1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په عامه خدماتو او موټروانۍ پر وخت د برقع ممانعت

۱۳۹۵ مهر ۳, شنبه

د آلمان د کورنيو چارو وزير وايي چې د برقع د ممانعت په اړه د آلمان حکومت پيشنهادي قانون، اوس په ځانکړو سيمو کې په نظر کې نيول کيږي. وزير د کم عمره افرادو د ترسره شوو ودونو د نه منلو پر مسئله هم ټينګار کوي.

https://p.dw.com/p/2QYLt
Vollverschleierte Frauen
انځور: picture-alliance/dpa/B. Roessler

د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير، خبري رسنۍ پروتستانت (اې. پي. ډي) سره په خبرو کې وويل: «موږ په هغو سيمو کې چې مسئوليت یې په فدرالې ادارې پورې اړه لري د یو لړ مقرراتو پر وضع کولو باندې کار کوو».

هغه په دې اړه د عامه خدماتو او په واټونو کې د موټرانۍ موضوع ګانو ته اشاره و کړه. د مسيحي ديموکرات ګونډ دغه سياستوال وویل، چې په نورو مهمو سيمو؛ لکه: ښونځي او پوهنتونو کې ايالتي ادارې مسئوليت لري.

ديميزير هغه تور رد کړ چې ګواکې په آلمان کې د حجاب پر موضوع بحثونه، یوازې «سيمبوليکه» بڼه لري. هغه زياته کړه چې دا بحث تر دې ډیر ژور دی: «د مذهبي آزاديو ترمنځ د حدودو ټاکل او په تدریجي او آرامه توګه د بدلون له یو بهير څخه انديښنې، په آلمان کې زموږ د ژوند طرز دی.»

د آلمان د کورنيو چارو وزير وويل چې د ټولو ادیانو او مذهبونو عبادتونو ته درناوی کوي، خو دغه عبادتونه نه بايد پر نورو فشار راوړي او دغه راز د انساني کرامت او قانون سره په ټکر کې وي. هغه وویل: «یو ارزښت لرونکی مفهوم نه بايد د ديني دلايلو له مخي په تاوتريخوالي واوړي». ديميزيز زياته کړه: «موږ نه بايد د کم عمره ځوانانو قانوني ودونه ومنو، کوم چې تر آلمان باندي شوي دي.»

نوموړي د برقع د اغوستو په اړه ټينګار وکړ: «په کومو ځاینو کې چې مخ باید ښکاره شي، هلته بايد موږ خپل مقررات عملي کړو.»

د آلمان صدراعظمي انګلا ميرکل په وروستيو کې د برقع له یو متوسط الحاله ممنوعيت څخه ملاتړ ښودلی وو. هغې په دې اړه له عامه خدماتو او یا په محکمو کې له حضور څخه خبري کړې وې. خو ميرکل په عمومي توګه د برقع او نقاب ممنوعيت رد کړی دی.