1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په ستوني کې بند د ماهي هډوکي راايستلو لاري

۱۳۹۶ آذر ۲۰, دوشنبه

ماهی یا کب په خوراکي توکو کي داسې خواړه دي چې له ویټامینونو ډیر غني او د انسان د روغتیا له پاره ډیرې ګټې لري. په ستوني کې د کبانو د هډوکي بندیدل ډیر خطرناک دي، خو د خلاصون لاري يې اسانه دي.

https://p.dw.com/p/2p8yH
Marinierte Sardinen Sarde in Saor
انځور: Imago/imagebroker

د ماهیانو یا کبانو خوراک په افغانستان کې د ژمي په موسم کې ډیریږي او ان کله خو ځینې کسان د ماهیانو د خوراک له پاره نورو سیمو او نورو ولایتونو ته سفرونه کوي. خو په دې ترڅ کې کله نا کله د ماهي خوراک ځیني ستونزي هم زیږوي. یوه يې د انسان په ستوني کې د کبانو د هډوکي بندیدل دي چې پايلي يې خطرناکي وي.

له ستوني څخه د کبانو د هډوکو د ایستلو له پاره ډيري لاري شته، خو په عاجله توګه دغه لار هم مرسته کولای شي. لومړی هیڅکله هم له ستوني څخه د ماهي د هډوکو د را ایستلو له پاره چمچۍ او يا قاشق پنجه ما کاروئ، په دې سره کیدای شي ځان ته نوري ستونزي هم پیدا کړئ.

تر ټولو آسانه او ښه لار چې هر چیرته یې عملي کولای شئ دا ده چې یوه ټوټه وچه ډوډۍ تر لږ لندولو وروسته وخوری او کوښښ وکړۍ چې ډیره ونه ژول شي. په دې سره ممکن هډوکی د ډوډۍ په دې ټوټه کې ونښلي او بیا یې په آسانۍ سره وژويئ او ویې خورئ.

بله لار يې د ډیرو اوبو څښاک او یا د اوبو غړغړه کول دي. د دې ترڅنګ وریجي او کچالو هم مرسته کولای شي چې د ماهي هډوکی بې ځایه کړي.

د دې ترڅنګ په زور او قوت سره ټوخیدل او یا هم د زیتونو غوړيو لږ مقدار څښل له دې سره مرسته کولی شي چې هډوکی بې ځایه شي او تاسې له دې ستونزي څخه خلاص کړي.

که چیرته له دې څخه یوې طریقې یې هم نتیجه ور نه کړه، نو بیا تاسې اړ یاست چې ژر تر ژر ډاکټر ته مراجعه وکړئ، ترڅو د لا ډیري ستري ستونزي مخه ونیوله شي.

Ag(K.H/NZ(

زموږ له ارشيف څخه: