1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فرانسه کې اورلګېدنې لس کسان وژلي

۱۴۰۱ آذر ۲۵, جمعه

د فرانسې ليون ښار ته نژدې د جمعې ورځې په سهار د هستوګنې په یوه ساختمان کې د اورلګېدنې په پېښه کې د ماشومانو په ګډون لس کسان مړه شوي دي. ترکي چارواکي وايي په یوه بمي چاودنه کې ېې ۸ پولیس ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/4L2Wb
  د فرانسې د کورنيو چارو وزير په وینا په اورلګېدنه کې د لسو مړه شوو کسانو په ډله کې ۵ ېې د ۳ تر ۱۵ کلنو پورې ماشومان دي
د فرانسې د کورنيو چارو وزير په وینا په اورلګېدنه کې د لسو مړه شوو کسانو په ډله کې ۵ ېې د ۳ تر ۱۵ کلنو پورې ماشومان ديانځور: Olivier Chassignole/AFP/picture alliance

د فرانسې د کورنيو چارو وزير، ژرالد دارمنن، ويلي دي چې دغه اورلګېدنه د فرانسې ليون ښار ته نژدې په وو-آن-وولن ولسوالۍ کې د هستوګنې په يو ساختمان کې رامنځ ته شوې ده. په وینا ېې د لسو مړه شوو کسانو په ډله کې ۵ ېې د ۳ تر ۱۵ کلونو پورې ماشومان دي.

وزير وويل چې تر اوسه د اورلګېدني دليل روښانه نه دی، خو دارمنن زياته کړه چې «ډیرې سناريوګانې موجودې دي او پلټنې به پیل شي.» هغه دغه راز ويلي دي چې هغه د اورلګېدني په تړاو له ولسمشر امانويل ماکرون، سره په تماس کې دی.

د فرانسې په پارلمان کي د محافظه کارو د مشر ټاکل

رويټرز خبري آژانس سهار شاوخوا اته بجې په خپل رپوټ کې ويلي دي چې شاوخوا ۱۸۰ اوروژونکي د پېښې ځای ته رسيدلي دي. د فرانسې د کورنيو چارو وزير ويلي دي چې اور لا تر اوسه نه دی مړ شوی او هغه د پېښې ځای پر لور روان شوی دی.

زياته شوې ده چې دغه اورلګېدنه د جمعې ورځي سهار په لومړيو ساعتونو کې په یوه ۷ پوړيز رهایشي ساختمان کې رامنځ ته شوې ده. سيمه ایزو چارواکو ويلي دي چې د پېښې په ځای کې ېې ېو امنيتي کمربند ایجاد کړی دی.

هاخوا ترکي چارواکي په یوه چاودنه کې د خپلو ۸ پولیسو او یو ملکي کس د ټپي کېدو خبر ورکوي. چاودنه د جمعې په ورځ داسې وخت شوې چې د پولیسو یو حامل موټر له سيمې تيرېده. 

د سږکال سختي ګرمۍ د لسو زرو فرانسویانو ژوند اخیستی

د ترکېې د کورنيو چارو وزير سلیمان صويلو، ويلي دي چې دغه بمي چاودنه د ترکېې جنوب شرقي ښار دياربکر، ته نژدې چې ډېر اوسیدونکي ېې کردان دي شوې او په تړاو ېې دوه کسان نيول شوي دي.

د صويلو دفتر ويلي دي چې بم د خوراکي موادو یو مارکيټ ته نژدې د موټرو د پارکينګ په منځ کې ځای پر ځای شوو. منبع زیاته کړې چې ۸ پولیس او یو ملکي کس روغتون ته ليږدول شوي، خو دوی په خطرناک وضعیت کې نه دي.

فرانسه هم جرمني ته گاز لیږي

په استانبول کې چاودنه شوې

په سملاسي توګه د دغې چاودنې مسئولیت چا پر غاړه نه دی اخیستي، خو تر دې مخکې په سيمه کې د دا ډول ګڼو بریدونو تر شا کردي یاغیان پاتې شوي دي.

همدارنګه سخت دریځه چپیان او افراطيان هم په ترکېه کې په چاودنو لاس پورې کوي.

تېره میاشت په استانبول کې یوه بمي چاودنه وشوه چې پکې د دوو ماشومانو په ګډون شپږ تنه ووژل شول او تر اتیا ډېر ټپیان شول. ترکېې د دغه چاودنې پړه د کردستان کارګر ګوند ( PKK) او همدارنګه هغوی پورې اړوند پر سوريايي کردي ډلو وراچوي. خو سوريايي کردي ډلو په یاده چاودنه کې لاس لرل رد کړي دي.

د ترکیې حکومت د استانبول د برید پړه پر وسله والو کردانو اچوي

پي کې کې له ۱۹۸۴ راهیسې په ترکيه کې جګړه کړې چې تر اوسه پکې په لسونو زره کسان وژل شوي دي. ترکيه، امریکا متحده ایالات او اروپايي ټولنه پې کې کې د یو تروریستي سازمان په توګه پېژني.

آژانسونه/م.ک.ص./ن.ز.

له آرشیف څخه یو انځوريز البوم:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل