1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيایران

په سوریه کې د ایران پر سفارت حملې ته غبرګونونه

۱۴۰۳ فروردین ۱۴, سه‌شنبه

په سوريه کې د ایران پر قونسلي ودانۍ حملې ته نړېوال غبرګونونه ښودل شوي. د افغانستان په ګډون یو شمېر اسلامي هېوادونو دغه حمله غندلې، روسیې ويلي «د اسرائيل دا ډول کړنې د منلو ندي»، یوې اسرائيلي سرچېنې له نظر ورکولو ډډه کړې.

https://p.dw.com/p/4eKgA
د سوريې په دمشق کې د ایران پر قونسلي ودانۍ تر برید وروسته انځور
د سوريې په دمشق کې د ایران پر قونسلي ودانۍ تر برید وروسته انځورانځور: MAHER AL MOUNES/AFP

یوې مشکوکې اسرائيلۍ جنګي الوتکې د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د اپريل لومړۍ نېټه) په سوريه کې د ایران پر سفارت بمي حمله وکړه. ایران وايي په دغه حمله کې د دوی د درو مهمو قوماندانو په ګډون ۷ پوځي سلاکاران وژل شوي دي. دغې حملې له ځانه سره پراخ غبرګونه درلودلي دي.

سوريه

د سوريې د بهرنیو چارو وزیر، فیصل مقداد، چې د پېښې په ځای کې د سوريې له داخله وزير سره يو ځای وو، وويل: «موږ دغه بېرحمانه تروریستي حمله چې په دمشق کې د ایران قونسلي ساختمان پکې په نخښه او يو شمېر بې ګناه افراد په کې وژل شوي، په کلکه غندو.»

په سوريه کې د ایران سفير ويلي دي چې په دغه حمله کې د سفارت په ساحه کې یو قونسلي ساختمان په نخښه شوی چې اوسېدونکې ېې په پورتني پوړ کې اوسېدل.

د ایران سپاه پاسدارن په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې په دغه حمله کې د محمد رضا زاهدي په ګډون د ایران ۷ پوځي مشاوران وژل شوي دي. زاهدي د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو یو مهم قوماندان ښودل شوی دی.

مسکو په دمشق کې د ایران پر قونسلي ساختمان بريد غندلی او وېلي ېې دي چې د «د اسرائيل دغه ډول تهاجمي اقدامات په بشپړه توګه د منلو نه دی او باید ودرول شي.»
مسکو په دمشق کې د ایران پر قونسلي ساختمان بريد غندلی او وېلي ېې دي چې د «د اسرائيل دغه ډول تهاجمي اقدامات په بشپړه توګه د منلو نه دی او باید ودرول شي.»انځور: AFP/Getty Images/M. Antonov

اسرائيل له اوږدې مودې راهیسې په سوریه کې د ایران ګمارل شوي پوځیان او د هغوی پلویان په نخښه کوي، خو د رويټرز د رپوټ پر اساس، دا لومړی ځل دی چې اسرائيل د ایران د سفارت پر ساحه حمله کوي.

اسرائيل معمولا په سوريه کې د خپلو ځواکونو د حملو په هکله بحث نه کوي. رويټرز وايي کله ېې چې د دغې حملې په هکله د اسرائيل د پوځ له يوه ویانده پوښتنه وکړه هغه ورته وويل: «موږ د بهرنیو رسنیو رپوټونو ته نظر نه ورکوو.»

نیویارک ټايمز د څلورو اسرائيلي چارواکو چې نومونه ېې نه دي ښودلي، له قوله ويلي چي دغه حمله اسرائيل کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د ایران ماموریت دغه حمله «د ملګرو ملتونو د منشور او نړېوالو قوانینو خلاف يو ښکاره تاوتريخوالی او د ديپلوماتيکو او قونسلی ځای د مصونیت اساسي نقض« بللی دی.

سرچينې دغه حمله «د سیمیزې سولې او امنیت له پاره یو د پام وړ ګواښ بللی» او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا ېې غوښتي چې دغه حمله وغندي او دا چې تهران د «یو قاطع ځواب ورکولو» حق لري.

حزب الله

د لبنان حزب الله ډله چې په سیمه کې تر ټولو ځواکمنه ایران پلوه وسلواله ډله ده، ويلي دي چې غچ به اخلي. حزب الله په یوه اعلاميه کې ويلي دي: «دغه جنایت به دښمن ته د سزا ورکولو او غچ پرته پاته نشي.»

اسلامي هېوادونه

د عراق، اردن، عمان، پاکستان، قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو هم دغه حمله غندلې دی.

په سوریه کې د ایران سفیر، حسین اکبري، چې په دغه حمله کې نه دی ژوبل شوی، وړاندې د ایران دولتي تلویزیون ته ویلي وو چې په حمله کې د ديپلوماټانو په ګډون له ۵ تر ۷ پورې کسان وژل شوي دي او د ايران له خوا ځواب به ورته «تند» وي.

طالبان

په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم د سوريې په پلازمينه دمشق کې د ایران پر قونسلي ساختمان د دوشنبې د ورڅط حمله غندلې ده. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي پر اکس شبکه ليکلي چې په دمشق کې د ایران پر قونسلي ساختمان د «صهيونیستي رژيم بريد د ديپلوماتيکو نورمونو ښکاره نقض او په سیمه کې د ناامنیو د پراختیا پاروونکي اقدام« بولي او په کلکو ټکو ېې غندي.

د ایران دولتي رسنۍ ويلي دي چې تهران په دې باور دی چې زاهدي د دغې حملې هدف وو. له زاهدي سره د هغه مرستيال او یو بل مهم قوماندان هم وژل شوی دی.

د ایران عربي ژبي تلویزيون، العالم، ويلي دي چې زاهدي په سوریه کې یو پوځي سلاکار وو چې له ۲۰۱۶م کال راهيسې ېې په سوريه او لبنان کې د قدس ځواکونو مشر وو.

د ایران سپاه پاسدارن په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې په دغه حمله کې د محمد رضا زاهدي په ګډون د ایران ۷ پوځي مشاوران وژل شوي دي
د ایران سپاه پاسدارن په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې په دغه حمله کې د محمد رضا زاهدي په ګډون د ایران ۷ پوځي مشاوران وژل شوي ديانځور: Firas Makdesi/REUTERS

امریکا متحده ایالت

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت ویاند، متیو ميلر وويل چې واشنګټن د پخوا په څېر «هر هغه څه ته چې په سیمه کې د تشدد او شخړې د زياتېدو سبب واقع کيږي اندېښنه کوي» خو تمه نه لري چې دغه حمله دې د حماس له خوا د اسرائيلي يرغمل شوو په خلاصون مذاکرات اغیزمن کړي.

روسيه

رويترز په خپل يو بل رپوټ کې ليکي چې روسيې په سوریه کې د ایران پر قونسلي ساختمان د اسرائيل برید غندلی او پر اسرائيل ېې غږ کړی چې «په بشپړه توګه د نه منلو» دا ډول کړنې دې بندې کړي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت په دې ارتباط ويلي دي: «موږ په سوریه کې د ایران پر قونسلي ماموریت حمله په کلکه غندو. د اسرائيل دغه ډول تهاجمي اقدامات په بشپړه توګه د منلو نه دی او باید ودرول شي.»

دغه وزارت زیاته کړې: «موږ د اسرائيل له رهبرۍ غواړو چې د سوريې په حریم او نورو ګاونډیو هېوادونو کې پاروونکي پوځي عمليات ودروي.»

رويټرز خبري آژانس ليکي چې په سوريه کې د ايران پر سفارت پرونۍ حملې له خپلو سیمیزو رقیبانو سره د اسرائيل جګړې ته لاپسې شدت ورکولی شي.

آ/م.ک.ص./ا.ا.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل