1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د سوریې د اوربند په اړه د نظر اختلاف دوام لري

۱۳۹۶ اسفند ۵, شنبه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورای ۱۵ غړي ونه توانیدل چې په سوریه کې د یوه ۳۰ ورځني اوربند د پریکړه لیک په هکله موافقې ته ورسیږي. خو هڅې دوام لري او ټاکل شوی ده چې د شنبې ورځې په غونډه کې دا موضوع تعقيب شي.

https://p.dw.com/p/2tGOB
USA Sondersitzung UN-Sicherheitsrat zu Ost-Ghuta
انځور: picture-alliance/dap/M. Altaffer

د سوریې د پلازمېنې دمشق په اطرافو کې د ختيځ غوطه اوسیدونکو ته د لارې خلاصولو او مرسته رسونې په برخه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورای هڅې یو وار بیا بی نتیجې پاتې دي. د ۳۰ ورځني اوربند په اړه د پریکړه لیک په برخه کې تصمیم چې ټاکل شوې وه د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ میاشتې په ۲۳مه نېټه) به ونیول شي، د شنبې ورځې ته ؤځنډید.

ختیځ غوطه له یوه انساني ناورين سره مخامخ دی. په تیرو څو ورځو کې په دغه محاصره شوي سیمه کې د بشارالاسد د رژیم او پلوي ډلو په بریدونو او بمباریو کې تر ۴۰۰ ډیر وکړي ووژل شول.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف، د ملګرو ملتونو د امنیت شورای د پریکړه لیک په اړه وویل چې د اوربند عملي کیدل د ټولو اړخو د ضمانت پورې مشروط بولي.

هغه ټینګار وکړ چې په عمل کې د نیمه ملیشه و له خوا د اوربند د مراعتولو او پر دمشق د برید نه کولو هیڅ ډول ضمانت وجود نه لري. ختیځ غوطه د اسد د رژیم د مخالفينو په کنترول کې ده چې تر ۴۰۰ زرو ډیر ملکي خلک په کي ژوند کوي. دغه سیمه تر ۵ کلونو د ډیرې مودې راهیسې د رژيم د ځواکونو په محاصره کې ده. په دې وروستیو ورځو کې په د دې سیمې جوماتونه، روغتیایې مرکزونه او یتيمخانې د بمباریو په پایله کې ویجاړې شوي دي.

ترمپ د سوریې وضعيت انساني شرم وباله

د ختیځ غوطه وضعیت نړیوال غبرګونونه راوپارول. آلمان او فرانسې له روسیې څخه وغوښتل چې د سوریې په برخه کې دې مسئولیت ومني. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ هم د جمعې په ورځ(د فبرورۍ میاشتې په ۲۳) پر روسیې، ایران او د بشارالاسد پر حکومت ډیره سخته نیوکه وکړه او د سوریې وضعیت یې انساني شرم وباله. ترمپ په سوریې کې د وضعیت خرابیدل وغندل او وی ویل: « په جګړه کې د روسیې، ایران او سوریې د حکومت وروستی چلند یو شرم دی».

ټاکل شوی ده چې نن د شنبې په ورځ به د ملګرو ملتونو د امنيت شورای د «سوریې د دېرش ورځنې اوربند پریکړه لیک» رایګیرۍ ته وړاندې کړي. تر اوسه پورې روښانه نه ده چې آیا روسیه به د کويت او سویډن د خوا له وړاندیز شوې پریکړه سره موافقه وکړي او که نه.