او د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر، بارک اوباما، سره یي غم شریکي کړي ده.

په خبر پاڼه کي زیاته سوي، چي اوه افغان خاص ځواکونه هم په پیښی کي وژل سوي دي. د افغانستان د دفاع وزارت هم پیښی تائيد کړې ده.

یوه افغان چارواکي د شنبې په ورځ ویلي، چي د ناټو ځواکونو یوه څرخي الوتکه د ‎پوځي عملیاتو په ترڅ کي را لوېدلې ده. دغه چارواکي زیاته کړي چي د الوتکي د سقوط له کبله د ناټو ځواکونو ته مرګ ژوبله هم اوښتي ده.

د وردګو ولایت ویاند، شاهدالله شاهد، ويلي چي څرخي الوتکه د جمعي په ورځ ناوخته را لوېدلې ده. د ایساف ځواکونو یوه ویاند هم د پیښي پخلی کړی او ویلي يي دي، چي ایساف اوس د قضيې د څیړلو په حال کي دی.

دا په داسي حال کي ده چی د پیښي یوه عیني شاهد د فرانسي خبري اژانس ته ویلي چي د ایساف ځواکونو څرخي الوتکه وروسته له هغي را ولويده چي د طالبانو د یوه قوماندان د کور له بام څخه د تيريدو په حال کي ول.

پيښه د هغه ولايت په سيد آباد ولسوالۍ کي را منځ ته سوې ده. د هغه ولايت د وياند په خبره:

«افغان او بهرنیو ځواکونو تیره شپه په سیدآباد ولسوالۍ کي د طالبانو په وړاندي عملیات تر سره کړل. په دغو عملیاتو کي اته یاغیان ووژل سول. الوتکه هغه مهال را و غورځول سوه چي پر طالبانو باندي د ډزو په حال کي ول. موږ په دي خبري لا نه پوهیږو چي الوتکه د طالبانو په ډزو راغورځیدلي او که نه.»

طالبانو ویلي، چي الوتکه دوی را غورځولې.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم