په فاریاب کې د القاعدې شکمن غړی نیول شوی دئ
۱۳۹۱ فروردین ۱۹, شنبهد تيرو دوو اونيو راهيسي دا درېم کس دئ چي د افغانستان په فارياب ولايت کي د ترهگرو ډلو سره د تړاو لرلو په تور نيول کيږي او يا هم وژل کيږي.
ايساف او افغان ځواکونو ويلي دي چي دوی د جمعې په ورځ يو کس د ازبکستان د اسلامي غورځنگ سره د تړاو په تور ونيوه. خبر پاڼه زیاتوي چې نوموړی کس د يوې وسله والې نښتي وروسته د فارياب په المار، ولسوالي کي نيول سوی دئ.
فارياب چي ورته د افغانستان د آرامو ولايتونو خطاب کيږي پکښي د ازبکستان د تندلاري اسلامي غورځنگ د غړو د فعاليتونو د زیاتېدو خبري کيږي. نوموړې تندلاره ډله په ۱۹۹۱م کال کې په ازبکستان کي د اسلامي دولت د رامنځ ته کولو په موخه جوړه سوې وه.
افغان او بهرنيو ځواکونو د مارچ په ۲۶ مه نېټه په فارياب کي د نوموړې ډلې مشر مخدوم نصرت، وواژه. په افغانستان کي ايتلافي ځواکونو هغه وخت ويلي ول چي نوموړي کس د افغانستان په شمال کي د افغان ځواکونو او د بهرنيو سرتیرو پر ضد بريدونه پلانول او عملي کول. زیاته سوې وه چي مخدوم نصرت غوښتل چي د کابل د پارلمان غړي هم په نخښه کړي.
په بدخشان ولایت کې د تیرې جمعې په ورځ د همدغې ازبکې ډلې سره د تړاو درلودونکي يوه بل کس د وژنې ادعا سوې وه. ائتلافي ځواکونو ويلي ول چي دغه کس په کندوز، بدخشان او تخار ولايتونو کي د افغان سرتیرو پر ضد ځانمرگي بريدونه پلانول.
آژانسونه/ احمد ولي اچکزی
کتونکی: سید ریاض