1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په شارلوت ښار کې اضطراري حالت اعلان شوی

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ مهر ۱, پنجشنبه

دا چې د امریکا د شمالي کارولینا په شارلوت سیمه کې ولې ډزې شوې دي، په اړه یې بیلابیل رپوټونه ورکړل کیږي. په دې سیمه کې له دوو شپو راهیسې بې نظمي روانې دي. پولیسو له اوښکې بهوونکي ګاز او رابري مرمیو څخه کار اخیستی دی.

https://p.dw.com/p/1K6Uo
USA Polizei erschießt Afro-Amerikaner in North Carolina - Proteste
انځور: Reuters/J. Miczek

د شارلوت ښار ځایي چارواکو ویلي دي چې د چهارشنبې ماښام په مظاهرو کې یو کس د ډزو له کبله ټپي شوی وو. زیاته شوې ده چې دغه کس اوس په حساس روغتیايي حالت کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې ویل شوي وو چې دغه کس د ډزو له کبله وژل شوی. د رپوټونو په حواله دغه کس تر هغه وروسته وویشتل شو، چې په شارلوت ښار کې د پولیسو له خوا د تورپوستو امریکايانو د ویشتلو پر ضد یوه سوله ییزه مظاهره، تاوتریخوالي ته واوښته.

پولیسو ویلي دي چې دغه کس د هغوی د ډزو له خوا نه دی ټپي شوی.

د شمالي کارولینا ګورنر پت مککوروري، له دفتر څخه په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي چې په شمالي کارولینا کې اضطراري حالت اعلان شوی دی.

تکراري نښتې

د چهارشنبې ورځې مظاهرې هغه وخت له کنتروله ووتلې چې مظاهره کوونکي له پولیسو را تاو شول او هغوی ته یې پاروونکې خبرې وکړې.

یو شمیر مظاهره کوونکو د ښیښو ټکو، پر پولیسو باندې د توکو پر ګوزارولو او پر موټرو باندې په ختلو پیل وکړ. تر دې هر څه وروسته پولیسو له اوښکې بهوونکي ګاز او رابري مرمیو کار واخیست چې له کبله یې مظاهره کوونکو په منډو پیل وکړ.

مظاهره کوونکي د یوې فروشګاه د چورولو پر مهال هم لیدل شوي دي. د دغې فروشګاه ښیښې هم د مظاهره کوونکو له خوا ماتې شوې وې.

د دغو بې نظمیو په ترڅ کې اووه پولیس او یو ملکي وګړی روغتون ته هم بیول شوي دي.

د امریکایي تور پوستان غوسه

دغه مظاهرې د سه شنبې په ورځ د کیت لمونت سکات، تر وژل کیدو وروسته پیل شوې. هغه د استوګنځایونو د موټرو د درولو په ځای کې وژل شوي وو. دغه تورپوستی امریکایي وګړی هغه وخت د پولیسو له خوا درول شوي وو چې یوه شکمن کس پسې ګرځیدل.

د پولیسو په حواله سکات له ځان سره وسله لرله او د پولیسو امر یې نه منه خو د هغه کورنۍ بیا ادعا کوي چې سکات له ځان سره کتاب لیږدوه نه وسله.

تر دغې پیښې لږ وروسته، په سیمه کې مظاهرې پیل شوې. یوازې د سه شنبې په ماښام او چهارشنبې وختي شپاړلس تنه پولیس ټپیان شوي وو.

پولیسو لا تر اوسه پورې د سکات د وژل کیدو ویدیو نه ده خپره کړې، خو ویل شوي دي چې دغه پلان موجود دی، او د پیښې ویدیو به خپره شي.

په وروستیو وختونو کې د امریکایي پولیسو له خوا د تورپوستو ښاریانو په نښه کولو پیښو، د دغه هیواد د تورپوستانو غوسه راپارولې ده چې وایي پولیس هیچا ته هم ځواب نه وایي.