1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په غزه کي د پنځه ساعته اوربند هيلي زياتي سوي

احمد ولي اڅکزی (آژانسونه)۱۳۹۳ تیر ۲۶, پنجشنبه

اسرائيل او حماس دواړو د ملګرو ملتونو له خوا وړانديز سوې پنځه ساعته اوربند منلی دی. خو تر دې مخکې چي د پنجشنبې په ورځ (د جولای ۱۷مه) دغه مؤقتي اوربند پلي سي، اسرائيل په غزې کي خپلو بمباريو ته ادامه ورکړه.

https://p.dw.com/p/1CeOv
انځور: Reuters

پر غزې د اسرائيل د پوځ د عملياتو لس ورځي پوره سوې. د دغه تاوتریخوالي په پایله کي له فلسطيني اړخ څخه پر اسرائيل باندې ګڼ شمېر توغندي وتوغول شول او لا هم دوام لري او په همدې توگه اسرائيلي جنګي الوتکو په غزه کي په سلګونو ځايونه په نښه کړل.

په دې ترځ کي د دارلبلاح په سيمه کي د پنجشنبې په سهار وختي (د جولای ۱۷مه) بمبارۍ وسوې چي د فلسطيني مرستندويانو په وينا په کي لږ تر لږه يو فلسطينی ووژل سو او دوه تنه نور ژوبل سول. د اسرائيل پوځ ويلي چي د چهارشنبې د شپې له نيمايي څخه بيا تر سهار پوري يې په غزه کي ۳۷ هوايي بريدونه وکړل. زياته سوې چي حماس پر اسرائيل اووه توغندي وتوغول چي له ډلي څخه یې څلور یې په کښتونو کي لوېدلي او درې يې د اسرائيل مدافع هوا په هوا کي لا له منځه وړي دي.

«د حماس بريد مو پر شا وتمباوه»

د اسرائيل پوځ ويلي دي چي د حماس د جنګياليو هغه هڅه يې شنډه کړې ده چي غوښتل يې د اسرائیل سويلې برخي ته د يو تونل په مرسته داخل سي. زياته سوې چي دغو کسانو چي شمېر يې ۱۳ وو د يوه بريد پلان لاره. اسرائيلي پوځ ويلي چي د دغو بريد کوونکو د مخنيوي پر وخت يې هغوی ته مرګ ژوبله واړوله.

د روان تاوتريخوالي تر څنګ په غزه کي د يو لنډ اوربند او ساه اخيستلو له پاره د لنډې مودې په تړاو هيلي زياتي سوي دي. د لانجې دواړو اړخونو د ملګرو ملتونو هغه وړانديز منلی چي له مخي يې بايد په مؤقتي توګه وسلې خاموشه سي چي زخميانو ته د طبي او اړينو خوراکي توکو د مرستو رسولو موقع پيدا سي. په دې ترځ کي وړانديز سوی چي د ځايي وخت سهار د لسو بجو څخه دي وسلې د پنځو ساعتو له پاره و نه کارول سي. د دغه لنډ اوربند وړانديز منځني ختيځ ته د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي رابرټ سېري کړی وو.

اسرائيل د سه شنبې په ورځ (د جولای ۱۵مه) په يو اړخيزه توګه د مصر په وړانديز شپږ ساعته اوربند قايم وساته. حماس دغه اوربند رد کړی وو. اسرائیل د چهارشنبې په ورځ د خپل اعلان سره سم پر غزې خپل بريدونه لا زيات پراخ کړل. اسرائيلي پوځ په دغه ورځ د غزې پر ساحلي سيمه په بريد کي تر شلو څخه زيات انسانان ووژل چي په کي څلور ماشومان هم شامل وو.

«د غزې وضعې اندېښمن کړي يو»

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر باراک اوباما، د چهار شنبې په ورځ ويلي وو چي «ټول دپلوماتيکې اړیکې او قوتونه بايد د يوه اوربند د رامنځ ته کولو له پاره په کار واچول سي.» اوباما زياته کړې وه چي «د نړۍ يو هيواد به ونه غواړي چي د توغندیو په ورځني باران کي ژوند وکړي.» د اوباما په وينا نه اسرائيليان او نه هم فلسطينيان غواړي چي په داسي يوه حالت کي واوسيږي.

د اروپايي اتحاديې په سرمشريزه کي د غزې د وضعې په تړاو «لويه اندېښنه» وښوول سوه. په دغه غونډه کي پر دواړو اړخونو غږ وسو چي تاوتريخوالي ته د پای ټکی کښېږدي او پرېږدي چي ولسي خلکو ته اړيني بشري مرستې ورسيږي.

په عيني حال کي په غزه کي د وژل سویو فلسطينيانو شمېر لږ تر لږه ۲۲۷ ته لوړ سوی دی. د فلسطيني مرستندويانو په وينا لږ تر لږه ۱۶۹۰ فلسطينيان ژوبل سوي هم دي. د اسرائيل پر اړخ تر اوسه يو انسان د توغندیو په برید کې وژل شوی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب